د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستانه نورې نړۍ ته د ترورېزم د خپرېدو ګواښ شته دی.
بل خوا متحدو ایالاتونو ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد مبارزې ته ژمن دی.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال احمدتکل د سیاسي چارو د شنونکي او د پخواني افغان ډپلومات زردشت شمس نظر پوښتلی.
ښاغلی شمس د مرکې په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې له افغانستانه نورې نړۍ ته د ترورېزم د ګواښ خپرېدل رښتیا ده او که د نړیوالو وېره؟
دا مرکه دلته واورئ: