افغانستان
بلخ کې صنعتي پارکونه ۷۵سلنه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته په دې ولایت کې صنعتي پارکونه ۷۵سلنه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.
د دې خونې د سوداګریزې برخې مسول شېر احمد سپاهي زاده نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل، د امیر شېر علي خان او شادیان په ۲ صنعتي پارکونو کې ۳۴۰ کارخونې فعالېت کوي چې تېرو ۲ میاشتو کې د ۲۸۰ کارخونو فعالېتونه بېرته عادي حالت ته راګرځیدلې دي.
ښاغلی سپاهي زاده وايي، دا کارخونې معدني اوبه، غیرالکولي مشروبات، بسکېټ، یو ځل مصرفونکي لوښي، مکرونې او نور مواد تولیدوي.
نوموړي زیاته کړه، دې صنعتي پارکونو کې ۴۷ د سیلوکارخونې او ۴ د اوسپنې د ویلي کولو کارخونې هم فعالېت کوي.
شېر احمد سپاهي زاده وايي، که څه هم د سوداګرو لپاره بانکي ستونزې تر یوه حده حل شوي دي، خو که د بانکونو فعالېتونه عادي حالت ته را وګرځي، د بلخ ولایت ټول صنعتي فابريکې به بېرته فعالې شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو او روسیې د دفاع وزارت مرستیالانو په مسکو کې د دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړي
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د ستراتيژۍ او پالیسۍ په چارو کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت مرستیال له خپل روس سیال سره د کتنې پرمهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړي.
انټر فکس خبري آژانس پرون د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړ چې محمدفرید په مسکو کې له خپل روسي سیال واسیلي اوسماکوف سره د دې همکاریو په اړه مشورتي خبرې کړې دي.
په خبر کې راغلي دي چې دواړو چارواکو د علاقې وړ برخو کې د پوځي همکاریو د پیل اړه خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې د منظم کار د پیل لپاره به لازم ګامونه اوچتوي. د طالبانو د حکومت سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت له روسیې پرته د نړۍ بل هېڅ هېواد تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.
په جلال آباد کې د کور د نړېدو په پېښه کې د یوې مور او شپږو ماشومانو مړینه
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د نړیدو په نتیجه کې د یوې کورنۍ اوو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوتن ټپي دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس راپور ورکوي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د جلال آباد ښار په غوچک سیمه کې شوې او په نتیجه کې یې یوه مور او شپږ ماشومان یې وژل شوي او د ماشومانو پلار ټپي دی.
په خبر کې د پېښې علت نه دی ښودل شوی خو په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ختیځ او نورو برخو کې سخت بارانونه او درنې واورې وشوې چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د هېواد په اولسو ولایتونو کې د اوریاوو او د سېلابونو د راوتلو اټکل
د هواپېژندنې ادارو د اټکل له مخې له سبا جمعې څخه د یکشنبې تر ورځې پورې به د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې سخت بارانونه واوري او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګو، کابل او پروان په سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.
په بیان کې له هغو خلکو چې د دې سیندونو ته نژدې ژوند کوي غوښتنه شوې چې باخبره واوسي او د سېلاب د راوتلو پرمهال هغه خلک خبر کړي چې په کوزنیو سیمو کې ژوند کوي.
د اسیا د فوټسال جام په ننیو لوبو کې کوم ټیمونه لوبیږي ؟
د اسیا د فوتسال جام دلوبو په ترځ کې نن پنجشنبه هم ۴ سیالۍ ترسره کیږي.
لبنان له ویتنام او جنوبي کوریا له عراق سره لوبیږي. دغه راز د کویټ ټیم تایلند او په یوه بله لوبه قرغیزستان له اندونیزیا سره مخاخ کیږي.
پرونیو لوبو کې دافغانستان ټیم سعودي عربستان ته ۳-۰ ماته ورکړه ، د ازبکستان او تاجیکستان لوبه ۰-۰ مساوي شوه ، او دایران ټیم مالیزیا ته ۴-۱ ماته ورکړه او دغه راز د جاپان ټیم استرالیا ته ۶-۲ ماته ورکړه.
د افغانستان دفوتسال ملي ټیم ددغه جام په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ د مالیزیا ټیم سره کوي.
افغانستان د جام په څلورمه ډله کې سعودي عربستان ، مالیزیا او ایران سره دی.
د اسیا د فوتسال دجام لوبې د ۱۶ ټیمونو په ګډون د سلواغې په اومه په اندونیزیا کې پیل او دهمدې میاشتې تر ۱۸ به دوام وکړي.
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم راتلونکې اونۍ ویست انډیز او سکاتلند سره لوبې کوي
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د ۲۰۲۶ کال د کریکټ د نړیوال شل اوریزجام د تمریناتي لوبو مهالویش سره سم راتلونکې اونۍ سکاتلند او ویست اندیز سره لوبې کوي.
دافغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې دافغانستان او سکاتلند د ټیمونو ترمینځ شل اوریزه تمریناتي لوبه د سلواغې په ۱۳ مه د دوشبنې په ورځ او د ویست اندیز په وړاندې لوبه د سلواغې په ۱۵ مه د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي.
د ۲۰۲۶ کال دشل اوریز نړیوال جام لوبې دهند او سیریلانکا په کوربه توب د سلواغې په ۱۹ مه پیلیږي.
د کابل څخه لسګونه زره مستحق او حرفه اي سوالګر راټول شوي دي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د سوالګرو د راټولولو دلړۍ د پیل راهیسې یې په مجموع کې د کابل له ښاره تقریبا ۷۵ زره سوالګر را ټول کړي چې په دوی کې ۳۸ زره تنه د مرستو مستحق او ۳۷ زرتنه حرفه اي سوالګر پیژندل شوي دي.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل چې مستحق کسان سرې میاشتې ته معرفي شوي دي او هره میاشت د بانک له لارې ورسره نقدي مرسته کیږي.
اعلامیه زیاتوي چې ځینې دغه سوالګر دتداوي لپاره روغتیا وزارت اوځینې نور دکار موندنې لپاره دکابل شاروالی ته معرفي شوي دي.
تر دې مخکې کابل کې یوشمیر سوالګرو ازادي راډیو ته ویلي وو چې تراوسه یې کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې.
د طالبانو حکومت په ۱۴۰۱ کال کې سوالګري منع کړه او په بیلابیلو ولایتونو کې یې د سوالګرو راټولول پیل کړل.
فقر او بیکاري د سوالګري عمده عوامل ګڼل کیږي.
انقرې د افغانستان دبشري صندوق سره ۵ لکه ډالر مرسته وکړه
د افغانستان د بشري مرستو صندوق د ترکیې د ۵ لک ډالرو مرستې خبر ورکوي.
دغه صندوق د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه د انقرې لدې مرستې مننه وکړه.
صندوق وايی دغه پیسې د ستنوشویو کډوالو او داخلي بیځایه شویو کسانو په ضروري اړتیاوو لګول کیږي.
دغه ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو لخوا تاسیس شوی دی.
د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږی دفتر ، اوچا، وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ ملیونه کسان په افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري.
اوچا زیاتوي ددغه شمیر خلکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۲ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده.
طالبان: د دوی له قوانینو سره مخالفت د اسلامي شریعت مخالفت دی
د طالبانو عدلې وزارت نن په خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ټول تقنیني اسناد له شریعت سره سم تدوین شوي دي او له دې قوانینو سره مخالف کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
طالبانو روانه اونۍ یوی نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې افغان ټولنه پر ملایانو اشرافو، متوسطه او ټیټې کچې ویشل شوې او پکې ویل شوي دي چې د همدې طبقاتي سیستم له مخې به خلکو ته سزاوې ورکول کیږي.
پر دې قانون د بشري حقونو یوشمیر ډلو انتقادونه کړې دي او پرون د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازي ژیل برتراند ازادي راډيو ته وویل چې د دې قانون تصویب جدي اندیښنې پيدا کړې دي.
په افغانستان کې راتلونکې اونۍ د پولیو نوی کمپاین پیلیږي
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پولیو کمپاین پيل شي.
پولیو فري افغانستان موسسې نن خبر ورکړ چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دوه زره پنځه ویشتم کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه پیښې ثبت شوې وې او وړم کال مثبتې پېښې پنخه ویشتو ته رسیدلې وې.
افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو دوو هیوادونو څخه دي چې لاهم پکې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له منځه نه ده تللې.
د افغانستان فوټسال لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې درې صفر وګټله. دا لوبه نن له غرمې مخکې په اندونیزیا کې چې د دې سیالیو کوربنه ده، ترسره شوه. رضا حسین پورد لوبې په لومړیو دقیقو کې یو ګول وواهه. هغه د لوبې په دوهمه نیمایي کې هم بل ګول ترسره کړ او د افغانستان لپاره دریم ګول هم امید قنبري ترسره کړ.
افغانستان په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. دغه سیالۍ چې شپاړس ټیمونه پکې ګډون لري، د دلوې له اومې څخه پیل شوي او د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې به دوام کوي.