د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو مقالې


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د نړۍ ځینو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو یو وار بیا د افغانستان د اسعاري زېرمو په باب د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن پر پرېکړه او د هغې پر عواقبو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په دې اړه په یوه مقاله کې لیکي، له کله چې طالبانو په تېره اګسټ میاشت کې یو وار بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د افغانستان بانک د نیویارک په فډرال ریزرف بانک (New York Federal Reserve branch) کې تر ۷ میلیارډو ډالرو ډېره مالي شتمني درلوده.

د لیکنې په حواله، په هغه وخت کې زیاتو څارونکو ویلي وو چې دې مسالې د بایډن ادارې ته پر نوي رژیم په مالي لحاظ د نفوذ زمینه برابره کړې ده.

لیکوال زیاتوي، کله چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شو، له ډېرو سره تر ډېره وخته دا پوښتنه وه چې د بایډن اداره به له دې کنګل شوې شتمنۍ سره څه کوي؟

بله دا چې د طالبانو حکومت له رسمیت پېژندنې پرته به امریکا له دغې شتمنۍ سره څه وکړای شي؟

خو د لیکوال په خبره دغو پوښتنو ته تېره جمعه ځواب ورکړل شو چې ولسمشر جو بایډن په یوه اجرائیه فرمان سره د افغانستان بانک دغه شتمني پر دوو برخو ووېشله.

له دغو پیسو درې نیم میلیار‌ډه ډالره له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ګرځول شوي او دا موضوع اوس قضاییه پرېکړې ته انتظار ده، خو درې نیم ملیارده ډالره نوره شتمني د فډرال حکومت له خوا د سپټمبر د ۱۱مې د حملو د قربانیانو وړې ډلې ته د غرامت لپاره بېله شوې ده.

د افغانستان یو شمېر فعالو مېرمنو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس جو بایډن څخه غوښتي چې د سېپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د شتمنۍ د یوې برخې د ځانګړې کولو پر پرېکړه دې له سره غور وکړي.

دغه لیک د ۴ زره افغان مېرمنو په استازیتوب چې له بنسټونو جوړ دی لیکل شوی او څه باندی سلو فعالو افغان مېرمنو لاسلیک کړی دی.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر بایډن دې پرېکړې د امریکا د بانکونو اعتماد زیانمن کړی او لا یې زیانمنوي.

  • پالټیکس (Politics)

د بریتانیا پالټیکس انلاین خپرونې پر افغانستان د طالبانو د ولکې د ټینګولو د شپږو میاشتو پوره کېدو په مناسبت لیکنه خپره کړې ده.

د خپرونې یوه مقاله په دې عبارت پیلېږي، پرون د فبرورۍ ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو شپږ میاشتې پوره شوې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) خبرداری ورکړی چې د لوږې له کبله ښايي دومره افغانان ومري، چې د تېرو شلو کلونو په جګړه کې یې ساری نه و لیدل شوی.

لیکوال د همدې کمېټې په وینا زیاتوي چې د افغانستان ۹۷ فیصده وګړي ښايي له بېوزلۍ سره مخامخ شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د دې ستونزې د حل لپاره د یوې عاجلې تګلارې غوښتنه کړې ده او وايي د امریکا او اروپا رهبران باید د اوسني اقتصادي بحران حل ته پام وکړي چې افغانان وکړای شي خپلې لومړنۍ اړتیاوې خپله پوره کړای شي.

له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او د نړۍ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

افغانستان چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي و، اوس هغه مالي مرستې بندې شوي، یوازې د ځینو ادارو له خوا بشري مرستې پر خلکو وېشل کېږي.

XS
SM
MD
LG