د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د افغانو ښځینه فعالانو پر وضعیت او پر کنګل شوې شتمنۍ د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • انډپنډنټ

انډپنډنټ خپرونې د هغې افغان فعالې ښځې د راخوشې کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده چې په جنورۍ میاشت کې تر لاریون وروسته نیول شوې وه.

په مقاله کې راغلي چې د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني له څو ورځو بند وروسته خوشې شوه.

اغلې پریاني هغه مهال نیول شوې وه چې په کابل کې يې د طالبانو پر وړاندې په یو شمېر لاریونونو کې ګډون وکړ.

مخکې تر دې چې دا ونیول شي، پر ټولنیزو رسنیو د دې یوه ویډیو خپره شوه چې دا په کې ادعا کوي چې طالبان یې د کور دروازې ته ورغلي او دا په ژړا له خلکو د مرستې غوښتنه کوي.

د دې د ازادېدو له خبر سره یوځای د ۲۹نورو افغان ښځو او د دوی د کورنیو د غړیو د توقیف خبر خپور شو.

د امریکا یوې لوړ پوړې استازې رینا امیري پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا ۲۹ ښځې له هغو ۴۰ کسانو څخه دي چې طالبانو د جمعې په ورځ نیولي دي."

دې په ټویټ کې زیاته کړې وه چې بې انصافه توقیفونه دې پای ته ورسول شي، خو وروسته رینا امیري دا ټویټ لېرې کړ.

د انډپنډنټ خپرونې په دې مقاله کې وړاندې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی چې ولې د اغلې امیري دا لیکنه لېرې شوه.

مقاله یادونه کوي چې تردې مخکې طالبانو ګڼ خبریالان نیولي چې په کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لپاره کار کوونکي، دوه بهرنیان هم شامل دي، خو په مقاله کې راغلي چې دا بهرنیان د جمعې په ورځ وروسته له هغه راخوشې شول چې پر نړیواله کچه د دوی د خوشې کولو غوښتنې وشوې.

  • سان فرانسېسکو کرانېکل ورځپاڼه

سان فرانسېسکو کرانېکل ورځپاڼې د اسوشيټېډ پرېس یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي هغو خبرو ته اشاره شوې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د وروستۍ پرېکړې په تړاو یې پر هغه انتقاد کړی دی.

په مقاله کې یادونه شوې چې حامد کرزي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د سېپټمبر د نهمې قربانیانو ته د افغانستان له کنګل شوېو شتمنیو څخه د ۳.۵ میلیارډه ډالرو وېش د افغانانو پرحق تېری دی.

حامد کرزي د امریکا له ولسمشر جو بايډن څخه وغوښتل چې دا پرېکړه بېرته واخلي، ځکه د ده په وینا دا امر غیرعادلانه او نا انصافه دی.

مقالې د ښاغلي کرزي له قوله ویلي چې افغانان هم د القاعده د مشر اسامه بن لادن قربانیان دي.

مقاله د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په اړه لیکي، هغه په ۱۹۹۶م زیږدیز کال کې له سوډانه وشړل شو او افغان جنګسالاران دی افغانستان ته بوته – د مقالې په وینا دا هماغه جنګسالاران وو چې وروسته په ۲۰۰۱م زیږدیز کال کې د طالبانو پرضد د امریکا په مشرۍ له نړیوال ایتلاف سره یو ځای شول.

وروسته له هغه چې په امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې په حملو کې زرګونو کسان ووژل شول، د طالبانو مشر ملا محمد عمر امریکا ته د بن لادن په لاس ورکولو څخه ډډه وکړه.

د ولسمشر جو بایډن د جمعې (د فبرورۍ ۱۱) د پرېکړې له مخې به د افغانستان د ۷ میلیارډه اسعاري زېرمو نیمې د سېپټمبر د ۱۱مې پر قربانیانو د تاوان په توګه ووېشل شي او ۳.۵ میلیارډه به له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ولګول شي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG