د امریکا د متحدو ایالاتونو جمهور رئیس وایي د خپلو پوځي چارواکو هغه راپور ردوي چې ګواکې دی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پر مهال د وضعیت په درک کولو کې پاتې راغلی.
جو بایډن له «NBC» ټلوېزیون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، که یې داسې نه وای کړي اړ و چې اوږدې جګړې ته یې دوام ورکړی وای.
د افغانستان له متقاعد جنرال دولت وزیري څخه زموږ همکار د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، د امریکا ولسمشر دا نه مني چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو سره یې کومه تېروتنه کړې وي، ستاسو نظر څه دی؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ