د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۵

واشنګټن پوسټ: افغانې ښځینه فعالانې د کابل پر واټونو خاموشه شوې

افغانې لاریون کوونکې
افغانې لاریون کوونکې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د فعالانو په اړه یوه لیکنه کړې چې سرلیک یې دی، له تري تم کېدو، وهلو ډبلو او وېرولو سره مخ ښځینه فعالانې د کابل پر واټونو خاموشه شوې دي.

لیکوال لیکي، سره د دې چې طالبان نړۍ هڅوي څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او مالي مرسته ورسره وکړي، خو دوی په تاوتریخوالي د خپلو مخالفانو ځپل پیل کړي دي.

د لیکوال په باور په وروستیو اوونیو کې طالبانو د ښځو د حقونو فعالانې هدف ګرځولې په ځانګړې توګه هغوی چې د طالبانو له خوا د ښځو د اساسي حقونو په نه ورکړه د دې ډلې پر ضد اعترضونه کوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، لږترلږه شپږ ښځینه فعالانو سره چې دوی مرکې کړي ورته یې ویلي چې د طالب ځواکونو ښځینه مظاهره چیانې وهلي ډبولې، پر مخونو یې سپېړي ورکړي او یا یې پرې د برقي ډنډو ګوزارونه کړي.

دا ورځپاڼه وړاندې لیکي یو شمېر نورې ښځو ته تهدیدونکي ټیلیفونونه او یا پیغامونه استول شوي دي او په ټولنیزو رسنیو کې ځورول شوي دي.

ځینې نورو ویلي چې دوی د وسلوالو له خوا ظاهراً د دوی د وېرولو په هدف تعقیب شوي دي او ډېرو یې ځانونه پټ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ له طالبانو یو وار بیا غوښتي چې هغه څلور ښځینه فعالانې او د هغوی د کورنۍ غړي دي خوشې کړي چې د دې ادارې په وینا په تېره میاشت کې د ښځو د حقونو لپاره له اعتراضونو وروسته نیول شوې او یا تښتول شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ویاندې لیز تورسیل له قوله ویلي چې " د ترۍ تمو شویو ښځو او د هغوی د کورنیو غړیو د خوندیتوب لپاره ژور اندېښمن دي."

  • واشنګن ایکزامینر

امریکايي واشنګټن ایکزامینر او بریتانوي ډیلي مېل ورځپاڼو امریکا ته د هغه افغان ژباړونکې د رسېدو په اړه لیکنې خپرې کړې چې په ۲۰۰۸کال کې یې افغانستان ته د جوبایډن د سفر پر مهال هغه سره مرسته کړې وه.

د محمد امان خلیلي په نوم دې افغان ژباړونکي په ۲۰۰۸کال کې افغانستان کې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن چې هغه مهال سناتور و په خوندیتوب کې مرسته کړې وه.

له بایډن سره په هغه سفر کې د کانګرس دوه نور مخکښ غړي جان کېري او چوک هګېل هم ملګري وو چې د هوا د خرابۍ له کبله یې هیلوکوپټره بیړنۍ ناستې ته اړه شوې وه.

هغه مهال محمد امان خلیلي له دوی سره د ژباړونکي په توګه ملتیا کوله.

واشنګټن ایکزامینر لیکي، محمد امان خلیلي یو له هغو کسانو څخه و چې د اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته شاته پرېښودل شوی و.

محمد امان خلیلي یو بلې امریکايي رسنۍ فاکس نیوز ته ویلي چې امریکا ته په رسېدو د ازادۍ او خوندیتوب احساس کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG