د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

نیویارک پوسټ: سپینه ماڼۍ دې ته چمتو نه‌وه چې ځینې افغانان له هېواده وباسي


امریکا ته لېږدول شوي افغانان
امریکا ته لېږدول شوي افغانان
  • نیویارک پوسټ

د لوېدیځ یوه بله خپرونه، نیویارک پوسټ د طالبانو د واکمنۍ د پیل د وخت په اړه یو مطلب خپور کړی دی او لیکي:

له ادعا سره سم داسې اسناد افشا شوي چې سپینه ماڼۍ پر کابل د طالبانو د واکمنۍ په پیل کې دې ته چمتو نه وه چې یو شمېر افغانان له دې هېواده وباسي.

نیویارک پوسټ د امریکایۍ اکسیوس وېبپاڼې په وینا چې ادعا کوي دا معلومات یې ترلاسه کړي دي لیکي:

د ولسمشر بایډن د ادارې چارواکو یوه ورځ مخکې تر دې چې طالبان کابل ونیسي، پر دې غونډه وکړه چې یو شمېر کسان له افغانستانه وباسي.

اکسیوس وېبپاڼې دا خبره هم خپره کړې ده چې د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایانو، یو شمېر افغانانو او د نورو هېوادونو د اتباعو د ایستلو لپاره په وروستیو شېبو کې له ګڼو هېوادونو سره ارتباط ونیو څو د ترانزیت امکانات برابر کړي.

د اګسټ له ۱۴مې وروسته د دوو اونیو په ترڅ کې متحده ایالاتونو تر یو لک او شل زره ډېر کسان له افغانستانه وایستل.

  • ګارډین

ګارډین د یوې اسټرالیایۍ مرستندویې د سترګو لیدلی حال بیانوي او لیکي، په افغانستان کې یې ماشومان لیدلي چې په ډېرانونو کې د پلاستیکونو په لټه کې وي چې پیدا یې کړي او ویې پلوري او له بېروباره د ډکو لارو په منځ کې یې پر ښځو سترګې لګیدلې چې ناستې وي لاسونه یې خیرات ته غځولي وي.

دا ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په داسې حال کې استرالیا غواړي چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

په افغانستان کې د استرالیا یوه مرستندویه فوینا مک شیهي د چهارشنبې په ورځ د استرالیا سناتورانو ته وویل چې دې په تېرو ۳ میاشتو کې په افغانستان کې داسې صحنې په خپلو سترګو لیدلې دي چې زړونه ورته ټوکر ټوکر شي.

اغلې شیهي چې په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې مشره ده، د ویډو کنفرانس له لارې یې په کانبیرا کې سناتورانو ته دا هم وویل چې د افغانستان نیمایي نفوس تر اتلس کلنو کم عمره دي او دوی د اوس لپاره هېڅ راتلونکی نه لري.

مېرمن شیهي چې له څه باندي دوو لسیزو راهیسې په نړۍ کې د بشري مرستو په چارو بوخته ده وایي، تراوسه دې د افغانستان تر وضعیت خواشینونکی او پیچلی وضعیت بل ځای نه دی لیدلی.

استرالیا غواړي په بشري برخه کې له افغانستان سره سل ملیونه ډالر مرسته وکړي خو د دې مرستې نیمایي هغه ده چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲کلنو لپاره وار له مخه ځانګړې شوې وه او دیارلس ملیونه ډالر تازه مرستې به د سږکال پر بودیجه ور زیاتې شي.

د ماشومانو د ژغورنې د نړیوالې ادارې په وینا په افغانستان کې څه باندې دیارلس ملیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې پر دې شمېرې څه باندې درې میلیونه نور ماشومان ور زیات شوي دي.

وروسته تر دې چې طالبانو د اګست په پنځلسمه کابل نیولی دی له بشري برخې پرته نورې نړیوالې مرستې د نړیوال بانک د مرستو په ګډون پر افغانستان بندې شوې دي چې له دې سره د افغانانو اقتصادي وضعیت لاپسې خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG