د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ غویی ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۳۱

د طالبانو له خوا د خبریالانو او رسنیو په اړه د ناستې مخه نیول غبرګونونه رامنځته کړي


طالبان او یو شمېر خبریالان 

ملګروملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون د هغې ادعا پر وړاندې غبرګون ښودلی چې د طالبانو حکومت یې په کابل کې د دې ټولنې د خبري غونډې په مخنیوي تورن کړی.

په کابل کې د ملګروملتونو د مرستو د سمون دفتر یا یوناما پرون د سلواغې په اوومه په یوه ټویټ کې دا اقدام د بیان پر ازادۍ محدودیت وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې د هغو نظریو د غلي کولو له هڅو لاس واخلي چې د دوی له نظر سره توپیر لري.

له بلې خوا د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د طالبانو له خوا د اطلاعاتو پر رسولو محدودیت او د خپلواکو رسنیو ځپل پر مطبوعاتو څرګند برید دی.

دې سازمان پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي دي چې رسنۍ نړۍ ته د افغانستان د وضعیت په ښودلو کې اساسي ونډه لري.

په بیان کې راغلي چې د افغانستان د رسنیو کارکوونکي او خبریالان باید ازاد کار ته پرېښودل شي او ساتنه یې وشي.

د طالبانو له واکمنېدو سره خبریالان له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي
د طالبانو له واکمنېدو سره خبریالان له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي

د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې طالبانو په همدې ورځ په کابل کې د دوی د یوې خبري غونډې مخه ونیوله.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې د رسنیو د برخې مسوول مسرور لطفي بېګا په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:" د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو ملي فدراسیون په پام کې درلودل چې یوه خبري غونډه جوړه کړي او په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت خبرې وکړي. خو د اسلامي امارت چارواکو د شپې تماس ونیو او ویې ویل پروګرام لغوه کړئ. موږ چې کله د غونډې ځای ته ورسېدو طالبان هلته حاضر وو او ساحه یې څارله او د پروګرام د جوړېدو مخه یې ونیوله."

ازادي راډیو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېده چې په دې برخه کې د طالبانو د حکومت دریځ ترلاسه کړي.

ښاغلی لطفي وايي دی نه پوهېږي چې طالبانو ولې د خبریالانو د فدراسیون د خبري غونډې مخه ونیوله.

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې په یوه بیان کې ویلي چې طالبانو په نړیوالو غونډو کې د هېواد د رسنیو د ټولنې د ارزښتونو د ساتنې په برخه کې یولړ ژمنې کړې دي خو د دې ټولنې په وینا په افغانستان کې دننه وضعیت توپیر لري او د رسنیو د ملاتړ د ټولنو د خبري کنفرانسونو مخه نیول کېږي.

له بلې خوا په افغانستان کې د جنوبي اسیا د رسنیو انجمن- سفما هم په دې برخه کې غبرګون ښودلی او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان پر رسنیو او خبریالانو له فشار اچولو ډډه وکړي.

په افغانستان کې د دې ټولنې رئیس ضیا بومیا ازادۍ راډیو ته وویل:" د جنوبي اسیا د رسنیو انجمن د افغانستان څانګه پر طالبانو غږ کوي چې د رسنیو بې پرې فعالیت ته درناوی وکړي او خبریالانو او رسنیو ته معلوماتو ته د لاسرسي په خاطر سهولتونه رامنځ ته کړي نه دا چې پر هغو له قانون هاخوا فشارونه راوړي."

په اګست میاشت کې د طالبانو په لاس د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې طالب وسله والو له ځینو خبریالانو سره ناوړه چلند کړی او په ځینو حالاتو کې یې وهلي ټکولي دي.

په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو فعالیتونه پیکه شوي او ځینې خبریالان له هېواده وتلي.

د طالبانو حکومت دا ردوي چې د خبریالانو او رسنیو پر کار محدودیتونه لګېدلي او وايي په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي امکانات شته.

XS
SM
MD
LG