د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ډیپلوماټ: ډیورنډ کرښې د افغانستان او پاکستان اړیکې کړکېچنې کړې


ډیورنډ کرښه
ډیورنډ کرښه
  • ډیپلوماټ خپرونه

ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو لیکنه خپره کړې ده او لیکي، د طالبانو له بریالیتوب سره به د دغو دو هېوادو ترمنځ جنجالونه ختم نه شي.

د دې مقالې په پیل کې راغلې دي چې د ډیورنډ کرښې د افغانستان او پاکستان اړیکې کړکېچنې کړي دي، ځکه چې اسلام اباد دا کرښه په رسمیت پېژني، خو کابل یې ورسره نه مني.

د ډیپلوماټ په باور، سره له دې چې طالبان د اګسټ په میاشت کې د اسلام اباد په ملاتړ واک ته ورسېدل، خو دوی د ډیورنډ د کرښې په برخه کې د تېرو حکومتونو په څېر دریځ خپل کړی دی.

پخوا د افغانستان رسمي دریځ دا و چې دا کرښه د بریتانیا د امپراطورۍ له خوا پر افغانانو تپل شوې ده.

ډیپلوماټ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد خبره را اخیستې ده چې وایي، ډیورنډ کرښې یو ملت په دوو برخو وېشلی دی.

د مجاهد په وینا، د طالبانو حکومت د دې بیلتون پلوي نه کوي.

ډیپلوماټ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د سفیر شمشاد احمد خبرې هم را اخیستې دي چې وایي، که د افغانستان ادعا ته جدي وګوري نو بیا خو هند هم ادعا کولی شي چې ټول پاکستان یې د خاورې برخه دی.

عبدالله ننګیال د ملي ډموکراټیک تحریک مشر او د پښتون ژغورنې مخکېني غړي ډیپلوماټ ته ویلي دي چې د پاکستان مشرانو ډیورنډ په رسمیت نه دی پېژندلی د پاکستان پخواني ولسمشر ضیا الحق به ویل، افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه ده.

د ننګیال په وینا، د پاکستان همدا تګلارې د دې سبب شوي دي چې تحریک طالبان پاکستان بیا خپلې تروریستي حملې زیاتې کړي دي او یو ځل بیا توانیدلي چې ډېری قبایلي سیمې لاندې کړي.

  • ګي ټایمز

ګې ټایمز ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د یوه نوي راپور له مخې افغان (LGBT) له ډېر سخت وضعیت سره مخامخ دي.

د چک جمهوریت په برنو ښار کې مېشت ارتمس اکبري د ( ایل جي بي ټي) افغانانو د سازمان مشر دغه توري ازادي راډیو ته داسې تشریح کړل چې له ایل څخه همجنسګرا ښځه، له جي څخه همجنسګرا نارینه، له بي څخه دوه لوری همجسنګرا چې هم ښځو او هم نارینه و ته تمایل لري او ټي بیا هغه کسان دي چې هغه جنیست چې په ماشومواله کې ورکړل شوی هغه یې تغیر کړی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ او د اوټ رایټ اکشن موسسه چې د ( اېل جي بي تي) د حقونو لپاره مبارزه کوي په ۴۳ مخونو کې پرون یو راپور خپور کړ.

دا راپور له شپیته ( اېل جي بي ټي) افغانانو سره د مرکو په استناد چمتو شوی دی.

دا مرکې د تېر کال په وروستیو کې شوې دي او دا کسان لاهم اکثراً په افغانستان کې ژوند کوي.

په دې راپور کې راغلې دي چې له دې افغانانو سره طالبانو بد چلند کړی دی او د خپلو کورنیو د غړیو له لوري هم په بده ورته کتل شوې دي چې په ځینو مواردو کې مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي.

ګې ټایمز لیکي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دغو افغانانو ژوند ډېر سخت شوی دی او د دوی لومړۍ ډله د اکتوبر په ۲۹مه بریتانیا ته ورسېده.

بریتانیایي ورځپاڼه ګارډین د همدې موضوع په ارتباط لیکي چې د طالبانو له راتګ سره د ( اېل جي بي ټي) افغانانو ژوند په ډراماتیک ډول خراب شوی دی، په ډله ییز ډول تیری پرې شوی او په مرګ ګواښل شوي دي.

ګارډین د طالبانو د یوه ویاند هغه خبره هم رااخیستې ده چې تېرکال یې د جرمني بیلډ ورځپاڼې ته ویلي و، د همجنسګرا لپاره دوه جزاوې شته، یا به سنګساریږي یا به دیوال پرې را ړنګیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان اسلامي حکومت دی، همجسنګرایي په کې جرم دی او پر همجنسګرا اسلامي قانون پلې کېږي.

XS
SM
MD
LG