د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

نیویارک ټایمز: یو افغان شعر امریکايي زده کوونکو ته الهام بښي


ارشیف؛ د نجونو ښوونځی
ارشیف؛ د نجونو ښوونځی
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده" یو افغان شعر امریکايي زده کوونکو ته الهام بښي."

مقاله د فریبا محبي په نوم د یوولسم ټولګي د یوې افغان زده کوونکې په کیسه پیلېږي.

په سر کې لولو، کله چې محبي په سپتمبر میاشت کې خبره شوه چې د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې نور ښوونځيو ته نشي تلای، دې د خپلې خونې دروازه وتړله او ډېر یې وژړل.

د مقالې لیکوال لیکي، دې د خپلې مایوسۍ پر مهال په دې عنوان یو شعر ولیکه: زه ولې نجلۍ وزېږېدم؟

فریبا لیکلي: کشکي زه هلک وای ځکه نجونې بې ارزښته دي. ځیني نارینه وايي: ولې باید یوه نجلۍ ښوونځي ته لاړه شي؟ نجلۍ ولې باید کار وکړي؟ نجلۍ ولې باید مستقل ژوند ولري؟

د مقالې د لیکوال په وینا دا شعر د امریکا په ساندیاګو کې د کانیېن کریسټ اکاډمۍ ښوونځي د تاریخ تر استاد ټیموتي سټيفنز پوري ورسېد.

په مقاله کې راغلي چې فریبا اوس په کابل کې یوه کورس ته ځي.

د دې کورس او د کانیېن کریسټ ښوونځي زده کوونکي د انترنېټ له لارې له یو بل سره غونډې جوړوي.

د امریکايي ښوونځي یوې زده کوونکې دیانا رایډ نیویارک ټایمز ته ویلي چې افغان نجونې د دې لپاره یوه الګو دي.

  • یورېشیا رېویو

یورېشیا رېویو خپرونې د طالبانو هغې پریکړې ته کتلي چې وايي د ځانمرګو لپاره ځانګړي لوا رامنځته کوي.

په دې مقاله کې راغلي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو پرېکړه کړې چې ځانمرګي بریدونه د پوځ برخه کړي.

د لیکوال په باور، په دې کار سره به د افغانستان پر پوځ د تروريزم داغ پوري شي ځکه دا د تروريستي ډلو یوه ځانګړنه ده.

د جنورۍ میاشتې په لومړۍ اوونۍکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې ځانمرګي برید کوونکي به چې دوی یې استشهادیان بولي، د پوځ برخه وي خو د دفاع وزارت تر کنترول لاندي ځانګړي ځواکونو په توګه به فعالیت کوي او په ځانګړو عملیاتو کې به کارول کېږي.

مقالې د طالبانو د دفاع وزارت هغه اعلان ته هم اشاره کړې چې وايي ۱۵۰،۰۰۰ کسیزه پوځ رامنځته کولو پلان لري.

په دې مقاله کې د بلومبرګ راپور ته هم اشاره شوې چې په کې راغلي، د داعش پر ضد مبارزه د طالبانو لپاره د ژوند او مرګ په معنی ده.

د یورېشیا په دې مقاله کې راغلي چې داعش ډلې د ۲۰۱۷کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان او پاکستان کې شااوخوا سل ځانمرګي بریدونه کړي او د امریکايي، افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندي يې شااوخوا دوه نیم سوه حملې کړې او دا ډله طالبان هم هدف ګرځوي.

خو لیکوال د مقالې په پای کې پوښتنه کوي چې ایا د داعش ډلې د مخنیوي لپاره د ځانمرګو لوا ته اړتیا ده؟ او ایا د دا ډول واحد په رامنځته کولو سره به یو پوځ د تروريستي ډلې ځانګړنې خپلې نه کړي؟

XS
SM
MD
LG