د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

واشنګټن ایګزاماینر: هغه لحظه چې بایډن په کې خپل اعتبار له لاسه ورکړ


ولسمشر جوبایډن
ولسمشر جوبایډن
  • واشنګټن ایګزاماینر

واشنګټن ایګزاماینر له افغانستان سره په یوه تړلې مساله کې د امریکایي ولسمشر جوبایډن د اعتبار او ملاتړ په له لاسه ورکولو یوه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې سرلیک داسې دی "هغه لحظه چې بایډن په کې خپل اعتبار له لاسه ورکړ."

مقاله لیکوونکي د بایډن ځینو تګلارو ته کتنه کړې چې له مخې یې عامو خلکو او رایه ورکوونکو پر هغه خپل پخوانی باور له لاسه ورکړی.

د لیکوال په باور، د بایډن یوه تګلاره چې عام خلک پرې خوښ نه و، هغه له افغانستانه "په بې نظمه او مرګوني ډول" د سرتیرو ایستل وو.

واشنګټن ایګزاماینر دې مقاله کې لیکلي، بایډن تېره سې شنبه د اتلانتا پوهنتون دننه وینا کې د خپلې ولسمشرۍ ننګه وکړه او خپل هغه مخالفان یې چې د قانون په اړه د ده د سیاسي نظر مخالفت کوي "کورني دښمنان" وبلل.

د مقالې لیکوال ویلي، بایډن اوس د خپل ګوند لپاره هېڅ تګلاره نه لري او عام خلک پرې ورځ په ورځ باور له لاسه ورکوي، خو د لیکوال په نظر، بایډن د قانون جوړونکو ترمنځ کافي ملاتړي لري.

لیکوال دې برخه کې وروستیو نظر پوښتنو ته هم اشاره کړې چې د یوې پایله ښيي، ۴۹ فیصده امریکایان داسې فکر کوي چې بایډن امریکا د یووالي پر ځای ټوټې کېدو خوا ته بیایي.

د مقالې په پای کې راغلي، لکه د افغانستان د قضیې په څېر له بایډنه شااوخوا کسان او رسنۍ د عامو کسانو غبرګونونو ته پام نه کوي، خو د لیکوال په ټکو، دا به د بایډن د اعتبار وضعیت نور هم خرابه کړي.

له افغانستانه ټول امریکایي ځواکونو د تېرکال د اګسټ په دېرشمه نېټه ووتل چې ورسره د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه هم پای ته ورسېده.

  • شرق الاوسط

شرق الاوسط ورځپاڼې بیا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یوه لیکنه خپره کړې او په کې راغلي چې دغه هېواد کې وضعیت ګواښوونکی دی.

په لیکنه کې راغلي، بشري ډلې افغانستان کې خلکو ته مرستې رسوي، خو دا چې ۲۳ میلیونه کسان مرستو ته اړ دي، نو د بشري مرسته رسوونکو د سترګو لیدلې کیسې دردونکې دي.

د لیکوال په باور، له افغانانو سره سملاسي بشري مرستې حیاتي ارزښت لري، خو په خبره یې کافي نه دي او لیکنه کې سپارښتنه شوې چې د خلکو د مرګ د مخنیوي لپاره په کار ده چې نړیوال په ډاګه د افغانستان له اقتصادي سیستمه ملاتړ وکړي.

وړاندې راغلي، له افغانستان سره مرستې باید د بشري ارزښتونو له مخې وشي او دا توپیر باید جوت شي چې افغان دولت او طالبان یو ډول نه دي.

لیکنه کې راغلي، پر کابل د حاکم نظام له کبله له افغانستان سره د مرستو پخواني چینلونه بند شوي چې عامه خدمات یې متاثره کړي دي.

لیکوال د بیلګې په ډول یادونه کړې چې روغتیایي کارکوونکي او ښوونکي معاشونه نه لري او په اکثرو روغتیایي مرکزونو کې پیسې نشته چې د اړتیا په وخت کې د جنراتور او امبولانس تېل پرې واخلي.

XS
SM
MD
LG