د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

سادات: طالبان دې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره له نړۍ سره تعامل وکړي 


سید ذاکر شاه سادات
سید ذاکر شاه سادات

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او واشنګټن غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان سره کېدونکي بشري مرستې اړو خلکو ته رسول کېږي.

انتوني بلېنکن له «NBC» ټلویزیون سره مرکه کې وویل چې طالبان باید دوی او نړیوالې ټولنې ته په دې برخه کې ډاډ ورکړي.

ملګرو ملتونو په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، د افغانستان نیمايي وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي ممکن په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي او د ژمي راتګ ګڼ کسان بشري او نورو مرستو ته اړ کړي وي.

زموږ همکار، په بریتانیا کې له مېشت لیکوال او د سیاسي مسایلو له کتونکي سید ذاکر شاه سادات سره د دې اندېښنو په اړه مرکه کړي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00

XS
SM
MD
LG