د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

تهران کې د طالبانو او مخالف لوري لیده کاته سملاسي او که له مخکې پلان شوي وو؟


په ایران کې طالب پلاوی
په ایران کې طالب پلاوی

د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو د نړیوال مرکز مشر هاتف مختار وایي، ایران د دې لپاره د طالبانو او شمال ټلوالې ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي چې په نړیوال ډګر کې ځان ته امتیاز واخلي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تهران ته د خپل سفر پر مهال د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود له زوی احمد مسعود سره لېدلي دي.

خپله ښاغلي متقي کابل ته له راستنېدو سره هم مهاله وویل چې له احمد مسعود او امیر اسماعیل خان نه یې غوښتي چې په ډاډ هېواد ته راتللی شي.

احمد مسعود د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ملي مقاومت په نوم د یوې جبهې مشري هم کوي.

همکار مو له هاتف مختار سره مرکه کړې او په پيل کې یې پوښتلي چې تهران کې د طالبانو او مخالف لوري لېده کاته سملاسي وو او که له مخکې پلان شوي وو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

XS
SM
MD
LG