نړۍ
د قزاقستان ولسمشر د یو لړ اقداماتو د عملي کولو له لارې خپل واک بیا ټینګ کړی
په قزاقستان کې له څو ورځو پرله پسې اعتراضونو وروسته داسې ښکارې چې ولسمشر قاسم ژومارت توقایف خپل واک د یو لړ اقداماتو د عملي کولو له لارې بیا ټینګ کړی دی.
د دې اقداماتو په پایله کې دا له تشدد ډک اعتراضونه تر ډېره غلي شوي.
د ملي امنیت کمېټه چې د شوروي اتحاد د مهال له کې جې بي سره انډول اداره ده، پرون اعلان وکړ چې د کورنیو استخباراتو ځواکمن مشر کریم ماسیموف د ملي خیانت په تور نیول شوی دی.
د ملي امنیت کمېټې په یو بیان کې ویلي چې یو شمېر نور چارواکي هم نیول شوي خو جزئیات یې نه دي ورکړي.
۵۶ کلن ماسیموف چې دوه ځلې یې د صدراعظم او یو ځل د پوځ د لوی درستیز په توګه دندې ترسره کړې او د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایوف له نږدې کسانو ګڼل کېده د پنجشنبې په ورځ ونیول شو او په همدې ورځ له دندې هم لیرې شو.
نظربایوف که څه هم په ۲۰۱۹ کال کې له دندې لاس واخیست خو د جنوري تر ۵مې پورې چې توقایوف د ملي امنیت د شورا مشري په لاس کې واخیسته ده د هېواد په چارو کې مهم لاس درلود.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په جرمني کې د واورو او توپان څپه، ځینو ایالتونو کې ښونځي رخصت شوي
د جرمني د هوا پیژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې ددغه هیواد په ختیځ ، شمال او منځنیو سیمو کې د سختو توپانونو او واورې اټکل کړی دی.
له دغه اعلان وروسته په جرمني کې واکمن ګوند خپله کلنۍ مهمه غونډه لغوه کړه.
د جمعې په ورځ به د هامبورګ او برمن ښارونو ځیني ښوونځي ، اودغه راز د نیدرزاکسن ایالت په ځینو برخو کې ښوونځي رخصت وي او انلاین تدریس به وشي.
اروپا د سړې هوا له څپې سره مخ ده او د واورو او بادونو له کبله د فرانکفورت په هوايی ډګر کې ځینې الوتنې لغو یا ځنډمنې شوي دي.
د جرمني د ریلګاډي کمپنۍ هم له مسافرو غوښتي چې د ریلګاډو د حرکت تاخیر ته امادګي ولري.
چارواکو له خلکو غوښتي چې که ممکن وي له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
د هوا پیژندنې اداره وايی د باد شدت به د جمعې په ورځ ترټولو لوړې کچې ته ورسیږي او وروسته به په تدریج کم شي.
د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن د ایران له اعتراض کوونکو څخه ملاتړ اعلان کړ
د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن د ایران له اعتراض کوونکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په ایران کې نن د اعتراضونو ۱۲مه ورځ ده.
میرمن نیومن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " نن بیا خلک په ټول ایران کې سړکونو ته راوتلي، هغوی پوهیږي چې ممکن په ګولۍ وویشتل شي، خو ډېرو ته چوپتیا له زړورتیا څخه خطرناکه ده."
هغې ویلي، د ایران رژیم د خپل مشروعیت وروستۍ نښې هم له منځه وړي دي.
په ایران کې مظاهرې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د تومانو د بې ساري ټیټېدو له کبله پيل شوې چې تراوسه یې ترڅ کې لسګونه کسان وژل او ټپیان شوي دي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړ
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدی وایي، د ناامنۍ د تلپاتې حل لپاره باید د خیبر پښتونخوا د امن جرګې سپارښتنې عملي شي، او داسې ونه شي چې یوازې په یو اړخیزو پرېکړو او یا مطبوعاتي کنفرانسونو تکیه وشي.
تر دې وړاندې، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (DG ISPR) مشر په یوه خبري کنفرانس کې په سیمه کې د پوځي عملیاتو په اړه د تحریک انصاف ګوند پر دریځ نیوکه کړې وه او ویلې یې و چې په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په دې ایالت کې د پوځ د عملیاتو مخالفت کوي.
سهیل افریدي پرون د جنرال شریف چوهدري د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل چې امنیت د خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان ګډه موضوع ده، او د ټینګښت لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره پکار ده، چې پکې سیاسي ګوندونه، پښتانه مشران او نور اغېزمن شخصیتونه شامل وي.
نوموړي زیاته کړه چې پرېکړې باید د شخصي ګټو پر بنسټ او یا هم د تړلو دروازو شاته ونه شي، بلکې د ټولو اړخونو او د هغوی د استازیو په ګډون د ګډو او ټولشموله تګلارو له لارې وشي.
د خیبرپښتونخوا ایالت ډیری برخې ناامنې دي.
د ایران د تومان ارزښت نورهم پسې ټیټ شو
په ایران کې پرون (چهارشنبې د جنوري ۷ مه) د اعتراضونو په یوولسمه ورځ د ډالر په وړاندې د ایران د تومان ارزښت یوه بل ریکارډ یعني ۱۴۸ زره تومانو ته ټیټ شو.
په ایران کې وروستي اعتراضونه د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایران د پیسو د ارزښت د تیټېدو له کبله پیل شول چې لا هم دوام لري.
پرون (چهارشنبې) د هرې یورو ارزښت ۱۷۳ زره او د هر بریتانیايي پونډ ارزښت ۲۰۰ زره تومانو ته لوړ شو.
د ایران په اعتراضونو کې، چې د روانې جدې په اوومه پیل شوي، تراوسه لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په پاریس کې نن تر سلو ډیرې الوتنې لغوه شوې
د واورو او یخې هوا له امله نن په پاریس کې تر دوه سوه ډیرې الوتنې لغوه شوې.
د فرانسې د ترانسپورټ وزیر فیلیپ تبروت وویل چې شاوخوا صل الوتنې د شارل دوګل او څلور الوتنې د اورلي له هوایي ډګره ترسره نه شوې.
د فرانسې په پلازمینه او شاوخوا سیمو کې عمومي بسونه هم د کنګل لارو له امله دریدلي دي.
د یخې هوا له امله په فرانسه کې د لږ تر لږه شپږ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی.
ایران یو تن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
د ایران قضایي سیستم اسراییل ته د جاسوسي په تور د علي اردستاني په نوم د یوه تن د اعدام خبر ورکړ.
د ایران د قضاییه قویې رسنۍ، میزان نن د اردستاني د اعدام خبر خپور کړ خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې نوموړی چیرته اعدام شوی دی.
د میزان په راپور کې ادعا شوې ده چې علي اردستاني موساد استخباراتي ادارې ته د ایران حساس اطلاعات ورکړي او د اسراییل لپاره مهم کس و.
ایران له اسراییل سره په جون کې د جګړې له پیله تر اوسه اسراییل ته د جاسوسۍ په تور لږ تر لږه لس تنه اعدام کړې دي.
په ایران کې نن د اعتراضونو یولسمه شوه
په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو غیردولتي موسسې د سې شنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو تراوسه لږ تر لږ اووه ویشت لاریون کوونکي وژلي چې پنځه تنو یې تر اتلسو کلونو لږ عمر درلود.
ایراني چارواکي بیا وایي چې تر اوسه دیارلس کسان چې د امنیتي ځواکونو غړي هم پکې دي، د لاریونونو په ترڅ کې وژل شوې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې له هغه لاریون کوونکو سره چې د اقتصادي ستونزو لپاره سوله ییز اعتراضونه کوي، نرم چلند وکړي او د دوی او بلواکوونکي ترمنځ توپير وکړي.
دا اعتراضونه په ایران کې د ډالر په وړاندې د ریال د ارزښت د کمیدو او له لویه سره د اقتصادي ستونزو له کبله پیل شوې دي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند په صورت کې فرانسه او بریټانیا اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه استوي
د اوکرایین لویدیزو متحدینو پرون سه شنبې د (جنوري۶مه) هوکړه وکړه چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د اوربند په صورت کې کیف ته سوله ساتي ځواکونه استوي.
دغه هوکړه د فرانسې په پلازمینه پارس کې د اوکرایین د جګړې په اړه له دیرشو څخه د زیاتو هېوادونو له پرونۍ ناسته وروسته اعلان شوه.
د دغې هوکړې له مخې بریټانیا، فرانسه او نور اورپايي هېوادونه به له روسیې سره تر اوربند وروسته په اوکرایین د سولې د ساتې او د روسیې د احتمالي بریدونو د مخینوي په موخه به دې هېواد کې ډیر شمیر سرتیري ځای پر ځای کړي.
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي،"دغه امنیتي تضمینونه د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا په اوکرایین کې د اوربند د څارنې د مشرۍ په مانا ده".
ماکرون وړاندې ویلي،"د جګړې له پایته رسیدو وروسته به فرانسه څو زره سرتیري اوکرایین ته واستوي".
بل پلو، هوکړه شوې چې په پاریس کې د امریکا، اوکرایین او د اروپايي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ یو مرکز جوړ شي.
د اوکرایین لویدیز متحدین پرون په پاریس کې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د څلور کلنې جګړې د پایته رسیدو پر لارو چارو د خبرو په موخه راټول شوي وو.
په دې ناسته کې چې نن چهارشنبې به هم دوام وکړي، د اوکرایین په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د هغه زوم جیرید کوشنر هم ګډون لري.
ټرمپ؛ ونزویلا به امریکا ته له ۳۰ تر۵۰ بشکوو تحریمي تیل ورکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ونزویلا موقت حکومت به له ۳۰ څخه تر ۵۰میلیونو بشکوو "تحریمي تیل" امریکا ته ورکړي.
ټرمپ پرون سه شنبې ناوخته د (جنوري۶مه) پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروټ کې لیکلي،"دغه تیل به د بازار په نرخ خرڅیږي او عواید به يې د امریکا په واک کې وي، څو اطمنیان ترلاسه شي چې د دغو تیلو د خرڅلاو له کبله د ونزویلا او امریکا خلکو ته ګټه رسیږي".
هغه وړاندې د امریکا د انرژۍ له وزیر کریس رایت څخه غوښتي چې دغه طرحه ژر تر ژر پلي کړي.
د هغه په ټکو، دغه تیل دې په کښتو کې دخیزه او مستقیما دې د امریکا بندرونو ته انتقال شي.
امریکا د تیرې شنبې په ورځ پر ونزویلا برید وکړ او د دې هېواد پرزول شوی ولسمشر يې د مخدره مواد د قاچاق او ورته نورو جرایم په تور امریکا ته انتقال کړو.
له دې عملیاتو وروسته ټرمپ ویلي چې هغه د ونزویلا د موقت حکومت مشري پر غاړه لري.
ټرمپ له دې وړاندې ویلي و چې امریکا به په ونزویلا کې د تیلو د لویو شرکتونو او زیروبناو په جوړولو کې په میلیاردونو ډالر پانګونه وکړي.
هر بشکه تیل ۱۵۹ لیتره تیل کیږي.
ټرمپ؛ د ګرینلنډ د نیولو په موخه د پوځي اقدام په ګډون په نورو لارو چارو غور کوو
سپینه ماڼې وايي، "ولسمشر ټرمپ د ګرینلنډ د ترلاسه کولو لپاره د پوځي اقدام په ګډون په نورو لارو چارو غور کوي".
د سپینې ماڼې ویاندې کارولین لیویت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي،"د ګرینلنډ ترلاسه کول د امریکا د ملي امنیت او ولسمشر ټرمپ لپاره مهم اولویت دی".
د هغې په ټکو، د ګرینلنډ په کنټرول سره د روسیې او چین د نفوذ مخه نیول کیدای شي.
هغې وړاندې وویل، ولسمشر او کاري ټیم يې په داسې لارو چارو غور کوي چې امریکا دغې مهمې موخې ته ورسوي.
د هغې په ټکو،"البته چې پوځي اقدام یو له هغوو لارو ده چې امریکا يې په لاس کې لري".
له وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې ویلي،" ټرمپ غواړي له ډنمارک څخه ګرینلنډ وپیري او د دې سیمې د نیولو تهدید د برید په مانا نه دی".
ډنمارک خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا په زور د ګرینلنډ نیول د ناټو سازمان او د ډنمارک او امریکا ترمنځ د ۸۰کلونو اړیکو د پای په مانا دی.
د ناټو سازمان د ټرون د پنځې مادې له مخې، د دې سازمان غړي هېوادونه اړ دي چې په ګډه له یو بل دفاع وکړي.
د ګرینلنډ صدراعظم تاکید کړی چې دا ټاپو د پیر لپاره نه دی او یوازې اوسیدنکي يې د برخلیک ټاکلو حق لري.
ګرینلنډ چې په نړۍ کې یو له لویو ټاپوګانو څخه شاوخوا ۵۷زره کسان په ژوند کوي، دغه خودمختار ټاپو په ډنمارک پورې اړه لري.
دغه ټاپو چې د اطلس سنمدر او شمالي قطب ترمنځ واقع دی، نایابه طبیعي سرچینې په کې دي.