۲۰۲۱م زیږدیز کال د افغانستان لپاره له بېلابېلو په تېره امنیتي پلوه له تحوله ډک کال وو.
په افغانستان کې جمهوري نظام وپرځېد او واک طالبانو ترلاسه کړ.
که څه هم د پخواني حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ ورځنی جنګ اوس نشته او له دې امله مرګ ژوبله درېدلې، خو افغانستان او افغانان لا هم په امن کې نه دي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګه چې له کلونو راهیسې افغانستان کې د خونړیو بریدونو مسوولیت مني لا په دغه هېواد کې فعاله ده.
دې ډلې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په کابل هوايي ډګر، سردار داوود خان روغتون او په کندز او کندهار کې د شیعه ګانو په جوماتونو خونړي بریدونه کړي دي چې په کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي د داعش خراسان څانګې پر فعالیتونو او ورسره تړلیو اندېښنو باندې له څېړونکي او د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له مسوول حکمت الله اعظمي سره خبرې کړي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:
-
صفيالله ستانکزی
صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ