د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۵

یو کې ډېفېنس ژورنال: ایا د جنګسالارانو عمدي کمزوري کول د افغانستان د سقوط لامل شو؟

ارشیف، یو شمېر افغان جنګیالي
ارشیف، یو شمېر افغان جنګیالي
  • یو کې ډېفېنس ژورنال

د بریتانیا دفاعي مجلې 'یو کې ډېفېنس' ژورنال په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې ایا د جنګسالارانو عمدي کمزوري کول د افغانستان د سقوط لامل شو که څنګه؟

په دې مقاله کې راغلي چې که څه هم ۲۰۲۱ کال تېر شو، خو افغانان به د اګسټ ۱۵مه او تر هغه راوروسته پېښې چې افغانستان سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل هېڅکله هېر نه‌کړي.

یو کې ډېفېنس ژورنال د مقالې په منځ کې د خپلې پوښتنې د ځوابولو هڅه کړې په دې ترتیب چې ګواکې د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني ټیم د طالبانو ضد او د جمهوریت پلویو جنګسالارانو د کمزوري کولو هڅې کولې.

مقاله کې دا ادعا هم راغلې چې د ارګ ټیم دا کسان د اقتدار لپاره ننګوونکي بلل.

یو کې ډېفېنس ژورنال لیکلي چې د ارګ ټیم دا جنګسالاران له موقفونو وپرځول، له دولتي ادارو او منسبونو یې وشړل او د واکمنۍ فرصتونه‌یې ځینې واخیستل.

دا خپرونه وايي چې که څه هم ارګ دا کسان لیرې کړل، خو دوی بیا هم د طالبانو ضد جبهې لویه برخه جوړوله او تشه‌یې هغه وخت معلومه شوه چې کله د ۲۰۲۱ کال په پای موسم کې یوه پاڅون ته اړتیا وه.

یو کې ډېفېنس ژورنال بیا وړاندې د جمهوریت د چټک سقوط یو بل عامل د طالبانو تګلاره هم بللې چې په خبره‌یې مهمه ده او باید له پامه ونه‌غورځول شي.

هماغه پخوانۍ فرضیه چې [افغانان سره ووېشئ او واک پرې وکړئ.]

  • ګارډین

بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین په کابل کې د شرابو پر ضد د طالبانو د وروستي اقدام په اړه یو راپور خپور کړی دی.

راپور وايي، په دې وروستیو کې د طالبانو د استخباراتي چارواکو یوې ډلې شااوخوا ۳،۰۰۰ لیتره شراب د کابل په یوه رود کې توی کړل.

ویل کېږي چې دا د شرابو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره د طالبانو د وروستي اقدام یوه برخه ده.

د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شراب پلورنې پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یې درې تنه شراب پلورونکي نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د الکول پلور او مصرف حتی د لوېدیځ له ملاتړ برخه‌من تېر رژیم کې هم ممنوع وو.

خو مقالې زیاته کړې چې طالبان بیا له شرابو سره لا کلک مخالفت پالي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG