د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي بریدګر د هویت په اړه نړیوالې تبصرې


ارشیف، د کابل هوايي ډګر ته ور ټول خلک
ارشیف، د کابل هوايي ډګر ته ور ټول خلک
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده چې د امریکا پوځ د کابل پر هوايي ډګر په برید کې پر ښکېلې داعش ډلې تمرکز کوي.

په کابل کې وروستی ځانمرګی برید د طالبانو د یوې غونډې مخې ته وشو او شااوخوا څلور میاشتې وړاندې په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شااوخوا ۲۰۰ کسان ووژل شول.

په مقاله کې وروسته راغلي چې له اسلامي دولت یا داعش ډلې سره اړوندې خراسان ولایت څانګې دا حمله کوونکی عبدالرحمان لوګری معرفي کړی وو.

د نیویارک ټایمز په دې مقاله کې راغلي چې لوګری امریکایانو ته ناشناخته نه وو.

په دې مقاله کې راغلي چې په ۲۰۱۷م کال کې د امریکا استخباراتي ادارې 'سي.ای.اې' د هند اطلاعاتي چارواکو ته حال ورکړی وو چې لوګری په نوي ډلي کې بمي حمله کول غواړي.

وروسته ویل شوي چې هندي چارواکو هغه حمله خنثی کړه او لوګری یې سي اي اې ته په لاس ورکړ او دې سازمان هغه د افغانستان د بګرام هوایي اډې په پروان زندان کې بندي کړ.

په دې مقاله کې راغلي چې دی هلته تر هغه وخته پاتې شو چې د کابل تر سقوط وروسته ګډوډي رامنځته شوه او له زندانه راخوشې شو.

  • نیویارک پوسټ

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی چې امریکا د هغه ځانمرګي حملې بریدګر وپېژانده چې په افغانستان کې د ملکیانو او سرتیرو په قتل عام کې یې لاس درلود.

په مقاله کې راغلي چې دا تروریست کس یو وخت محصل وو او طالبانو هغه له زندانه راخوشې کړ.

په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان بېلابېلې سیمې تر خپل واک لاندې کولې، د زندانونو دروازې يې هم پرانېستلې.

د نیویارک پوسټ په مقاله کې راغلي چې په دغو زندانونو کې هم د طالبانو او هم د داعش ډلې غړي بندیان وو.

په افغانستان کې د داعش جګړه ماران هم له طالبانو او هم له امریکا سره مخالفت لري.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG