د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

نړۍ

د عراق پارلمان د جنورۍ میاشتې پر نهمه پرانیستل کېږي

ارشیف، د عراق پارلمان
ارشیف، د عراق پارلمان

ټاکل شوې د عراق پارلمان د جنورۍ میاشتې پر نهمه پرانیستل شي.

دا به وروسته له هغې چې په اکټوبر میاشت کې د پارلمان لپاره وکیلان وټاکل شول، لومړی وار وي چې پارلمان خپله جلسه کوي.

په عراق کې چې ګڼ قومونه په‌کې ژوند کوي او په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا په رهبرۍ له یرغل راهیسې چې په نتیجه کې یې پخوانی دیکتاتور صدام حسین له واک څخه وپرځول شو، د حکومت پر تشکیل پېچلې مذاکرې کېږي او د اکټوبر د ۱۰مې تر پارلماني ټاکنو وروسته پارلمان درې میاشتې وروسته د وفادارۍ لوړه کوي.

د عراق ولسمشر برهم صالح په یوه اعلامیه کې وویل، یو فرمان‌یې لاسلیک کړ چې نوی پارلمان به د جنورۍ پر نهمه خپله لومړۍ جلسه وکړي.

د ۳۲۹ وکیلانو له ډلې به تر ټولو د زیات عمر لرونکی، د لومړۍ جلسې مشري کوي او پارلمان د خپل رئیس د ټاکلو لپاره ۳۰ ورځې وخت لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ایرانۍ کښتۍ جنوبي نیمې کُرې ته اوښتې

ارشیف: یوه ایرانۍ کښتۍ
ارشیف: یوه ایرانۍ کښتۍ

د ایران یوه جنګي کښتۍ چې په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ده، د لومړي وار لپاره له استوايي کرښې څخه جنوبي نیمې کُرې ته واوښته.

د ایران دولتي راډیو پرون شنبه دا خبر ورکړ، خو د "شهید مهدوي" په نوم یې د دې کانټینري کښتۍ موقعیت افشا نه کړ.

د ایران سپاه پاسداران له دغې کښتۍ چې د پوځي استفادې لپاره مجهزه شوې، تر یوه کال وروسته پرده پورته کړه.

ظاهراً دا لومړی ځل دی چې ایران د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ په دغسې یوه اوږده ماموریت لېږل کېږي.

ایراني ځواکونو په فبروري میاشت کې یو منځ‌واټنه توغندی د لومړي وار لپاره وازمایه، چې کولی شي ۱۷۰۰ کیلومتره مزل وکړي.

د جرمني پولیسو د فلسطینیانو په پلوي د مظاهرو له ځپلو وروسته ګڼې جنايي دوسیې پیل کړي

ارشیف: په جرمني کې د فلسطینیانو په پلوۍ د یوه لاریون انځور
ارشیف: په جرمني کې د فلسطینیانو په پلوۍ د یوه لاریون انځور

د جرمني په پلازمېنه برلین کې پولیسو په هومبولټ پوهنتون کې د فلسطینیانو په پلوي د رابلل شویو مظاهرو له ځپلو وروسته، ګڼې جنايي دوسیې پیل کړي دي.

د جرمني پولیسو پرون اعلان وکړ چې په ټوله کې د جمعې له ورځې ۳۸ اعتراض کوونکي نیول شوي او ۳۷ جنايي دوسیې پرانیستل شوي چې په هغو کې د قانون د تنفیذ د مامورانو خلاف احتمالي تحریک هم شامل دی.

اعتراض کوونکو د جمعې په ورځ شعار ورکاوه چې له سمندره تر سینده، فلسطین به ازاد شي.

دا هغه لانجمن عبارت دی چې د برلین پولیسو هڅه وکړه، هغه د یهودانو ضد جملې سره ډلبندي کړي.

برازیل کې سېلابونه او ځمکې ښویېدنې يېښه؛ د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد

په برازیل کې د راوتلو سېلابونو یو انځور
په برازیل کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د برازیل په جنوب کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۵۶ ته پورته شو.

چارواکي وايي، ۶۷ نور کسان تري تم دي.

د دغه هېواد د ملکي دفاع ادارې پرون شنبه وویل، چې په ریو ګراندي دو سول (Rio Grande do Sul) ایالت کې د اوبو سطحه لوړه شوې او د اوبو بندونو ته یې خطر پېښ کړی دی.

په دغه ایالت کې چارواکي هڅه کوي، خلک له زیانګالو سیمو، خوندي ځایونو ته تخلیه کړي.

له تېرې دوشنبې څه باندې ۲۴زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

طالبانو په جوزجان کې پر دوو کسانو د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د جوزجان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د جوزجان ولایت موقعیت

د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې په جوزجان ولایت کې په عام محضر کې پر دوو کسانو د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی دی.

دغې محکمې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې پر دغو کسانو د غلا په تور د قوشتېپې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم له مخې دا حکم تطبیق شو.

وړاندې لیکلي چې یو تن په ۲۲ دُرو وهلو او یو کال تنفیذي بند او دویم تن په ۱۵ دُرو وهلو محکوم شو.

دغې محکمې پرون د پکتیکا ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې هم پر یوه کس، د هغه څه په تور چې محکمې اخلاقي فساد بللی، په عام محضر کې د ۳۰ دُرو وهلو د سزا د تطبیق خبر ورکړی.

طالبانو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړي دي.

د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د ګڼو بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي، ځکه دغه ادارې د محاکمو د شفافیت په باب اندېښنې لري او وايي په اکثرو مواردو کې تورن کسان د مدافع وکیل د لرلو له حق هم محروم دي.

روسیې د زیلینسکي نوم د تعقیب لاندې کسانو په نوملړ کې ورزیات کړی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د روسیې د کورنیو چارو وزارت د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نوم د تعقیب لاندې کسانو په نوملړ کې ورزیات کړی دی.

د روسيې رسنیو نن راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت د زیلینسکي پر ضد جنایي دوسیه جوړه کړې او نوموړی یې تر تعقیب لاندې اعلان کړی دی.

په دې دوسیه کې پر زیلینسکي د لګېدلو تورونو جزییات نه دي څرګند شوي.

زیلینسکي چې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې د روسیې د اشغال له پیله د اوکراین د جګړې مشري کړې، د روسیې په هغه اوږده لېست کې راغلی چې د ختیځې او مرکزي اروپا د هېوادونو د مشرانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو چارواکو نومونه هم په‌کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو په قضیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم ورکړ.

چمن کې پر معترضانو د پاکستاني ځواکونو ډزې؛ ۴ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان دي

په چمن کې د پرلت کوونکو د اعتراضیه غونډې یو انځور
په چمن کې د پرلت کوونکو د اعتراضیه غونډې یو انځور

په چمن کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو لسګونه معترضان چې پرلته یې وهلی و، مړه او ټپیان شوي دي.

د پرلت ویاند صادق اڅکزي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د ملېشه ځواکونو په ډزو څلور تنه وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان دي.

د هغه په وینا معترضان د غرمې ډوډۍ ته تللي وو چې ملېشه ځواکونو د پرلت پر کمپ برید وکړ او خیمې یې وروسوځولې.

اڅکزی وايي، کله چې دوی خپل ځای ته ستانه شول نو ملېشو ډزې وکړې.

عیني شاهدانو ویلي چې د پرلتوالو کمپ او خیمې یې سوځېدلې او زیاتوي چې له پېښې وروسته د چمن سیمې اوسېدونکي کمپ ته نژدې راټول شول، د حکومت پر ضد شعارونه یې ورکړل او د چمن کوټې لویه لاره یې وتړله.

د کوټې د ملېشه ځواکونو ویاند مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې ادعاوو په اړه معلومات راغونډوي.

وروسته له دې چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۲۱مې راهیسې لسګونه کسانو د چمن سپین بولدک پر لاره پر ازاد تګ راتګ د پاکستان د محدودودیتونو پرضد پرلت پیل کړ چې تراوسه پورې روان دی.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکې: غزه کې پوره قحطي راغلې ده

د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

د ملګرو ملتونو یوه چارواکې وايي د اسراییلو په عملیاتو کې په ځپل شوې غزه کې اوس پوره قحطي راغلې ده.

غزه له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د درنو جګړو او د اسراییل له خوا د فلسطینیانو قلمرو ته پر خوراکي موادو د سختو محدودیتونو له کبله له ډېر سخت ناورین سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې سیندي مککېن لومړنۍ نړیواله مخکښه مشره وه چې په لومړي ځل یې وویل د غزې هغه اوسېدونکي چې د کلابندې ترټولو بد حالت کې راګېر دي د قحطۍ حالت ته نژدې شوې دي.

مېرمن مککېن پرون له NBC ټلویزیون سره په مرکه کې چې سبا یکشبنې خپرېږي وویل چې په غزه کې وحشت روان دی، په شمال کې یې قحطي راغلې او دا قحطي د جنوب خوا ته هم روانه ده.

بل خوا د حماس د مرکچیانو پلاوی د اوربند لپاره د اسراییل د طرحې په اړه د خبرو لپاره مصر ته رسېدلی.

د مصر دولتي آژانس القاهره نیوز د جګپوړو چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی، راپور ورکړی چې وايي، د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني او اسراییل ترمنځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

فرانسه ویتنام کې د هغې جګړې یاد غونډې ته بلل شوې چې د استعماري ځواک د پای ته رسېدو سبب یې شو

د فرانسې مشهور نښان( ایفل برج)
د فرانسې مشهور نښان( ایفل برج)

فرانسه د لومړي ځل لپاره په ویتنام کې د هغې جګړې یاد غونډې ته بلل شوې چې په نتیجه کې یې په هندو چین سیمه کې د فرانسې استعماري ځواک پای ته ورسېد.

پاریس پرون خبر ورکړ چې دفاع وزیر سیباستیان لیسورنو به راروانه اوونۍ د دین بین پو Dien Bien Phu د جګړې د اویایمې کلیزې په یاد غونډه کې د فرانسې استازیتوب وکړي.

د فرانسې دفاع وزارت ویلي دا چې ویتنام د لومړي ځل لپاره فرانسه دې مراسمو ته بولي ښيي چې دا هېواد غواړي د راتلونکي لپاره له فرانسې سره ښه اړیکي وپالي.

دین بین پو په ۱۹۵۴م کال کې د ویتنام په شمال کې د ویتنام د کمونیست پوځ پرضد د هغې مشهورې جګړې ډګر و چې په هندوچین کې یې د فرانسې استعماري واکمني پای ته ورسوله.

حماس ډلې قاهرې ته د خپل یوه پلاوي د سفر خبر تایید کړ

اسماعیل مشعل - د حماس ډلې مشر
اسماعیل مشعل - د حماس ډلې مشر

حماس ډله وايي چې پلاوی یې نن قاهرې ته ځي څو په غزه کې د اوربند په اړه خبرې بیا پیل کړي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که اسراییل هسې چې ګواښ یې کړی دی پر رفح ښار پوځي عملیات وکړي نو د وینو ویالې به وبهېږي.

بهرني منځګړي منتظر دي چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د اسراییلي برمته وو د خوشې کېدو په بدل کې د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو او په غزه کې د ۴۰ ورځني اوربند لپاره د اسراییلو طرحې ته څه ځواب وايي.

د دواړو خواوو ترمنځ خبرې چې له څو میاشتو راهیسې پیل شوي په غزه کې د دایمي اوربند لپاره د حماس د غوښتنې او د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د هغې ژمنې له کبله بې نتیجې پاتې دي چې وايي، له رفح کې څخه به د حماس ډلې جرړې وباسي.

پاکستان یو تورن سخت دریځی ناروې ته سپارلی

د پاکستان بیرغ
د پاکستان بیرغ

پاکستان د ناروې په پلازمېنه کې په ډزو تورن، یو مشکوک سختدریځی د ناروې دولت ته سپارلی دی.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې ۴۶ کلن عرفان بتي چې په ناروې کې اوسېده او د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې په ناروې کې د ډزو د پېښې د پلان په تنظیمولو تورن دی له دې پېښې مخکې له ناروې څخه پاکستان ته تللی و.

بتي په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او مخکې یې هم ناروې ته د ده د سپارلو له پرېکړې سره مخالفت ښودلی و.

په اوسلو کې د ډزو د قضیې اصلي تورن ایرانی وګړی ۴۴ کلن زنیار متاپور دی چې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې یې د دوو بارونو مخې ته ډزې وکړې. په دې پېښه کې دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

متاپور خپل جرم نه دی منلی.

که څه هم ناروې او پاکستان د تورنو د استرداد موافقه نه ده کړې، خو بیاهم د بتي د سپارلو په مسئله کې اسلام آباد د اوسلو غوښتنه ومنله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG