د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

هغه زیان چې افغانستان ته رسیدلی ډېر ژر جبران کیدای شي؟


د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د واشنګټن په ملي- دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د واشنګټن په ملي- دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د واشنګټن په ملي- دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي په دې باور دی چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۱ کال رامنځته شوېو سیاسي، امنیتي او اقتصادي تحولاتو، سیمه او نړۍ له یوه نوي وضعیت سره مخامخ کړې.

ښاغلي جلالي وایي، که طالبان غواړي چې کورنۍ او نړیوال مشروعیت خپل کړي نو باید د هغو منل شوېو نورمونو چې کورني او نړیوال مشروعیت ته زمینه برابروي، درناوی وکړي.

د ازادي راډیو خبریال له ښاغلي جلالي څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې روان ۲۰۲۱ میلادي کال په ختمېدو دی، په دې کال د افغانستان پخوانی حکومت، جمهوري نظام چې په کوردننه او د نړیوالو د نژدې شلو کلونو هڅو په نتیجه کې نسبي محکم شوی و، له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم ړنګ شو او طالبان بیا پر افغانستان واکمنان شول، ایا هغه زیان چې له امنیتي، سیاسي او اقتصادي پلوه دې هېواد ته رسیدلی، ډېر ژر جبران کیدای شي؟

دا مره د لاندې لېنک په کېکاږولو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:13 0:00

XS
SM
MD
LG