د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۵۹

داوودزی: اشرف غني اقتصادي تنګسې سره د طالبانو د مخ کېدو یادونه کړې وه


د افغانستان د جمهوري دولت یو پخوانی چارواکی عمر داوودزی
د افغانستان د جمهوري دولت یو پخوانی چارواکی عمر داوودزی

د افغانستان د جمهوري دولت یو پخوانی چارواکی عمر داوودزی وايي، د افغانستان وروستي ولسمشر اشرف غني د تېرکال په دسمبر کې د حکومت د پرزېدو او له اقتصادي تنګسې سره د طالبانو د مخامخېدو یادونه کړې وه.

ښاغلي داوودزي د افغانستان د وروستي ولسمشر اشرف غني د سولې په چارو کې د لوی سلاکار او د پاکستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه کار کړی او د حامد کرزي په حکومت کې یې د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده لرله.

ښاغلی داوودزی اوس په متحده عربي اماراتو کې دی. له ده سره د ازادي راډیو خبریال عصمت څاروان مفصله مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتنه کړې؛ ویل کېږي چې د کابل تر سقوط وړاندې موافقه شوې وه چې طالبان به کابل ته نه ننوځي، موقت یا ګډ حکومت به جوړېږي او بیا به طالبان کابل ته ځي، دا جوړجاړی د چا ترمنځ شوی و؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:45 0:00
XS
SM
MD
LG