د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

ډېلي مېل: اسلامي نړۍله بې وزله افغانستان سره د مرستو لپاره یو موټی شو


ارشیف، د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته
ارشیف، د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته

ګڼو ورځپاڼو د اسلام اباد په کوربه توب د افغانستان د بشري بحران د ختمولو په لارو چارو باندې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناستې تمرکز کړی دی.

  • ډېلي مېل

له دې ډلې د ډېلي مېل په خپره شوې مقاله کې راغلي چې اسلامي نړۍ له بې وزله افغانستان سره د مرستو لپاره یو موټی شو.

ډېلي مېل په دې مقاله کې د 'او.ای.سي' د فوق العاده غونډې د اکثرو ویناوالو عمده پیغام هغه خبرداری بللی چې که له افغانانو سره مرستې ونه شي ټولې سیمې باندې به ناوړه اغېزې ولري.

افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.

ګڼې بهرنۍ مرستې درېدلي او د دغه هېواد نږدې لس میلیارده شتمني بهر کنګل شوې چې ورسره د اړمنو افغانانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ۲۳ میلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د ډېلي مېل په دې مقاله کې زیاته شوې چې د طالبانو په څلورو میاشتو واکمنۍ کې نجونې له لوړو زده کړو محرومې دي او ښځینه کار کوونکې په کور کېنول شوي دي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د دې ناستې د اصلي کوربه شاه محمود قریشي او ګڼو نورو وینا والو هغه خبرو ته هم اشاره شوې چې د طالبانو حکومت باید د بشري حقونو او تعلیم په څېر په ګڼو مسالو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه ومني.

لویدیځوالو خپلې ګڼې مرستې د نجونو او ښځو په حقونو، تعلیم او بشري مسالو پورې تړلي هغه څه چې که څه هم طالبان یې د پوره کولو ژمنې کوي خو عملاً یې څرک نه لګېږي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په کابل کې د پاسپورټ ریاست مخ ته د سلګونو کسانو په ورټولېدو یوه مقاله خپره کړې چې په سړه هوا کې یې د پاسپورټ د اخیستلو لپاره مراجعه کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه سلګونه کسان وروسته له هغه د پاسپورټ ریاست ته ورغلل چې دغه ریاست په کابل کې د پاسپورټونو د ویش بهیر بېرته پيل کړ.

ګارډین لیکلي، د پاسپورټ د متقاضیانو له ډلې یو شمېر د تداوۍ لپاره بهر روان دي او ځینې یې د طالبانو له واکمنۍ د تېښتې په خاطر منډې ترړې کوي.

د طالبانو کسان نه پریږدي چې د پاسپورټ متقاضیان له لیکو ووځي یا ګډوډي رامنځته کړي.

ګارډین د طالبانو د غړو اندېښنې هم راخیستي چې د خلکو په ټولېدو دوی اندېښنه لري چې داسې نه شي چاودنه یا کوم برید وشي.

ورځپاڼې د شپږویشت کلنې مرسل رسولي خبرې راخیستي چې د ژمي په سړه هوا کې یې خپله وړه لور په غېږې کلکه نیولې او وايي چې وضعه هېڅ ښه نه ده.

د مرسل په حواله زیاته شوې چې که خلک پاسپورټونه ولري کولای شي د وضعې په لا زیاتې خرابېدو سره له هېواده ووځي.

د ګارډین په دې مقاله کې د پاسپورټ اخیستلو ته د خلکو بېړه له هغه بشري او اقتصادي ناورین سره تړلې بلل شوې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره رامنځته شوې.

ګارډین لیکلي:

د همدې بشري بحران د ځوابولو لپاره هلته په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیران سره ټول شوي وو، څو له اړمنو افغانانو سره د مرستو لارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG