د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

انډیپینډنټ: اسلامي هېوادونه هڅه کوي نړۍ کې د طالب واکمنانو تصویر سم وبرېښوي


ارشیف، طالب مشران
ارشیف، طالب مشران
  • انډیپینډنټ

د بریتانیا انډیپینډنټ ورځپاڼې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د کنفرانس په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د اسلامي همکارۍ سازمان د دې کنفرانس چې نن د پاکستان په کوربه توب جوړېږي، سعودي عربستان وړاندیز کړی و.

ورځپاڼه وايي، پاکستان له اقتصادي سقوطه د افغانستان د ژغورلو او د بشري مرستو د ټولولو لپاره پر اسلامي هېوادونو اتکا کړې او په عین حال کې هڅه کوي چې نړۍ کې د طالبانو د نویو واکمنانو تصویر سم وبرېښوي.

په دې کنفرانس کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو یو شمېر وزیران هم ګډون کوي.

اندیپینډنټ ورځپاڼې لیکلي، نړیوالې ټولنې د طالبانو پر حکومت بندیزونه لګولي او د پاکستان په شمول اسلامي هېوادونو چې نن په اسلام اباد کې غونډه کوي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې اسلامي هېوادونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو غوښتنه نه کوي بلکې غواړي چې هېوادونه له طالبانو سره تعامل وکړي.

ده د نن ورځې غونډې ته په یوه پیغام کې ویلي:"لطفاً افغانستان ته شا مه اړوئ، لطفاً ورسره تماس ولرئ، موږ د افغانستان د خلکو خبره کوو، نه د کومې ځانګړې ډلې، موږ د افغانستان د خلکو په فکر کې یوو."

قریشي دا هم ویلي چې د اسلام اباد نننۍ یو ورځنۍ غونډې ته به د امریکا متحد ایالاتونه، روسیه، چین او اروپايي اتحادیه د افغانستان لپاره خپل ځانګړي استازي واستوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون اسلام اباد ته ورسېد چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

  • مېل

د بریتانیا بلې ورځپاڼې مېل بیا په کابل کې د پاسپورټ دفتر د بیا پرانېستل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا دفتر د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د یوې مودې لپاره په داسې حال کې بند و چې د کابل ډېر شمېر ښاریانو بهر ته د وتلو لپاره پاسپورټ ته اړتیا لرله.

خو د اکتوبر په میاشت کې یې د لنډ وخت لپاره پرانېست. وروسته د پاسپورټ ريیس وویل چې د تخنیکي ستونزو له کبله تر یوې مودې دا دفتر بندوي، خو په یو شمېر ولایتونو کې یې د پاسپورټ دفترونه پرانېستل.

ټاکل شوې ده چې نن دا دفتر بیا پرانیستل شي او یو وار بیا د پخوا په شان پرې د زرګونو کسانو ګڼه ګوڼه جوړه شي.

د پاسپورټ د دفتر رييس علم کل حقاني ویلي چې اوس ټولې تخنیکي ستونزې حل شوي دي او په لومړي پړاو کې به هغو کسانو ته پاسپورټ ورکړل شي چې د دغه دفتر تر بندېدو مخکې یې غوښتنلیکونه ورسپارلي دي، خو نوي غوښتنلیکونه به د جنورۍ له لسمې وروسته مني.

د پاسپورټ د دفتر د بندېدو له کبله نه یوازې هغه افغانان چې د امنیتي اندېښنو له کبله بهر ته ځي بلکې زرګونه نور چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، منتظر پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG