د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۴

ګارډین: د برتېش کونسل نږدې ۱۰۰ پخواني غړي په افغانستان کې پاتې دي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د برتېش کونسل نږدې ۱۰۰ پخواني غړي په افغانستان کې دي او هلته‌یې ځانونه پټ کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا هغه کسان دي چې د بریتانیا په ارزښتونو او انګلیسي ژبه‌یې خلک پوهول، خو د بریتانیایي چارواکو له لوري تر اوسه د دوی دا غوښتنه نه‌ده منل شوې چې بریتانیا ته راشي.

ګارډین وړاندې لیکي، په افغانستان کې د برتېش کونسل پخواني مسؤل جوزف سیتون د بریتانیا د کابینې غړو ته په یوه لیک کې لیکلي دي چې دا کسان باید بریتانیا ته راشي، خو د ده په وینا له څو میاشتو راهیسې د ده غوښتنې ته ځواب نه‌دی ویل شوی.

جوزف سیتون ګارډین ته وویل چې دا کسان په افغانستان کې په وېره او ډار کې ژوند کوي او د بریتانیا حکومت چې تل به‌یې ویل چې دا کسان داسې دي لکه د بریتانیا د حکومت مأمورین، خو اوس‌یې غم نه‌خوري.

سیتون د دې کسانو په اړه وروسته په سپټمبر کې صدراعظم بورېس جانسون ته هم یو اېمېل استولی و او ورته لیکلي یې و چې د دې کسانو کورونو ته طالبان د تلاشیو لپاره ورغلي او ژوند یې په خطر کې دی.

  • اېفنېنګ سټنډرډ

ایفنینګ سټنډرډ ورځپاڼې بیا د یو شمېر هغو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې ده چې له افغانستانه په وروستیو کې بریتانیا ته رسېدلي دي.

دا ورځپاڼه د پنجشنبې د ورځې په ګڼه کې لیکي، د بریتانیا شهزاده چارلس د لندن په لوېدیځ کې د ګرینفال ټاور په ماڼۍ کې له اوسېدونکو افغان کډوالو سره له نږدې ولیدل او د کرسمس د شپو ورځو په ویاړ یې هلته له افغانانو او یو شمېر نورو کډوالو سره د خوراکي موادو مرسته وکړه.

  • هیل

د لوېدیځ بله ورځپاڼه هیل لیکي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر غواړي د امریکا د افتخار عالي مډال هغو درېیو پوځیانو ته ورکړي چې په افغانستان او عراق کې یې دندې ترسره کړې دي.

ټاکل شوې ده چې دا مډالونه دغو کسانو ته د ډسمبر په ۱۶مه وسپارل شي.

دا خبره بلې امریکایۍ ورځپانې واشنګټن پوسټ هم د څلورو اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا تأیید کړې ده، خو دې چارواکو په دې شرط دا خبره کړې ده چې نومونه به‌یې نه‌اخلي.

هیل لیکي، تر اوسه سپینې ماڼۍ په دې اړه څه تبصره نه‌ده کړې، خو دا ورځپاڼه څرګندوي چې یو مډال به د پوملي په نوم هغه پوځي ته ځانګړی شي چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د یوه ټپي عسکر ژوند هغه مهال وژغوره چې طالبانو په غزني کې د امریکايي پوځیانو پر اډې برید وکړ. دا کس په ۲۰۱۶ کال کې هم دې جایزې ته کاندید و، خو بیا د بل پوځي په برخه شوه.

د ورځپاڼې په باور دوه نور پوځیان چې د امریکا د ویاړ په مډال به په غیاب کې احتمالاً ونازل شي یو یې په ۲۰۰۵ کال په عراق کې وژل شوی، بل‌یې سیلز نومېږي چې په افغانستان او عراق کې یې په جګړو کې برخه اخیستې وه او بیا په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ووژل شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG