د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د 'هیلري کلېنټن' جایزه افغانستان کې دننه مېرمنو ته څه ورکوي؟


د افغانستان د ښځو د روزنې د مرکز مشره پلوشه حسن
د افغانستان د ښځو د روزنې د مرکز مشره پلوشه حسن

د افغانستان د ښځو د روزنې د مرکز مشرې پلوشې حسن ته د لیندۍ په ۱۵مه د هیلري کلېنټن جایزه ورکړل شوه.

اغلې حسن سږنۍ جایزه، د ښځو د حقونو او د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو په خاطر ترلاسه کړې ده.

د جورج ټاون انسټیټیوټ د بیان له مخې دا کلنۍ جایزه هغو مخکښو ښځو ته ورکول کېږي چې د سوله‌ییزې نړۍ لپاره د ښځو د رول د اهمیت په برخه کې یې د پام وړ کار کړی وي.

له روسیې، مکسیکو، زېمبابوې او چین څخه څلور نورې ښځې هم د دې جایزې ګټونکې پېژندل شوې دي.

د دې جایزه اهمیت په څه کې دی او ولې د افغان ښځو په استازیتوب د افغان ښځو د روزنې د مرکز رییسې ته ورکړل شوه؟

د ازادي راډیو خبریال احمدتکل له پلوشې حسن سره په مرکه کې دا پوښتنې کړې دي.

اغلې حسن په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې دا جایزه په افغانستان کې دننه مېرمنو ته څه ورکوي؟

دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:59 0:00

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG