د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

د بحران ګروپ ته د امریکا غبرګون: له نړیوالو غواړو چې افغانستان سره مرستې وکړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بحران نړیوال ګروپ د هغې غوښتنې په اړه غبرګون ښودلی چې له متحده ایالاتو یې د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادۍ غوښتنه کړې.

خو د دې وزارت ویاند نېډ پرایس که څه هم په دې اړه مشخص ځواب نه ورکوي، خو وايي، دوی هم له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د ستونزو د حل په اړه لا ډېر کار وکړي.

ښاغلی پرایس زیاتوي: "متحده ایالاتو ګام پورته کړی. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې په یو شمېر برخو کې همداسې کار وکړي. ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول د سیمې او نږدې هېوادونه چې لا یې معنی لرونکی ملاتړ نه دی کړی، باید دا کار وکړي. خلک اړتیا لري، موږ یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې هم ښودلې ده. موږ پر نړیوالې ټولنې هم غږ کوو چې د افغانانو لپاره د بشر دوستانه مرستو د کچې لوړولو لپاره خپل هوډ لوړ کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د بحران نړیوال ګروپ پرون یوه راپور کې له امریکا غوښتنه وکړه چې د کنګل شوې بانکې زېرمې څه برخه دې د ازمېښت په توګه طالبانو ته ورکړي.

د دې ګروپ په راپور کې لیکل شوي، اقتصادي بندیزونه به هغه افغانان ډېر زیانمن کړي چې له وړاندې له سختو ستونزو سره مخ دي.

راپور وايي، له افغانستان سره بېړنۍ مرستې بسنه نه کوي، بلکې هغه هېوادونه چې له طالبانو سره یې جګړه کړې، باید اوس پرېکړه وکړي چې د افغان دولت له ړنګېدو او ټولیزې لوږې د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د روغتیا، پوهنې او لومړنیو خدمتونو برخه کې مرستې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې روان بشري وضعیت د کلونو جګړې، وچکالۍ، په زور د طالبانو د واکمنېدو او د یوه مالي سیسټم د نه‌شتون پایله ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د افغانستان وضعیت ته په اشارې رسنیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو وړاندې او وروسته یې دوی ته هر څه روښانه کړي و او دا دریځ یوازې د دوی نه، بلکې د دوی د شریکانو او متحدانو له‌خوا هم طالبانو سره شریک شوی و.

امریکا او متحدانو یې طالبانو ته ویلي و، که دوی په زور په افغانستان واکمن شي، خپلې مرستې به ورسره بندې کړي.

خو نېډ پرایس وايي، دوی په کلیدي موضوعاتو یعنې د بشري حقونو، ترهګرۍ سره مبارزې، د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړولو او له افغانستان په خوندي ډول د امریکايي وګړو او متحدانو د وتو په برخه کې د طالبانو چلند ته ګوري.

خو طالبان بیا وايي، د افغانستان وضعیت ته په کتو اقتصادي او بشري مسایل باید د سیاسي موضوعاتو قرباني نه‌شي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "باید د نړۍ ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول مقتدر اقتصادي هېوادونه، له افغانانو سره سیاسي مسایل شا ته پرېږدي او په لومړي ګام کې اقتصادي او بشري مسایل رامخ‌ته کړي او په دې برخه کې له افغانانو سره مرستې وکړي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

افغانان هم دې ستونزو ته اندېښمن او په دې برخه کې ځانګړې غوښتنې لري او وايي، اړتیا ده چې د بشري ناورین د حل لپاره نړیوالو سره تعامل وشي.

د کندهار اوسېدونکی کمال الدین څپاند یې په اړه وايي: "د دې بحراني وضعیت د کنټرول لپاره اړینه ده چې د نړیوالو سره تعامل وشي، د دې وضعیت د کابو کولو لپاره متخصص کسان وګمارل شي او بېړنی پلان ورته جوړ شي."

ننګرهار مېشتی خالد سنګر بیا وايي: "افغانان اوس‌مهال بېړنیو او مخصوصو بشري مرستو ته اړتیا لري. نړیوال باید په دې برخه کې هر څه ژر لاس په کار شي، څو د یوې لویې انساني فاجعې مخه ونیول شي. "

د ملګرو ملتونو په ګډون نږدې ټولو نړیوالو بنسټونو په افغانستان د بشري ناورین په اړه له وړاندې خبرداری ورکړی او اندېښنه یې ښودلی، که مرستې و نه شي، افغانان به د تاریخ تر ټولو بد حالت وویني.

XS
SM
MD
LG