د افغانستان د مویتای لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د مویتای په نړیوالو اتلولیو کې خپل سنګاپوری سیال مات کړ.
دغه دواړه لوبغاړي نن په تایلنډ کې د مسابقې ډګر ته ښکته شول او افغان لوبغاړي په خپلې بریا سره د سیالۍ دوهم پړاو ته لاره ومونده.
د افغانستان مویتای فدراسیون ویلي چې د جهانګیر بله لوبه د جنوبي افریقا له یوه لوبغاړي سره ده او که چېرته هلته هم بریالی شي له ازبکستاني او قزاقستاني سیالانو سره به د سیالۍ رېنګ ته ښکته شي.
د مویتای په دې سیالیو کې د ۹۴ هېوادونو لوبغاړي برخه لري، خو له افغانستانه یوازې دوه لوبغاړي او یو لوبڅار ورغلي دي.