خبرونه
پېژندل شوی علمي شخصیت، عبدالرازق پالوال وفات شو
بېلابېلو فرهنګیانو او سیاستوالو د پېژندل شوي توکمپوه او ژبپوه عبدالرازق پالوال پر مړینه خواخوږي ښوولې ده.
ډاکټر عبدالرازق پالوال، چې د پوهنتون د استاد په توګه یې هم کلونه- کلونه تدریس کړی، په خپله رشته کې زیاتې څېړنې کړي، د ۸۳ کلونو په عمر وفات شو.
د هغه د کورنۍ غړو ویلي، چې جنازه به دوشنبه ماسپښین د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
د هغه اووه تحقیقي کتابونه چاپ شوي او ځینې کتابونه یې ناچاپه پاتې دي.
پېژندل شوي شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني لیکلي:
«پالوال یوازینی افغان و چې د اروپا ښه ژوند او د ښه عزت ژوند، د استادۍ ژوند او هر څه یې پرېښودل او د سُرخاب د مهاجرینو په کمپ کي یې واړول. تر هغه وخته پورې چي یې قلم په ګوتو کې نیولای سوای له لیکنې څخه یې لاس وانه خیست.»
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ولسمشر ټرمپ مرستیال له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره سویس ته ځي
تمه ده د امریکا د ولسمشر مرستیال سویس ته سفر وکړي
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې جي ډي ونیس د یکشنبې په ورځ زوریخ ته ځي.
ونیس د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته ویلي و چې هغه به په دوه ورځني سفر سویس ته لاړ شي.
د شنبې په ورځ د ایران د مذاکراتي ټیم مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي زوریخ ته رسیدلي وو.
د راپورونو له مخې، د امریکا د مذاکراتي ټیم بل غړی سټیو ویتکاف او د ولسمشر زوم هم په زوریخ کې دي.
تمه ده د امریکا او ایران ترمنځ د سولې مذاکرات دا ځل په سویس کې ترسره شي.
د هند د کریکټ ملي لوبډلې په ۹ویکټو افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هند د کریکټ ملي لوبډلې په دریمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او هند د کریکټ لوبډلو ترمنځ په یو ورځنۍ لوبه افغانستان کې د ټاس له ګټلو وروسته بیټنګ وکړ چې په ۴۴ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره واتونید هند ته ۲۱۸ منډې هدف ورکړي.
خو د هند لوبډلې په ۲۸م اوور کې ۲۲۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
این سومین دور از مسابقات یک روزه بود که میان افغانستان و هند برگزار شده بود.
دا د افغانستان او هند د کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو دریمه لوبه وه.
هند د ټورنمنټ مخکیني دوه لوبې ګټلي وې او د دې لوبې په ګټلو سره يې دا لړۍ وګټله.
د هرات په یو صنعتی ښارګوټي کې اورلګیدنې یو کس وژلی
د هرات په یوه صنعتي ښارګوټي کې د اورلګیدو له کبله یو کس مړ شوي او په میلیونونه افغانۍ تاوان يې اړولی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دغه اورلګیدنه کې د یو کس د مړینې د خبر د تایید ترڅنګ وویل چې دغې اورلګیدنې سوداګرو ته ۲۰میلیونه افغانۍ تاوان اړولی دی.
تراوسه د اورلګیدنې علت روښانه نه دی.
تیرکال د هرات په یو بل صنعتي ښارګوټي کې د اورلګیدو له کبله د دغه ولایت سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی و.
د بښنې نړیوال سازمان: د افغان کډوالو غیرقانوني اخراج کې پایته ورسیږي
د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو د "غیرقانوني اخراج" د پایته رسیدو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان د شنبې په ورځ د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼه ولیکل،"په میلیونو افغان کډوالو د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو شړل کیږي".
د دې سازمان په ټکو، اخراج شوي افغان کډوال په داسې حال کې بیرته هغه افغانستان ته ستنیږي چې له شدید اقتصادي بحران سره مخ دی او بشري حقونه په کې په جدي توګه نقض شوي دي.
دغه سازمان وړاندې ویلي، "په غیرقانوني توګه د افغان کډوالو نیول دې پایته ورسول شي او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د افغان کډوالو ملاتړ دې وشي".
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، په تیر یو کال کې له ګاونډیو هېوادونو نژدې درې میلیونه افغان کډوال په جبري او دواطلبانه توګه بیرته افغانستان ستانه شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې چاودنې اووه کسان وژلي
د خیبرپښتونخوا په بنو کې د یوې زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا کسان نن سهار وختي د هغې چاودنې په نتیجه کې ووژل شول چې د سپرلیو شخصي موټر یې په لاس د جوړ شوي بم په وسیله په نښه شو.
یوه ځايي پولیس چارواکي ویلي: «لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي.»
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او د ترهګرۍ پر ضد د خپلې ادارې د مبارزې ژمنه یې بیا تازه کړې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو درېیمه یو ورځینۍ سیالي پیل شوه
د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځینۍ مسابقه د کابل په وخت د غرمې په دوولس نیمې بجې د هند په چینای لوبغالي کې پیل شوه.
پچه افغانستنان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ یا توپ وهنه وکړي.
تر دې وړاندې هند د دې درو پنځوس اوره لوبلړۍ لومړۍ دوې ګټلې دي.
ګارډین: د هرمز تنګي منځنۍ برخه لا هم د ۸۰ سمندري ماینونو له امله بنده ده
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د جمعې په ورځ د تېلوړونکو بېړیو د مالکانو د نړیوالې ټولنې (Intertanko)انټرټانکو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د هرمر تنګي منځنۍ برخه لا هم د شاوخوا ۸۰ سمندري ماینونو له امله بنده ده او بېړۍ مجبوره دي چې د دې اوبلارې شمالي او جنوبي مسیرونه وکاروي.
دغه ستراتیژیک تنګی د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له پیل لږ وروسته د سپاه پاسداران له لوري تړل شوی و. امریکا، د اوربند له ټینګېدو وروسته، د ایران د بندرونو سمندري محاصره عملي کړه، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهملیک له لاسلیک وروسته د امریکا پوځ اعلان وکړ چې دا محاصره یې پای ته رسولې ده.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د هرمز تنګي په اوبو کې د سمندري ماینونو شتون تایید کړی او ویلي یې دي چې د «ځانګړو شرایطو او ځینو امنیتي خطرونو» له امله بېړۍ باید په هغو لارو او وختونو کې تګ راتګ وکړي چې ایران یې ورته ټاکي، څو په تدریجي ډول د تګ راتګ امکانات پراخ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نورو موضوعاتو، «لکه د ماینونو پاکول»، په اړه به د ایران او امریکا د تفاهملیک د پنځم بند له مخې اقدامات وشي.
ګارډین ورځپاڼې د انټرټانکو د ريیس فیل بلچر له قوله لیکلي چې که اوربند دوام هم ومومي، له جګړې مخکې عادي حالت ته د هرمز تنګي د بېرته راتګ لپاره د دغو ماینونو او نورو خنډونو له امله نسبتاً ډېر وخت ته اړتیا ده.
اکسیوس: ویتکاف او عراقچي سویس ته روان شوي
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سویس ته روان شوي دي.
دوی په داسي حال کې د سویس په لور خوځېدلي چې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند د ایران او امریکا د خبرواترو د بیا پیل کېدو هیلې زیاتې کړې دي.
اسرائیل او حزبالله د جمعې په ورځ له څو ورځنیو سختو نښتو وروسته د اوربند هوکړې ته ورسېدل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا نښتې تر دې وړاندې سویس ته د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د سفر د لغوه کېدو سبب شوې وې او د مذاکراتو د راتلونکي په اړه یې شکونه زېږولي وو.
د اکسیوس د راپور له مخې، ویتکاف سویس ته تللی څو هلته له جرډ کوشنر سره یوځای شي، چې دا مهال په سویس کې دی. همداراز ټاکل شوې چې عباس عراقچي نن (د شنبې په ورځ) سویس ته سفر وکړي.
اکسیوس لیکلي چې دا پرمختګونه ښيي دواړه لوري د تخنیکي خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نیسي، څو یوې دوامدارې هوکړې ته ورسېږي.
رویټرز راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ د ویتکاف د سفر په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي دې خبري اژانس ته ویلي چې د لبنان اوربند د امریکا او قطر په منځګړیتوب او د ایران په همکارۍ ټینګ شوی دی.
د قزاقستان جګپوړی پلاوی کابل ته لاړ
د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، په مشرۍ د دغه هیواد یو جګپوړی پلاوی تېره شپه کابل ته ورسېد.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دې سفر اصلي هدف د «افغان–قزاق سوداګریز او اقتصادي فورم» جوړول او په کابل کې د قزاقستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پرانیستل دي.
د وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا، د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو اسانتیا او په افغانستان کې د قزاقستاني توکو لپاره د بازار موندنې هڅې هم د دې سفر له مهمو محورونو څخه دي.
قزاقستان، سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په وروستیو دوو کلونو کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړي دي.
په پاکستان کې د داعش پر پټنځایونو د حملو په اړه د طالبانو او پاکستان ادعاوې او د خلیلزاد سپارښتنه
په داسي حال کې چې پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د طالبانو له لوری د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو ادعا ردوي، طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د دوی بې پېلوټه الوتکو د خیبر د باړې سیمې په قمبرخېلو کې د داعش مهم پټنځای په دقیق ډول ویشتی او هغه ویجاړ کړی دی.
خو له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې د طالبانو بې پېلوټه الوتکه یې د پاکستان خاورې ته له داخلېدو سره سم د خیبر په شینکو سیمه کې ویشتې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.
ده دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان طالبانو د بې پېلوټه الوتکو په وسیله په پاکستان کې د داعش خراسان (داعش-خ) پر مرکزونو عملیات ترسره کړي دي.