د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۷

فارين افېرز: افغانستان په خپل معاصر تاريخ کې ښايي له چټک اقتصادي سقوط سره مخ شي

يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
  • فارين افېرز

فارين افېرز مجلې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ته کتلي او په دې اړه‌یې یوه مقاله خپره کړې ده چې امریکا او متحد هېوادونه‌یې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په خاطر باید ژر تر ژره لاس په کار شي.

مقاله د ملګرو ملتونو هغه راپور ته په اشاره پیل شوې چې وايي افغانستان په خپل معاصر تاريخ کې ښايي له چټک اقتصادي سقوط سره مخامخ شي.

همداراز د خوړو نړیوال سازمان هغه وړاندوینې ته هم اشاره شوې چې وايي راتلونکی کال ښايي د افغانستان نیمايي نفوس یعنې ۲۳ ملیونه افغانان کافي خواړه ونه‌لري.

د مقالې په وینا، دولتي کارکوونکو ته له تېرو درېيو میاشتو راهیسې معاشونه نه‌دي ورکړل شوي او کوچنیان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي او په افغانستان کې ژمی په داسې حال کې رارسېدلی چې دا هېواد د بشري بحران پر څنډه ولاړ دی.

د فارين افېرز په مقاله کې وروسته لولو چې دا سمه پرېکړه ده چې امریکا او متحدان‌یې طالبان تر هغه وخته په رسمیت ونه‌پېژني يا ورسره مالي مرستې ونه‌کړي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي او له نړیوال ترورېزم سره اړیکې پرې نه‌کړي.

خو د مقالې د لیکوال په باور، په افغانستان کې بشري وضعیت دومره په چټکۍ مخ پر خرابېدو روان دی چې تر بندیز لاندې رژيمونو سره د بشري مرستو پر تعریف باید غور وشي او په دې اړه ژر تر ژره پرېکړه وشي ځکه د ملیونونو افغانانو بشري وضعیت بېړنی شوی دی.

  • هندوستان ټايمز

هندوستان ټایمز د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان په اړه لیکنه کړې ده. د ملا هبت‌الله اخندزاده په فرمان کې راغلي چې ښځه شتمني نه، بلکې ازاده او باعزته ده او هېڅوک نه‌شي کولای چې هغه د بدو په بدل کې واده کړي.

هندوستان ټایمز لیکي، په دغه فرمان کې د ښځو د کار او زده‌کړو ته د لاسرسي په اړه څه نه‌دي ویل شوي چې دا موضوعات د ورځپاڼې په وینا د نړیوالې ټولنې لویې اندېښنې دي.

دغه فرمان پرون (جمعه) د طالبانو د حکومت د ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد خپور کړ.

په دې فرمان کې همداراز راغلي چې د واده پر مهال د بالغو نجونو رضایت او خوښي حتمي ده.

په فرمان کې دا هم راغلي چې کونډه د واده او د خپل برخلیک د ټاکلو واک لري او له نوي مېړه څخه مهر اخیستل د ښځې شرعي حق ګڼل کېږي.

په بله برخه کې راغلي، هغه نارينه چې څو ښځې لري بايد د شريعت له حکم سره سم‌يې ټول حقونه پر ځای کړي.

هندوستان ټایمز د ۱۹۹۰ لسیزې په نیمایي کې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ په اړه لیکلي چې هغه مهال ښځو ته اجازه نه‌وه چې له محرم پرته له کوره ووځي او باید حجاب واغوندي.

د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو هم بندیزونه لګول شوي وو.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ځینو ولایتونو کې یوازې د شپږم ټولګي ښځینه زده‌کوونکې ښوونځیو ته د تللو اجازه لري.

ښځینه کارکوونکې تر اوسه په ټولو دولتي ادارو کې حضور نه‌لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG