د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۲

مېل انلاین: جګړو او وچکالۍ په وروستیو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد کمزوری کړی

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې د فرانسې خبري اژانس راپور ته په پام یوه مقاله خپره کړې او په دې مقاله کې یې لیکلي، ملګري ملتونه وړاندوینه کوي چې د افغانستان ناخالص کورني عواید به په یوه کال کې ۲۰ فیصده راټیټ شي.

د مقالې په وینا د طالبانو یو ځل بیا واک ته تر رسېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستو قطع کېدل د دې هېواد اقتصاد ته یوه بې‌سارې ضربه ده؟

د خپرونې په وینا دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد په وروستیو لسیزو کې د جګړو او وچکالۍ له امله کمزوری شوی دی.

په اسیا کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر کاني ویګناراجا پرون د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو لپاره (د افغانستان د ټولنیز-اقتصادي لیدلوري) د خپرولو پر مهال وویل چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ناببره بندېدل یوه بې‌سارې مالي ضربه وه.

راپور په "یوه کال" کې د افغانستان د ناخالصو کورني عوایدو د شااوخوا ۲۰ سلنې کمېدو وړاندوینه کړې او ویلي یې دي چې دا کمښت ښايي په راتلونکو کلونو کې ۳۰ سلنې ته ورسېږي.

په راپور کې د ویګناراجا له قوله ویل شوي، "په سوریه کې له پنځه کلنې جګړې وروسته، د دغه هېواد اقتصاد د ورته کمښت سره مخامخ دی، خو دا پېښه په افغانستان کې په تېرو پنځو میاشتو کې شوې ده."

راپور خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې له کار څخه د ښځو بې‌برخې کول ممکن د ناخالصو عوایدو پنځه سلنه نوره هم راټیټه کړي چې نتیجه به‌یې د ۶۰۰ ملیون ډالرو څخه تر یو میلیارد ډالرو پورې نور تاوان وي.

طالبانو یوازې د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې یو شمېر ښځینه کارکوونکو ته د کار حق ورکړی دی، خو د راتلونکي لپاره د دې ډلې اصول ناڅرګند دي.

  • شرق‌الاوسط

شرق‌الاوسط ورځپاڼې په افغانستان کې د کډوالۍ وضعيت ته پام کړی دی.

ورځپاڼه د سعودي عربستان په جده او د بریتانیا په لندن کې خپرېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) پرون (چهارشنبه د ډسمبر په لومړۍ نېټه) د ایران په ګډون د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې خپلې پولې د هغو افغانانو پر مخ پرانیزي چې اسناد نه‌لري او غواړي له دې هېواده ووځي.

د دې ادارې په وینا، څومره چې په افغانستان کې وضعیت مخ پر خرابېدو دی، هغومره دا افغانان له خطر سره مخامخ دي.

وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، ایران، پاکستان او تاجکستان د اګسټ په میاشت کې زیات شمېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اټکل کوي چې ایران د اګسټ او نومبر ترمنځ هره ورځ په اوسط ډول درې زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي او پاکستان شااوخوا ۱،۸۰۰ افغانان په سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې له دې هېواده ایستلي دي.

دغه کمېسیون تېره میاشت له تاجکستان څخه د ښځو او کوچنیانو په ګډون د ۲۳ افغان کډوالو د شړلو یادونه هم کړې ده.

د شرق‌الاوسط په وینا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د افغانانو د ایستلو بهیر ته د پای ټکی ايښودلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې افغانان ښايي په خپل هېواد کې له ځورونې سره مخامخ شي.

په اعلامیه کې پر ټولو هغو هېوادونو چې نوي افغان پناه غوښتونکي ورغلي دي، غږ شوی چې خپلې پولې د هغو کسانو پر مخ خلاصې وساتي چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو هم پرون یو پروګرام اعلان کړ چې له مخې یې د کوچنیانو، لوی عمر او معلولیت لرونکو وګړو او افغان کورنیو ته په کال کې ۳۰۰ ملیونه ډالره نغدې پیسې ورکوي او دا په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د مخنیوي تر ټولو غوره لار بولي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG