د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د طالبانو د رئیس‌الوزرا لومړنۍ وینا خلکو ته څه پیغام درلود؟


د طالبانو رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند
د طالبانو رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند

د طالبانو حکومت رئیس‌الوزرا له درې میاشتني ځنډ وروسته ولس ته لومړنۍ وینا وکړه.

ملا محمد حسن اخوند په دې غږیزه وینا کې چې تېر ماخوستن پر ملي ټلوېزیون خپره شوه، وویل چې حکومت‌یې د ګاونډ او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې پالي او د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي.

نوموړي وویل، دوی ته ډېرې اداري ستونزې له پخواني حکومت نه ورپاته دي او په خبره‌یې روانه بې‌وزلي او بې‌روزګاري هم د طالبانو له راتګ سره کوم تړاو نه‌لري.

د محمد حسن اخوند په وینا، افغانستان کې وچکالۍ ډېرې اقتصادي ستونزې زېږولي، خو هیله‌یې وښوده چې الله به پر دې هېواد ورښتونه ولوروي.

نوموړي وویل، طالبانو د ښځو حقونه هم ورکړي او ادعا یې وکړه چې ښځو ته اوس ډاډمنه فضا رامنځته شوې.

خو په کور دننه او بهر بیا د طالبانو پر حکومت انتقادونه دا دي چې د نجونو د تعلیم او تحصیل او دغه‌راز کار مخه‌یې نیولې ده.

ملا حسن اخوند په نورو مسئلو هم خبرې کړې دي، دا چې دې وینا ولس لپاره څه درلودل؟ د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین په امریکا کې مېشت د نظر خاوند ډاکتر ویس وردګ پرې پوښتلی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:33 0:00
XS
SM
MD
LG