د طالبانو لوړپوړی پلاوی په دوحه کې له اروپايي او امریکايي چارواکو سره خبرې پيلوي.
ځینې کارپوهان وايي، دا یو فرصت دی او د افغانستان په ګټه باید وکارول شي.
له دې ډلې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود ازادي راډیو ته وویل ښه ده چې دواړه خواوې په تېره د مرستو او د کنګل شوېو پيسو د خلاصون په برخه کې سلا ته ورسېږي ځکه د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.
د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي له شهزاده مسعود سره مرکه کړې ده چې د لاندې تړوني په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:
-
صفيالله ستانکزی
صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ