د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۶

نړۍ

جرمني: اروپايي ټولنه دې پر روسیې بندیزونو ته چمتووالی ولري

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل

د جرمني صدراعظمه وايي، که د اوکراین یا هم د بېلاروس او پولنډ پر پوله وضعیت لا کړکېچن شي، اروپايي ټولنه دې پر روسیې بندیزونو ته چمتووالی ولري.

انګېلا مېرکل چې کاري دوره یې په ختمېدو ده، پرون پنجشنبه(د لېندۍ ۴مه) دا څرګندونې وکړې.

اروپايي او امریکايي چارواکو پر مسکو تور لګولی چې د بېلاروس د هغه کمپاین ملاتړ یې کړی چې د اروپايي ټولنې پر سرحد د پناه غوښتونکو په دېره کولو سره 'څو اړخیز' بحران ته لمن وهي.

دغو چارواکو په عین حال کې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د اوکراین په ختیځ کې روس- پلوه بېلتون غوښتونکي له ۲۰۱۴م کال راهیسې له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ویانا کې د ایران د اټمي موافقې د احیا په اړه خبرې پیل شوې

ارشیف، ویانا کې د ایران پر اټمي مسایلو خبرې

د ایران د اټمي موافقې د احیا په اړه خبرې پرون دوشنبه (د لېندۍ ۸مه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پیل شوې.

دا له کله چې ابراهیم ريیسي د ایران د ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی، د دغه هېواد د اټمي موافقې پر سر لومړنۍ خبرې دي.

په دې خبرو کې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مرستیال انریکې مورا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي باقري کًني او د ۴ جمع یو ډلې غړي ګډون لري.

په خبرو کې د ایراني پلاي غړي نوي مرکچیان دي چې د حسن روحاني د حکومت په مهال یې پر اټمي موافقې انتقاد کاوه او هغه یې د ایران په تاوان بلله.

په ایراني پلاوي کې ۳۰ تنه شامل دي.

د یو جمع ۴ یعنې د بریتانیا، فرانسې، چین او روسیې د پلاوو پر رييسانو سربېره په وینا کې د دغو هېوادونو سفیران او د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم په دې خبرو کې برخه لري.

اروپايي ټولنه: ایران سره د اټمي موافقې د خبرو تیاری په چټکۍ سره روانې دي

ويانا کې د ايران د اټمي پروګرام په اړه د خبرو لپاره ټاکل شوی ځای

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مرستیال مشر وايي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره په ویانا کې د نننیو خبرو لپاره تیاری په چټکۍ سره روانې دي.

انریک مورا چې پرون‌یې د ایران، روسیې او چین له مرکچیانو سره وکتل، پر ټویټر لیکلي دي چې نن به د اروپايي ټولنې او امریکا له استازو سره هم وګوري.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او لوی مرکچي علي باقري له پرونیو خبرو وروسته هیله وښوده چې په ویانا کې نن مازیګر پیلېدونکې خبرې به د تهران او لویو قدرتونو ترمنځ د مذاکراتو لپاره چوکاټ او موده وټاکي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن خبریالانو ته وویل چې پر ایران د بندیزونو لیرې کول د خبرو د دوام اصلي شرط دی.

ښاغلی خطيب‌زاده زياتوي: "که امریکا په رښتیا د بندیزونو د لیرې کولو لپاره راځي د مذاکراتو خونې ته د ننوتو ټکټ ترلاسه کولای شي که نه، د خبرو له مېزه به همداسې بهر پاتې وي."

تهران د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې ژمنه کړې وه چې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه محدودوي، خو د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووت.

ایران هم د دې اقدام په ځواب کې په تدریجي ډول له دې موافقې سرغړونې پیل کړې.

د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې که ایران پر دې موافقه عمل وکړي، نو متحده ایالات به هم ورسره یوځای شي.

خېبر پښتونخوا کې سلګونه کسانو د پولیسو پر يو مأموریت حمله کړې

د پوليسو پر مأموریت حمله کې له‌منځه تللي موټر

په خېبر پښتونخوا کې سلګونه کسانو د پولیس پر هغه مأموریت حمله کړې ده چې د قرانکریم د پاڼو په سوځولو یو تورن کس په‌کې ساتل کېده.

د چارسدې سیمې د پولیسو ویاند صفي جان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل دې قهرجنې ډلې چې غوښتل‌یې تورن کس دوی ته وسپارل شي بېګا شپه د پولیسو سټېشن او شپږو نږدې پوستو ته اور واچاوه.

د نوموړي په وینا معترضانو د پولیسو مأموريت او وسایط وروسته له هغه لوټ کړل چې پولیسو دوی ته د تورن کس له سپارلو ډډه وکړه. ویاند زیاته کړه تورن چې هویت‌یې نه‌دی افشا شوی په نشه‌يي موادو روږدی دی.

پولیس وايي چې د قرانکریم په سوځولو تورن اوس یوه خوندي ځای ته رسول شوی دی. پرون له دې پېښې وروسته له مردان او نوښار څخه اضافي سرتېري چارسدې ته واستول شول.

د قرغزستان اپوزېسیون ګوندونو د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې رد کړې

د قرغزستان ټاکنې

د قرغزستان اپوزېسیون ګوندونو د پرونیو پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې رد کړې او د ټاکنو مرکزي کمېسیون‌یې په درغلیو تورن کړ.

پرون ناوخته په پلازمېنه بشکېک کې د اپوزېسیون د څلورو ګوندونو مشرانو له چارواکو د پایلو د باطلېدو او له سره‌یې د ټاکنو غوښتنه وکړه.

د لومړنیو پایلو له مخې درې حکومت پلوه ګوندونه د دغو ټاکنو عمده ګټونکي ګڼل کېږي او د ۹۰ څوکیو له جملې یې ۵۴ ګټلې دي.

اتاجرت یا پلار وطن ګوند د رایو ۱۶،۶، اشینیم یا باور ګوند ۱۳،۳ او ینتیماک یا همغږۍ ګوند ۱۰،۵۹ فیصده رایې خپلې کړې دي.

د ټاکنو مرکزي کمېسیون وايي د رأی ورکولو پر شرایطو برابرو څه باندې ۳۰ فیصده خلکو رایې ورکړې دي.

کارپوهانو تر ټاکنو مخکې د رأی ورکوونکو د نه‌لېوالتیا په اړه اندېښنه ښودلې وه، ځکه دا له یوه کال څخه په کمه موده کې په قرغزستان کې څلورم وار ټاکنې دي.

د تاجکستان په ګورنو بدخشان کې له مذاکراتو وروسته اعتراضونه پای ته ورسېدل

تاجکستان کې اعتراضونه

د تاجکستان په کورواکي ولایت ګورنو بدخشان کې اعتراضونه وروسته له هغې پای ­ته ورسېدل چې دولتي چارواکو د اعتراض کوونکو له استازو سره پرون د څو ساعتونو لپاره مذاکرې وکړې.

ځایي اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، د مذاکرو پر مهال چارواکو د هغو اعتراض کوونکو پر خلاف د جنايي تحقیقاتو د نه‌کولو ژمنه وکړه چې د دغه کورواکي ولایت په مرکز خاروغ کې یې له تېرې پنجشنبې د دولتي ودانۍ مخې ته اعتراضونه کړي دي.

یوه فعال د نوم نه‌ښوولو په شرط له ازادي راډیو سره دا خبرې کړي، ځکه له رسنیو سره‌یې د خبرو اجازه نه‌درلوده.

په خاروغ کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې امنیتي ځواکونو یو سړی چې د اختطاف په تور تر تعقیب لاندې و، مرګونی ټپي کړ چې وروسته‌یې ساه ورکړه.

اعتراض کوونکو تېره پنجشنبه دغه مړی د دغه ښار مرکزي میدان ته یووړ او د دې پېښې په اړه‌یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

پیټر فیالا د چک جمهوریت نوی صدراعظم وټاکل شو

(په ویلچیر ناست) د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان د نوي صدراعظم د تأییدۍ په مراسمو کې

پیټر فیالا د چک جمهوریت د نوي صدراعظم په توګه تأیید شو.

د ولسمشر میلوش زیمان دفتر یکشنبه اعلان وکړ چې د ښاغلي فیالا د تأییدۍ مراسم له پراګ بهر د جمهوري ریاست په یوه ماڼۍ کې ترسره شول.

۵۷ کلن ښي اړخی سیاستوال پيټر فیالا په چک جمهوریت کې د ډیموکراتیک مدني ګوند (CDP) مشر پاتې شوی.

هغه د تېرې میاشتې ټاکنې د دوو نورو وړو ګوندونو سره د ائتلاف په جوړولو وګټلې.

ائتلاف وتوانېد چې د مخکېني صدراعظم اندري بابیش په مشرۍ واکمن ګوند په خورا لږ توپیر مات کړي او د هغه واکمني پای ته ورسوي.

قرغزستان کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ حکومت پلوه ګوندونه مخکې شوي

قرغزستان کې ټاکنې

د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون پرون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

نتایج ښيي چې د حکومت پلوه ګوندونه مخکې دي.

د ۶۰ سلنه رایو له شمېرل کېدو سره د قرغزستان د اتا یورت یا پلار وطن ګوند ۲۷،۷۵ فیصده رایې ګټلې دي.

د ایشینم یا اعتماد ګوند د ۲۱،۳۷ سلنه رایو په اخیستو سره په دوهم ځای کې دی.

د یانتیموک یا ائتلافي ګوند ۱۹،۸۴ سلنه رایې ګټلې دي.

که څه هم کمېسیون د رایو شمېر نه‌دی اعلان کړی، خو د رأی ګیرۍ له پای ته رسېدو دمخه د رایو ورکولو په شرایطو له برابرو کسانو ۳۰ فیصده خلکو رایې ورکړې وې.

کارپوهانو تر ټاکنو مخکې د رأی ورکوونکو د بې‌غورۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه، ځکه دا له یوه کال څخه په کمه موده کې څلورم وار ټاکنې دي.

د تایوان هوايي ځواک د چین د جنګي الوتکو په ځواب کې خپلې الوتکې پورته کړې

د چین جنګي الوتکې

د تایوان هوایي ځواک پرون وروسته له هغه خپلې الوتکې پورته کړې چې د چین ۲۷ جنګي الوتکې د دې ټاپو د هوایي دفاع ساحې ته ننوتلې.

د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې په چینايي الوتکو کې پنځه «H-6» بم غورځونکې الوتکې، ۱۸ جنګي الوتکې او یوه تېل وړونکې الوتکه شامله ده.

دغو الوتکو د تایوان په جنوبي ساحل کې پروازونه ترسره کړل.

چین د تایوان د دفاع وزارت د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

عراق کې چاودنې د کردانو د پېشمرګه ملېشه ځواک پنځه غړي ووژل

ارشیف

د عراق په شمال کې د کردانو د پېشمرګه ملېشه ځواک پنځه غړي د سړک غاړې بمب په چاودنه کې ووژل شول.

حمله پرون ناوخته د عراقي کردانو د کورواکې سیمې په ګارمیان ولسوالۍ کې شوې ده چې تر حملې وروسته وسله‌والو د پېشمرګه ځواک پر یوه پوسته حمله وکړه او څلور ملېشه پوځیان‌یې هلته ټپیان کړل.

که څه هم چارواکي وايي دا حمله داعش ډلې کړې، خو د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

له کله چې عراق په ۲۰۱۷م کال کې د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ، د پېشمرګه ملېشه‌وو په ګډون د عراق پر امنیتي ځواکونو دا ډول حملې زیاتې شوې دي.

امریکا په عمان خلیج کې د ایران د سمندري ځواکونو دوه غړي وژغورل

په عمان خلیج کې مېشت د امریکا سمندري ځواکونه

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک نن وویل، د ایران د سمندري ځواکونو دوه غړي یې په عمان خلیج کې وژغورل.

د ایران د سمندري ځواکونو دغه دوه غړي، په عمان خلیج کې د اتو ورځو لپاره د کب نیولو په یوه کښتۍ کې لالهانده ګرځېدل.

د امریکا د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل، له تماس وروسته، د دوی یوه بار وړونکې کښتۍ پرون له خوړو، اوبو او روغتیايي پرسونل سره ولېږل شول.

دواړه ژغورل شوي کسان له ښې روغتیا او روحیې برخه‌من دي او د عمان د سرحدي ساتنې یوې کښتۍ ته لېږدول شوي چې د عمان پلازمېنې مسقط ته بوتلل شي.

روسیه کې له یوه کان څخه د پنځو نورو کان کېندونکو مړي هم وایستل شول

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د روسیې په سایبریا کې له یوه کان څخه د پنځو نورو کان کېندونکو مړي هم وایستل شول.

په کیمروو سیمه کې تېره پنجشنبه چاودنه وشوه چې د پنځو ژغورونکو په ګډون د مړو شمېر ۵۱ ته رسېدلی دی.

چارواکو ویلي چې د ژغورنې ډله لا هم په کان کې ده چې د اوبو په ایستلو او د کاربن منوکساید ګازو د اندازې کمولو هڅه کوي.

په کان کې د چاودنې له کبله ۶۰ کسان ټپیان شوي چې په روغتون کې بستر دي او ۲۳۹ تنه نور کان کېندونکي په بریالي ډول ایستل شوي دي.

د خوندیتوب له اصولو د سرغړونې او ناغېړۍ له کبله دوه جنايي دوسیې پرانیستل شوې دي.

پنځه کسان چې د کان مدیر، د هغه مرستیال، د ساحې ناظر او دوه د خوندیتوب څارونکي په‌کې شامل دي، تر نیول کېدو وروسته تورن شوي دي.

اردوغان په ترکمنستان کې د ایکو یوه سرمشریزه کې ګډون کوي

د ترکیې ولسمشر

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په ترکمنستان کې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو په یوه سرمشریزه کې ګډون کوي.

اردوغان پرون له خپل ترکمنستاني سیال قربان قلي بردي محمدوف سره د خبرو لپاره په ترکمنستان کې و.

له بردي محمدوف سره د کتنې پر مهال اردوغان د سوداګرۍ په اړه یوه موافقه هم لاسلیک کړه چې تر ډېره پر انرژۍ راڅرخي.

دغه موافقه د کلتور او پوهنې په اړه هم ده.

د ترکیې ولسمشر خبریالانو ته وویل چې دواړه هېوادونه ژمن دي چې په خپلو کې دوه اړخیز تجارت ۵ ملیارد ډالرو ته ورسوي.

اردوغان به د ایکو سازمان د غړو هېوادونو له نورو مشرانو سره هم وګوري.

په قرغزستان کې پارلماني ټاکنې؛ د ۹۰ څوکیو پر سر سیالۍ کېږي 

قرغزستان کې ټاکنې

په قرغزستان کې نن پارلماني ټاکنې پیل شوې.

د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې پارلمان یوه جرګه لري او د ۹۰ څوکیو لپاره‌یې د ۲۱ ګوندونو او سلګونه ولسوالیو کاندیدان سیالي سره کوي.

د قرغزستان دننه د رأی اچونې ۲،۴۳۵ مرکزونه پرانیستل شوي او پر دې سربېره په ۲۹ هېوادونو کې هم قرغزي اتباعو ته د رأی اچونې ۵۹ مرکزونه پرانیستل شوي دي.

له دې ډلې ۲۰ مرکزونه یوازې روسیه کې خلاص شوي، چېرته چې ډېر شمېر قرغز کډوال اوسېږي.

له دې ټاکنو څو ورځې وړاندې چارواکو اعلان وکړ، ۱۵ تنه‌یې نیولي چې غوښتل‌یې له رأی ورکونې وروسته کودتا وکړي.

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د قرغزستان دننه ټاکنې لانجمنې شوې چې له اعتراضونو وروسته‌یې اوسنی ولسمشر صادیر جپاروف له زندانه خلاص او د چارو واګې یې په لاس کې واخیستې.

شپږو اروپایي هېوادونو د کرونا د نوې بڼې لومړنۍ پېښې ثبت کړې

جرمني

څو اروپایي هېوادونو د کرونا د نوې بڼې (اومیکرون) لومړنۍ پېښې ثبت کړې دي.

بریتانیا، جرمني، بلجیم، ایټالیا، دنمارک او چک جمهوریت پرون د مکروب دغه بڼه چې تر پخوانۍ هغې ژر لېږدېدونکې ده، ثبت کړه.

د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې نمونې په هغو کسانو کې موندل شوي چې له جنوبي افریقا یې سفرونه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۶مه د ویروس دا نوې بڼه چې جنوبي افریقا کې وموندل شوه، په لوړه کچه د اندېښنې وړ وبلله.

له دې وروسته امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو له جنوبي افریقا د خلکو په ورتګ بندیزونه ولګول.

تر اوسه هم د ویروس د نوې بڼې په اړه ډېر معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو څېړنې پرې روانې دي چې معلومه کړي ناروغان‌یې څومره جدي دي او له واکسین شویو کسانو سره څه کوي.

د روسیې یو کان کې چاودنه؛ محکمې د ښکېلو ۵ کسانو د توقیف د دوام حکم ورکړ

په روسیه کې یو کان

د روسیې یوې محکمې د سایبریا د سکرو په یوه کان کې د وروستۍ چاودنې په اړه د څېړنو تر بشپړېدو پورې د دوو نورو میاشتو په مخه، په دې قضیه کې د دخیلو پنځو کسانو د توقیف د دوام حکم ورکړ.

چارواکي وايي، د نومبر په ۲۵مه د سایبریا په جنوب لوېدیځ کې د کمرو سیمې د سکرو په کان کې د میتان ګاز مشکوکې چاودنې ۵۱ کسان ووژل.

د روسیې د روغتیا وزارت پرون وویل، د دې پېښې ۶۰ تنه ټپیان په روغتون کې تر علاج لاندې دي چې د څلور تنو یې وضعیت نازک دی.

د کمرو ښار مرکزي محکمې د کان د مدیر، د هغه د مرستیال او د ۳ نورو کارکوونکو د توقیف د دوام حکم ورکړی دی.

دا کسان په داسې غفلت تورن دي چې په نتیجه کې یې څو کسان مړه شوي او که‌یې جرم ثابت شي، نو تر اوو کلونو په حبس محکومېدلای شي.

چارواکو همداراز ویلي دي چې د کان کارکوونکو له دې مخکې په کان کې دننه، د میتان ګاز د لوړې کچې له کبله شکایت کړی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG