افغانستان
د سوداګرۍ خونه: د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په روان میلادي کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل، تېرکال افغانستان ۷۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو سږکال دا کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې او تر ټولو ډېر صادرات په تېرو درېیو میاشتو کې شوي دي.
ښاغلي مهمند د سپین بولدک د لارې بندیدو خبره ردوي او وایي چې د سپین بولدک سربېره اوس د تورخم، ډڼډپټان، غلام خان او نورو بندرونو له لارې هم د صادراتو په وړاندې کوم خنډ نشته.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني هم پر خپل ټویټر لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې افغانستان ۱۱،۵۸ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات درلودل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې
د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.
بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.
د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.
په افغانستان کې نن سهار دوه ځله زلزله وشوه
د افغانستان په شمال ختیځ کې نن سهار زلزله وشوه. د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له مخې د پنځه اعشاریه درې ریښتر په کچه د دې زلزلې مرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.
تر دې زلزلې وروسته نن سهار د څلور اعشاریه پنځه ریښتر درجې په کچه بله زلزله هم وشوه چې د دې مرکز هم د جرم په ولسوالي کې و.
لومړۍ زلزله په کابل ، اسلام اباد او د افغانستان او پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
ملګرو ملتونه: د افغانستان سیل ځپلي بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ملګرو ملتو په وینا، د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې وروستیو سیلونو له درې اویا زره ډیر کسان اغیزمن کړې دي.
د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي دي چې په تیرو دولس ورځو کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې درې نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوسل او یو اتیا نور ټپیان شوې دي.
د ملګرو ملتو په وینا د ورښتونو له کبله بیځایه شوې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پلاوی ازبکستان ته ولاړ
ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ دوشنبه د ازبکستان په سمرقند ښار کې له نشه اي موادو سره د مبارزې نړیواله غونډه جوړه شي.
د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق ته اندیښمن دي.
د جمعې په ورځ هم د تاجکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله د دوو قاچاق وړونکو د وژلو او له هغوی څخه په پنځه ویشت کڅوړو کې د نشه اي موادو د نیولو خبر ورکړ.
په سمرقند کې له نشه اي موادو سره د مبارزې په نړیواله غونډه کې ازبکستان د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت یوه پلاوي ته د ورتګ بلنه هم وکړې ده.
دغه پلاوی د کورنیو چارو د وزارت له نشه اي موادو سره د مبارزې د مرستیال عبدالرحمان منیر په مشرۍ نن ازبکستان ته ولاړ.
په هلمند کې د مسو د قاچاق مخنیوی
طالبان په هلمند کې د مسو د څه باندې څلور زره درې سوه خښتو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکوي.
د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، راغلي دي چې د مسو څلور زره درې سوه دوه اتیا خښتې د بهرامچې ولسوالي په رباط سیمه کې هغه وخت ترلاسه شوې چې قاچاق کوونکو غوښتل په غیرقانوني ډول یې له افغانستانه بهر انتقال کړي.
د دې قاچاق په تړاو د کوم چا د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.
له افغانستانه د امریکا د راوتلو د بهیر ارزونې بشپړې شوې
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې له افغانستانه د راوتلو د ارزونې په لړ کې یې له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو اصلي بهیر بشپړ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند شان پرنیل چې دا ارزونې مخته وړي ویلي دا څېړنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پيل شوي او تمه کېږي چې په معاصر تاریخ کې د امریکا د پوځي عملیاتو نه وروسته تر ټولو جامع ارزونې وي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اداره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا د راوتلو په بهیر چې په نتیجه کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ کلکه نیوکې کوي او دا بهیر یو شرموونکی او ګډوډ راوتل بولي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په کابل هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنې ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۶۹ افغان ملکیان ووژل.
دا پېښه د دې لامل شوه چې د امریکا حکومت د دې پېښې او په ټولو کې د راوتلو د ماموریت په اړه پراخې ارزونې پیل کړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنیل په خپله ایکس پاڼه په یوه مفصل بیان کې ویلي چې تمه ده د ارزونو وړاندیزونه په راتلونکو میاشتو کې دفاع وزیر پیټ هګسټ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شي.
د هغه په خبره د دغو ارزونو هدف دا دی چې په پریکړو کې ناکامۍ په ګوته شي او په دې برلاسي شو چې امریکا بیا د داسې غمیزې له تکراره بچ کړو.
قزاقستان پلان لريله افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي
قزاقستان پلان لري چې له افغانستان سره خپله سوداګري په کال کې له ۵۰۰ ملیون ډالرو څخه ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف یوې قزاقۍ راډیو [راډیو جیبک جولي] ته ویلي چې هېواد یې په پام کې لري په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.
توکوموف زیاتوي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اوس یوې باثباته کچې ته رسیدلې، مګر لاهم د قزاقستان صادراتو ته ډیره لیوالتیا لري.
هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳ ملیارد ډالرو ته لوړول یو لوی هدف دی او د ټرانزیټي لارو له پراختیا پرته به ناممکن وي.
د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې اوس مهال قزاقستان په عمده توګه افغانستان ته غلې دانې، اوړه او کرنیزې محصولات صادروي، پداسې حال کې چې له افغانستان څخه یوازې غالۍ او کرنیزې محصولات واردوي.
له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم وروسته تر هغه زیات شوی چې له پاکستان سره لارې وتړل شوې او د طالبانو حکومت له سوداګرو وغوښتل چې بدیلې لارې ولټوي.
تاجکستان وایي، پوله کې یې ( دوه افغان قاچاق وړونکي) وژلي دي
د تاجکستان حکومت وایي، له افغانستان سره په پوله کې دوه قاچاق وړونکي وژل شوي دي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د عامه اړیکو مرکز نن جمعه ( د حمل ۲۸مه) ویلي چې دغو قاچاق وړونکو هڅه کوله چې د ختلان ولایت فرخار ولسوالۍ ته د افغانستان له خاورې دننه شي.
وړاندې راغلي چې دغه کسان له پولیسو سره په شخړه اوښتي چې دوه تنه یې وژل شوي او یو بل یې له تیارې څخه په استفادې تښتیدلی دی.
خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د پیښې ځای کې دوه میله کلاشینکوفونه او ۲۵ بستې نشه یي توکي پاته دي.
د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
استرالیا په جنګي جنایت تورن سرتیری په ضمانت خوشې کړ، هغه د ۵ افغانانو په وژنه تورن دی
د استرالیا یوې محکمې خپل یو ویاړلی سرتیری چې په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن دی، په ضمانت ازاد، خو سفري محدودیتونه یې پر ځای دي.
۴۷ کلن بن رابیرتس سمیت تېره اونۍ پولیسو د پنځو جنګي جنایتونو په تور ونیوه چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې افغانستان کې ترسره کړي دي.
دی تورن دی چې د ماموریت پر مهال یې ۵ ملکي افغانان وژلي او د اثبات په صورت کې هر یو دا ډول قتل عمري حبس سزا لري.
سمیت په تکرار سره پر ده لګول شوي تورونه رد کړي.
استرالیا وروسته تر هغه په افغانستان کې له خپلو یوشمېر تورنو سرتیرو پوښتنې ګروېږنې پيل کړې چې ۲۰۱۸ کال کې په دې اړه رسنیو کې یوشمېر مقالې خپرې شوې.
پر کونړ د پاکستان د بریدونو له کبله یوازې د یوه ښونځي ۸ زره زده کوونکي له زده کړو پاته شوي
ډیورند کرښې ته نژدې د کونړ په بریکوټ کلي کې ۸ زره زده کوونکي د پاکستان د بریدونو له کبله له زده کړو بې برخې شوي دي.
فرانس پریس لیکلي چې د دغې سرحدي سیمې اوسیدونکي وروسته له هغه کډه شول چې دغلته یوه لیسه د پاکستان په بریدونو کې ویجاړه او شاوخوا کورونه زیانمن شول.
اژانس وړاندې لیکلي چې د همدې جګړې له کبله په ټوله کې ۱۲۰۰۰ زده کوونکي یا متاثره او یا هم بې ځایه شوي دي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله راغلي چې د بریکوټ په ګډون د کونړ ۲۲ ښوونځي جدي بیارغونې ته اړتیا لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې تازه څپه د فبرورۍ په ۲۶مه پېل شوه، که څه هم د اختر له اوربند او چین کې د دواړو لورو له ۷ ورځنیو خبرو وروسته یو څه کراره شوې، خو یو مخ نه ده درېدلې.