د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

ظفر: شپږ کاله کېږي چې د نشو له امله کور ته نه‌يم تللی


ارشیف، یو افغان معتاد
ارشیف، یو افغان معتاد

د لوګر ولایت ۴۴ کلن ظفر له حربي ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته په نشو اخته شو او له ۲۰ کالو راهیسې نشه کوي، دی وايي چې شپه او ورځ مې پر ځان یوه کړې چې کار وکړم او د نشو لپاره پيسې برابرې کړم.

ظفر چې لاسونه‌یې د یخنۍ له امله چاودلي زیاتوي چې په کابل ښار کې د نورو بې‌سرپناه معتادینو غوندې شپه او ورځ د سړکونو پر غاړه اوسېږي.

دا چې ظفر ولې او څنګه معتاد شو او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟

په دې اړه‌یې د ازادي راډیو له خبریال سره د زړه خواله کړې ده.

د ظفر د کیسې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

XS
SM
MD
LG