د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

انډپنډنټ: ژمی راروان دی او د افغانستان خلک د ځمکې پر سر دوزخ سره مخامخ دي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د روان بشري بحران په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک‌یې دی، «ژمی راروان دی او د افغانستان خلک د ځمکې پر سر دوزخ سره مخامخ دي".

د مطلب لیکوال روح‌الله یعقوبي چې اوس په یوه خپلواک تحقیقاتي مرکز کې د بهرنۍ پالېسۍ څېړونکی دی د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د هزاره مېشتو سیمو د اقتصادي کلابندۍ په کلونو کې د لوږې له کبله د خپل ماشوم ورور د مړینې کیسه لیکلې.

نوموړی لیکي، ده چې هغه وخت نهه کلن و، هڅه کوله خپل کوچنی ورور محمد ته په کاچوغه خواړه ورکړي، خو هغه چې سړو او لوږې کمزوری کړی و، دا توان نه‌درلود چې مړۍ له ستوني تېره کړي. یعقوبي لیکي چې له څو هڅو وروسته‌یې محمد په کمپله کې تاو کړ، خو د یو ساعت له تېرېدو وروسته د هغه سا ختلې وه.

یعقوبي لیکي چې د محمد د مړینې علت یوازې لوږه نه، بلکې د درملو نشتوالی هم و. دی زیاتوي چې د هزاره‌جات کلابندي نږدې دوه کاله اوږده شوه او هغه مهال طالبانو د ملګرو ملتونو دا غوښتنه رد کړه چې ویل‌یې باید دې سیمې ته د مرستو د استولو اجازه ورکړي.

په مطلب کې راغلي چې طالبان اوس بیا واکمن شوي او دا ځل‌یې ټول هېواد له لوږې سره مخامخ کړی دی.

په مطلب کې د خوړو د نړیوال پروګرام د مشر خبرو ته اشاره شوې چې ویلي یې و، افغانستان د نړۍ په تر ټولو ناوړه بشري بحران د بدلېدو په حال کې دی. یعقوبي لیکي، دا ناورین چې د انسانانو له لاسه راغلی، د بشريت لپاره یو ننګ دی او کېدای شوی چې مخنیوی یې وشي.

  • یورواېشیا رېویو

یورواېشیا رېویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې له طالبانو سره د تاجکستان د حکومت د سخت دریځ پالېسۍ ته په یوه تحلیلي مطلب کې کتنه کړې.

په مطلب کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په هېواد کې دننه پر پراخو سیمو ولکه ټینګه کړې. په دې کې د بدخشان، پنجشېر او تخار په ګډون هغه سیمې هم شاملې دي چې د خپرونې په وینا پخوا د شمالي ټلوالې تر ولکې لاندې وې او طالبان د خپلې تېر ځل واکمنۍ پر مهال هم د هغو په نیولو نه‌وو بریالي شوي.

خپرونه زیاتوي، نړیوالې ټولنې اوس‌مهال د طالبانو په برخه کې په ډېر احتیاط سره دریځ نیولی، خو د افغانستان ګاونډی تاجکستان، د طالبانو په مسئله کې انتقادي چلند کوي.

یورواېشیا رېویو قومي یووالی، امنیتي اندېښنې او د روسیې فکټور هغه عوامل بولي چې د طالبانو پر وړاندې د تاجکستان دا پالېسي یې پر بنسټ ولاړه ده.

خپرونه زیاتوي، تاجکستان وېره لري چې په افغانستان کې د طالبانو بریا به د دې هېواد تندلارې ډلې هم زړورې کړي او جهاد ته به‌یې وهڅوي.

یورواېشیا رېویو همداراز د ډله‌ییز امنیت په تړون «CSTO» او د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د تاجکستان د غړیتوب یادونه هم کوي او لیکي چې په دې دواړو ټولنو کې د روسیې نفوذ زیات دی، نو ځکه تاجکستان چې هره پرېکړه کوي د خپرونې په وینا د روسیې ملاتړ باید ورسره وي.

یورواېشیا رېویو د تحلیل په پای کې لیکي چې تر اوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، نو تاجکستان د افغانستان د بدلېدونکي وضعیت په اړه د سخت دریځ له مخې ښايي هڅه وکړي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې خنډونه رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG