- نیویارک ټایمز
د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې په حملو کې د یوې کورنۍ د درېیو نسلونو د غړو پر وژل کېدو لیکنه خپره کړې ده.
د لیکنې په پیل کې د معصومې رجبي یادونه شوې چې د خپل کور پر خوا یې د خپلوانو د ډلې د ورتګ په لیدلو په ژړا شوه.
د هغې د کورنۍ غړي او خپلوان په تېرو دوو اوونیو کې دوه وارې هلته د ویر کولو لپاره سره راټول شول، یو د افغانستان په شمال کې د شیعهګانو پر یوه جومات په ځانمرګي برید کې د معصومې د مېړه د وژل کېدو له کبله او بل وار په کندهار کې د شیعهګانو پر یوه جومات د حملې له کبله چې د هغې خسر پهکې ووژل شو، پېښه کې د هغې د ۱۵ کلن زوی میثم پر سر چرې لګېدلې وې.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، معصومه رجبي د خپل زوی میثم رغېدو ته هیلهمنه وه، خو کله چې یې د خپل خاوند د اکا زامن او خپله مور د ژړا په حالت کې ولیدل، وپوهېده چې زوی یې هم له لاسه ورکړی دی.
د ورځپاڼې د مقالې په دوام، په افغانستان کې د شیعهګانو په وړاندې موجودو ګواښونو ته اشاره شوې چې له لسیزو راهیسې یې دوام کړی او د ورځپاڼې په حواله، په پیل کې طالبانو، د دوی پر خلاف حملې کولې، اوسیې په وروستیو کلونو کې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګه کوي.
د مقالې لیکوال زیاتوي، ډېر کم کسان هغه واقعیت چې معصومه او د هغې کورنۍ ورسره مخامخ ده، درک کوي.
د لیکنې له مخې، یوازې په دوو اوونیو کې د هغې په کورنۍ کې یو نیکه، د هغه زوی او لمسی ووژل شول، د افغان نارینهوو د درېیو نسلونو هغه غړي چې د خپل عمر زیاته برخهیې په جګړو کې تېره کړې وه، خو بالاخره په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول.
نیویارک ټایمز زیاتوي، په افغانستان کې زیات شیعه وګړي د وحشت له نوي فصل په ډار کې دي او په دې فصل کې هم د دوی د امن ټینګول د طالبانو پر غاړه دي چې د ورځپاڼې په وینا، یو وخت خپله دوی دغه شیعه وګړي په نښه کول.
- ګارډین
د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د فاطمې احمدي په نوم د پولیسو د یوې پخوانۍ افسرې په باب لیکنه خپره کړې چې ویلي یې دي، طالبان د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې کور ته وراوښتي وو، د هغې د زوی پر مرۍ یې چاړه ایښې وه او له هغې یې د وسلې د تسلیمولو غوښتنه وکړه، خو دا وايي چې په کور کې یې وسله نهدرلوده چې طالبانو تهیې تسلیم کړي.
دغې پخوانۍ افسرې ادعا کړې، طالبانو وروسته ډبولې، له ویښتو په ځان پسې راکش کړې او ځورولې ده.
ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، فاطمه احمدي چې له خپل خاونده جلا شوې او د دوو وړو ماشومانو مور ده، ویلي نهپوهېږي د هغې د کور ادرس چا طالبانو ته ورکړی و، تر دې پېښې وروسته وتوانېده ځان پاکستان ته ورسوي.
د ګارډین په لیکنه کې راغلي، له کله چې طالبانو یو وار بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د ګڼو ښځینه پولیسو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
په دغو پېښو کې په غور ولایت کې د بانو نګار په نوم یوه پخوانۍ پولیسه هم شامله ده چې د رسنیو د راپورونو له مخې د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د طالبانو لهخوا په ډزو ووژل شوه. طالبانو هغه وخت ویلي و، په دې وژنه کې دوی لاس نهلري او څېړنې به وکړي.
که څه هم طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړې، خو بیا هم د افغانستان له بېلابېلو برخو د تېر حکومت د کارکوونکو، پوځیانو، فعالانو او نورو شخصیتونو د نیولو، ځورونې او وژنو راپورونه ورکول کېږي.