د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۱

افغانستان

یوې جرمنۍ ټولنې ۱۴۸ افغانان له افغانستانه واېستل

د کابل هوايي ډګر کې یوه الوتکه
د کابل هوايي ډګر کې یوه الوتکه

یوې جرمنۍ ټولنې ۱۴۸ تنه افغانان چې د دې ټولنې په وینا په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې و، نن په یوه ځانګړې الوتکه کې له افغانستانه واېستل.

د کابل د هوايي انتقال په نوم دې ټولنې په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې ډله کې د هوايي ترافیک د کنټرول دوه کار کوونکي چې پخوا یې په افغانستان کې د جرمني له پوځ سره کار کاوه، یوه جرمنۍ کورنۍ او یو شمېر نور کسان چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وو، هم شامل دي.

د جرمني حکومت له دې کبله له انتقادونو سره مخامخ و چې د خپلو افغان متحدانو په راایستلو کې یې چټک عمل نه دی کړی.

په اګسټ میاشت کې وروسته له دې چې جرمني ځواکونه له افغانستانه ووتل، جرمني په یوازې یوه الوتنه کې له افغانستانه خلک راایستلې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

مجاهد؛ د پاکستان د پوځ د ویاند خبرې لسموونکې او بې اساسه دي

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ د ویندوی وروستۍ څرګندونې لسموونکې وبللې او هغه وغندلې.

د پاکستان د پوځ ویندوی احمد شریف جودري پرون (سې شنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ۲۰۲۵ م کال افغانستان د ټولې سیمې د تروریزم پر اصلي اډه بدل شو او په تروریزم کې د افغانستان د رول په اړه د پاکستان دریځ په نړۍ کې منل شوی دی.

ده همداراز وویل؛ څه چې په افغانستان کې دي، حکومت نه دی او د افغانستان اوسنی جوړښت په خپله ځان یو موقت حکومتي معرفي کوي.

د ښاغلي چودري د دې څرګندونو په غبرګون کې ذبیح الله مجاهد پرون ناوخته پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې د افغانستان د حکومتي او اجتماعي جوړښت په اړه د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې نه یوازې له واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري بلکې د یوه مسوول پوځي د موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستي یو کال کې لا ډېرې ترینګلي شوي تر دې چې په اکتوبر میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ څو خونړۍ نښتې وشوې.

پاکستان تور پورې کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو طالبانو د پاکستان دا تور ردوي او وايي چې د داعش مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي.

په جرمني کې یو افغان د خپلې ښځې د وژلو په جرم په عمري قید محکوم شو

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د جرمني یوې محکمې یو افغان د خپلې مېرمنې د وژلو په جرم په عمر قید سزا محکوم کړی دی. د جرمني رسنیو دا خبر پرون (سې شنبې) خپور کړی دی.

د جرمني د «ټاګس‌شپیګل» ورځپاڼې د راپور له مخې، دې ۴۵ کلن سړي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې خپله ۳۷ کلنه مېرمن په داسې حال کې په چاقو وژلې، چې د دوی څلور ماشومان د کور دننه ویده وو. دا برید د اپارتمان په دهلېز کې شوی او ښځې د چاقو د څو ګوزارونو له امله ساه ورکړې ده.

د برلین سیمه‌ییزې محکمې پرېکړه وکړه چې دا وژنه په ځانګړې بې‌رحمۍ ترسره شوې ده. د محکمې رئیس مارک سوتر وویل، تورن کس دا کار په قهر او د خپلې مېرمنې د «سزا ورکولو» په نیت کړی، ځکه هغه فکر کاوه چې مېرمن یې د ده له تمو سره سم چلند نه کاوه.

د سوتر په وینا: «تورَن باور درلود چې د یوه مېړه په توګه دا حق لري چې خپلې مېرمن ته سزا ورکړي او حتی ژوند ترې واخلي.»

محکمې ثابته کړه چې ښځه پنځه ځله په چاقو وهل شوې وه. د دوی ماشومانو وروسته تایید کړه چې مور او پلار یې له اوږدې مودې راهیسي جنجالونه لرل. همدارنګه محکمې واورېدل چې تورن د لويو ماشومانو هغه هڅې له پامه غورځولې وې چې غوښتل یې مور ته مرسته ورسوي. د راپور له مخې، هغه خپل اته کلن زوی ته ویلي وو: «زه به درته نوې مور راوړم.»

د قرباني د کورنۍ وکیلانو دا پېښه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی وباله او د عدالت غوښتنه یې وکړه، هغه نظر چې د محکمې له پرېکړې سره سمون لري.

د جرمني رسنیو د تورن کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د اوبو کمښت؛ ایران له طالبانو سره د ګډو سیندونو د اوبو پر مدیریت خبرې کول غواړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل حکومت چارواکو ته لارښوونه کړې چې له افغانستان څخه د ایران د اوبو حقونه په جدي او پراخ ډول تعقیب کړي.

ایراني رسنیو د سې‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې دا مسله په ایران کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ د زیاتېدو په اړه د دغه هیواد د ولسمشر اندېښنه ښيي.

د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌آبادي ویلي، چې ایران او ترکمنستان د هریرود سیند له اوبو څخه قانوني حق لري، خو په افغانستان کې د سلما بند د جوړېدو له امله د اوبو بهیر کم شوی او د ایران بندونو ته د اوبو رسولو هڅې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

علي‌آبادي زیاته کړه چې ولسمشر پزشکیان یوه ورځ مخکې سیاسي چارواکو ته امر کړی چې د دې موضوع په اړه خپلې هڅې لا زیاتې کړي. د هغه په وینا، له طالبانو سره خبرې روانې دي او ایران چمتو دی چې د ګډو سیندونو د اوبو د مدیریت په برخه کې همکاري وکړي.

د ایران د انرژۍ وزیر په وینا، تهران څو ځله طالب چارواکو ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي او که اړتیا وي، ایران به افغانستان ته هم پلاوی واستوي تر څو دا موضوع له نژدې وڅاري.

هغه هیله وښوده چې سږکال ښه ورښتونه به سبب شي چې له افغانستان څخه ایران ته کافي اوبه وبهیږي.

د کابل په سروبي کې د لمریزې بریښنا یوه شبکه پرانیستل شوه

ارشیف
ارشیف

د کابل په سروبي ولسوالي کې د دوه ویشت اعشاریه پنځه اویا میګاواټه لمریزې بریښنا شبکه فعاله شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت نن د سروبي په نغلو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لمریزې بریښنا دا شبکه پرانیسته.

د بریښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وویل، دا پروژه دوې برخې لري چې یوه یې د بریښنا د تولید ده او بله یې د بریښنا د لیږد ده.

پر دې پروژې اتلس میلیونه ډالر لګښت شوی دی.

طالبان په تخار کې د سرو زرو د کان د لانجې تحقیقات پيلوي

 په چاه اب کې د سرو زرو د کان د شرکت پرضد خلکو لاریون
په چاه اب کې د سرو زرو د کان د شرکت پرضد خلکو لاریون

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان وکړ چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالي کې د ځایي خلکو او د سرو زرو د کانونو د یوه شرکت ترمنځ د وروستۍ نښتې د څېړلو لپاره یو ولایتي پلاوی ټاکل شوی دی.

د وزارت ویاند همایون افغان کورنیو رسنیو ته نن سې شنبې وویل چې د دې نښتې له امله هم مرګ ژوبله شته او هم مالي زیانونه رسیدلې دي.

د چاه اب ولسوالي یو شمیر اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د سرو زرو شرکت د دوی په کرنیزو مځکو او د استوګنې په سیمو کې کیندنې کولې چې له امله یې اعتراضونه پيل شول او د نښتو پرمهال لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.

ازادي راډيو په سیمه کې د خبریال نه لرلو له امله په خپلواکه توګه دا شمیره نه ردولی شي، نه تاییدولی شي.

د افغانستان واردات او صادرات په ۲۰۲۵ کال کې نژدې ۱۴ میلیارډه ډالرو ته رسیدلي

د کندهار انار د صادراتو یو عمده قلم
د کندهار انار د صادراتو یو عمده قلم

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د افغانستان د ټول تجارت ارزښت دیارلس میلیارډه او نهه سوه دوه دیرش میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسید.

دغهَ وزارت د دوشنبې په ورځ څرګنده کړه چې له ننګونو او د سوداګریزو لارو له لنډمهاله تړل کیدو سره سره په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د افغانستان په تجارت کې د وړم کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

د دې زیاتوالي سربیره د نورو کلونو په څیر د افغانستان د تجارت لویه برخه واردات جوړوي.

د دوه زره پنځه ویشتم کال صادرات یو اعشاریه څه باندې اته سوه میلیونه ډالرو ته رسیږي او واردات دولس میلیارډه او یوسل او پنځه ویشت میلیونه ډالره کیږي.

په افغانستان کې ورښتونو ته د ملګرو ملتو اندیښنه

بادغیس- بالامرغاب-۲۰۲۱-ارشیف
بادغیس- بالامرغاب-۲۰۲۱-ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې ښایي سږ کال په افغانستان کې د ژمي په میاشتو کې ورښتونه لږ وشي.

د ملګرو ملتو د دې سازمان په وینا داسې وضعیت کولی شي پر کرنه، د اوبو پر سرچینو او د خوراکي شیانو پر خوندیتوب جدي اغیزې وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان په درې میاشتني راپور کې د تیرکال له ډسمبره د سږکال د فبروري تر وروستیو د خاورې رطوبت کم اټکل شوی، ځکه چې کافي ورښتونه نه دې شوي او نه کیږي.

د راپور له مخې، په غرونو کې د واورې ټوټې په تیرو ۲۵ کلونو کې خپلې ټیټې کچې ته رسیدلي، چې په راتلونکي پسرلي کې د اوبو لګولو لپاره د اوبو کمښت په اړه اندیښنې راپورته کوي، په ځانګړې توګه د غنمو کروندګرو ته.

راپور خبرداری ورکوي چې دوامداره وچکالي کولی شي د للمي غنمو کښت وځنډوي، د حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري کړي او څاروي زیانمن کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د اقلیم وضعیت له نژدې څارنې او د دې بحران د پایلو د کمولو لپاره د بیړني ملاتړ او اقداماتو غوښتنه کوي.

په بلخ کې ۲۰۰ کیلوګرامه ویښتانو ته اور ورته شو

د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي وايي چې د ولایت له بیلابیلو برخو څخه راټول شوي ۲۰۰ کیلوګرامه انساني ویښتان وسوځول شول.

د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوشنبې په ورځ وویل چې د جرمي قضیو د څانګې لخوا د ولایت له بیلابیلو برخو څخه دا ویښتان راټول شول.

په دې اعلامیه کې راغلې دي چې، دا اقدام د دوی د حکومت د مشر د فرمان پر بنسټ شوی، چې د انساني ویښتانو پیر او پلور د انساني کرامت خلاف ګڼي او په رسمي ډول یې منع کړی دی.

د مقاومت جبهه وايي طالبانو د دوی د یوه قومندان جسد له قبره را ایستلی او ډزې یې پرې کړي

د مقاومت جبهې د غړي - ظفر انځور
د مقاومت جبهې د غړي - ظفر انځور

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبانو د دوی د جبهې د یوه قومندان جسد ته سپکاوی کړی.

دې جبهې ویلي چې د طالبانو دا کار د انسانیت او شریعت ضد دی او دوی یې په کلکه غندي.

دې جبهې په رسمي اعلامیه کې د پېښې جزییات نه دي بیان کړي.

خو ځینو رسنیو د مقاومت جبهې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو ځواکونو د ظفر په نوم د یادې جبهې د یوه قومندان جسد په بغلان کې له قبره را ایستلی او بیا یې ډزې پرې کړي دي.

ظفر او څو ملګري یې څو ورځې وړاندې له طالبانو سره په نښته اوښتي وو او بیا په یوه غرنۍ سیمه کې ایسار پاتې وو.
د راپورونو له مخې د مقاومت جبهې دغه غړی له غره ښوویدلی وو او په کمره تر لګېدو وروسته یې ساه ورکړې.

د مقاومت جبهې شاوخوا لس ورځې مخکې ادعا کړې وه چې د دوی ځواکونو د بغلان په نهرین کې د طالبانو دری ځواکونه وژلي.

هغه وخت یې نه وو ویلي چې د دوی ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې.

طالبانو د مقاومت جبهې د یوه غړي جسد ته د سپکاوي د ادعا په تړاو څه تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو هم په خپلواګه توګه دا پېښه نه شي تاییدولی.

طالبانو په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په درو وهلي

AFGHANISTAN-TALIBAN-CRIME
AFGHANISTAN-TALIBAN-CRIME

د طالبانو حکومت په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې نن دوشنبې د (جنورۍ په ۵مه) خپره شوې، راغلي:
"یوه ښځه په کابل کې د "نامشروع اړیکو" په تور او یو نارینه په بلخ ولایت کې د "زنا" په تور په ۳۹ درو وهل شوي دي".

د طالبانو حکومت په تیرو پنځو ورځو کې په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا لس کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې له دې وړاندې ویلي چې په تیر ۲۰۲۵کال کې شپږ تنه اعدام او ۱۱۱۸نور کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهل شوي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې سزاوې بندې کړې.

دغو سازمانونو د طالبانو له خوا علني سزا له ټولو بشري او انساني حقونو او اصولو سرغړونه یاده کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG