د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

فایننشل ټایمز: کارټر وايي لا وختي ده چې ووایو ناټو افغانستان کې ماته خوړلې


د بریتانیا لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر
د بریتانیا لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر
  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفر ته کتلي او په دې اړه یې یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استاز توماس وېسټ روانه اوونۍ پاکستان ته ځي چې هلته د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او د چین او روسیې له لوړ پوړو چارواکو سره وویني. دا خبره د یوه پاکستاني چارواکي او امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله راپور شوې ده.

دا به سیمې ته د توماس وېسټ لومړی سفر وي. وېسټ د زلمي خلیلزاد پرځای ټاکل شوی.

خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو چارې پر مخ وړي چې په نتیجه کې يې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه.

د ډېلي مېل په مقاله کې د ترویکا پلس په نوم هغې غونډې ته هم اشاره شوې چې ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ په لومړیو کې وویل چې ښاغلی وېسټ پلان لري روسیې او هند ته لاړ شي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري غونډه کې وویل چې توماس وېسټ به د امریکا د نورو متحدانو ترڅنګ دې وضاحت ته دوام ورکړي چې له طالبانو یا په افغانستان کې په راتلونکي کې له هر ډول حکومته څه تمه کېږي؟

ملګرو ملتونو په تکراري توګه خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشري بحران پر څنډه ولاړ دی او د دې هېواد تر نیمايي زیات نفوس د خوړو له کمښت سره مخامخ دی.

  • نیویارک پوسټ

نیویارک پوسټ خپرونې د راپورونو پر اساس یوه لیکنه کړې چې پنټاګون تر اوسه هڅې کوي چې په افغانستان کې د امریکايي نظاميانو کورنۍ وباسي.

خپرونې د اېن بي سي شبکې د یوه راپور کې یادونه کړې چې په کې ویل شوي، د امریکا دفاع وزارت معین کولین کاهل د دې وزارت له ملکي او نظامي پرسونل څخه غوښتي چې د خپلو هغو خپلوانو نومونه چې باید له افغانستانه ووځي، د ده د دفتر ادرس ته ایمیل کړي.

نیویارک پوسټ همدا راز لیکي چې په دې وروستیو کې د کانګرس یو شمېر غړیو د امریکا دفاع وزیر ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي چې له افغانستانه د دغو کسانو په ایستلو کې مرسته وکړي.

د لیک له لیکوونکو یو د تکساس ایالت مایکل مککاول لیکلي چې د تېرې میاشتې پرمهال يې د تکساس له سلګونو اوسېدونکو تماسونه تر لاسه کړي چې غواړي له افغانستانه خپلوان وباسي.

مایکل مککاول ویلي چې دغو کسانو کې هغه هم شامل دي چې د امریکا په نظامي ځواکونو کې خدمت کوي.

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې بیا د بریتانیې د لوی درستیز خبرو ته پام کړی چې ویلي يې دي تر اوسه ډېر وختي دی چې پر دې قضاوت وکړو چې ګواکې ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

جنرال سرنیک کارټر چې ټاکل شوې ده د نوومبر میاشتې په پای کې له خپلې دندې ګوښه شي، د سې شنبې په ورځ د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمېټه کې د پارلمان د غړیو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

فایننشل ټایمز د جنرال کارټر د خبرو دا برخه راخیستې چې وايي، په طالبانو کې داسې کسان شته چې غواړي نسبتاً عصري حکومتوالي وکړي خو د ده په وینا په هغوی کې اختلافات شته.

د ورځپاڼې په لیکنه، جنرال کارټر ویلي چې که د طالبانو لږ سختګیره مهرې ډېر واک تر لاسه کړي، ښايي په پنځو نورو کلونو کې په افغانستان کې یو ټول مشوله حکومت رامنځته شي.

جنرال کارټر چې د بریتانیا تر ټولو لوړپوړی نظامي چارواکی دی، د دې هېواد د پارلمان نظامي کمېټې ته بلل شوی وو چې د افغانستان د وضعیت په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG