د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۰

یورواېشیا نټ: داعش جنوبي اسیا کې پر هغو ډلو بریدونه زیات کړي چې چین سره اړیکې لري

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • یورواېشیا نټ

یورواېشیا نټ خپرونه لیکي د اګسټ له ۱۵مې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، داعش په جنوبي اسیا کې پر هغو ډلو ټپلو بریدونه زیات کړي چې له چین سره اړیکې لري.

د خپرونې په باور له ۲۰۱۴ کال راوروسته چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعاله شوې ده دا ډله له چین سره دښمني کوي. په چین کې له اویغور مسلمانانو سره د چینایي چارواکو د ظلمونو له راپورونو څخه دا ډله د اسیا په جنوب کې د خپلو تبلیغاتو لپاره استفاده کوي.

ایرواېشیا نټ وړاندې د افغان اویغورانو په وینا لیکي چې د طالبانو نوی حکومت ظاهراً د چین په لارښوونه له دوی سره بد چلند کوي.

خپرونه څرګندوي چې داعش له چین سره د طالبانو له اړیکو داسې ګټه اخلي چې دوی وایي، طالبان هغه ډله ده چې له امریکایانو سره‌یې مذاکرات کړي او د سین کیانګ د مسلمانانو دفاع نه‌کوي.

خپرونه بیا لیکي چې په وروستیو کې داعش خراسان څانګې په افغانستان کې لوی بریدونه وکړو چې د لږ تر لږه یوې حملې مسؤلیت یوه اویغور واخیست.

  • ټلګراف

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې، ټلګراف ورځپاڼې د داعش د غړو پر ځای د ملکیانو د په نښه کېدو پر یوې پېښې لیکنه کړې ده.

د اګسټ په ۲۹مه په کابل کې له هوایي ډګر سره نږدې امریکایي بې‌پیلوټه الوتکې یو هدف وویشت چې په پيل کې د امریکا دفاع وزارت وویل داعش‌یې په نښه کړی دی، وروسته راپورونه خپاره شول چې په دې پېښه کې اووه ماشومان او درې نور ملکیان وژل شوي دي.

اوس د امریکا دفاع وزارت د دې پېښې ارزونه کړې ده. ټلګراف ورځپاڼه د امریکا د دفاع وزارت په وینا لیکي، دا برید سهواً شوی، خو قصداً نه‌دی ترسره شوی.

دا حمله درې ورځې وروسته تر دې وشوه چې د داعش خراسان څانګې ځان وژونکې چاودنې د کابل له هوایي ډګر سره د ۱۳ امریکایانو په ګډون نږدې ۲۰۰ تنه ووژل.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د هوایي پوځ د سرمفتش ډګر جنرال سامي ډي سډ خبرې رااخیستې دي چې وایي، دې تحقیقاتو د جګړې د قانون په ګډون، له قانون څخه هېڅ سرغړونه نه‌ده موندلې. د تأیید او اجرا په برخه کې تېروتنې او د مخابراتي اړیکو د خرابوالي له امله له بده مرغه ملکیان وژل شوي دي.

جنرال ډي سډ زیاته کړه چې دا د خواشینۍ وړ صادقانه تېروتنه وه.

ټلګراف د خپرې کړې مقالې په پای کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تېروتنو ته په اشارې سره لیکي چې د امریکایي او ناټو ځواکونو د هوایي بریدونو پر مهال په تېرو ۲۰ کلونو کې په سلګونه ملکیان وژل شوي دي چې دا پېښې له دې نړیوال پوځي مأموریت سره د ګڼو افغانانو د مخالفت سبب شوې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG