- انډین اکسپرس
انډین اکسپرس په ګډون د نړۍ مختلفو ورځپاڼو د کرکټ شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او ناميبیا ترمنځ د یکشنبې د ورځې په لوبه لیکنې کړې دي.
دغه لوبه کې ټاس افغانستان وګاټه او ناميبیا تهیې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه، خو نامیبیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۶۲ منډو په توپیر لوبه افغانستان ته بایلوده.
دا د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه لوبه وه. افغانستان تر دې پخوا یوه لوبه له سکاټلنده ګټلې وه او بله لوبهیې پاکستان ته په کم توپیر سره بایللې وه.
ګلف نیوز
ګلف نیوز لیکلي د نامیبیا په وړاندې د افغانستان دغه بریا، د کرکټ شل اووریز نړیوال جام کې د سیمي فاینل مرحلې ته د افغانستان د ورتګ چانس زیاتوي.
- ګارډین
له نظرونو پټ د طالبانو مشر په عام محضر کې څرګند شو، د هغې لیکنې عنوان دی چې بریتانیاوي ګارډین ورځپاڼې خپور کړی.
د مطلب په دوام کې راغلي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د شنبې په روځ په کندرهار ولایت کې په «حکیمیه دارالعلوم» کې یوې غونډې ته ظاهر شو او په لنډ ډولیې وینا وکړه.
اخندزاده په ۲۰۱۶ کال کې له کله چې د طالبانو د مشر په توګه وګمارل شو، عام محضر ته نهو څرګند شوی.
تر دې پخوا د اخندزاده د مړینې په اړه ګنګوسې خپرې شوې وې، خو ګارډین لیکلي چې د شنبې ورځې واقعه د دغو ګنګوسو په خلاف وه.
په کندهار کې د طالبانو د مشر له وینا وېډیو او یا عکس نهدی خپور شوی، یوازې په اړهیې یو ۱۰ دقیقهیي غږیز فایل بهر شوی.
د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته هبتالله اخندزاده د هغه ځایناستی شو.
ګارډین کښلي چې د القاعده ډلې مشر ایمنالظواهري له هغه ملاتړ وکړ او نوموړي تهیې د امیرالمومنین لقب ورکړ او ویېستایه.
په مطلب کې راغلي چې اخندزاده د سپټمبر په اوومه نېټه په یوه پیغام کې په افغانستان کې د اسلامي شریعت د پلي کېدو غوښتنه کړې وه.
- سټارز انډ سټرايپس
امریکايي سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې لیکلي چې هغه اخرین وګړي چې له کابل څخه د جرمني رامشتاین هوايي ډګر ته لېږدول شوي وو، نن له دغه هېواد ووتل.
په مطلب کې راغلي چې امریکايي چارواکو په دې تړاو چې څومره کسان د شنبې په ورځ له دغه پوځي اډې امریکا ته لېږدول شوي، څه نهدي ویلي، خو لیکوال زیاته کړې چې تر دوه اوونیو مخکې ۱۶۰ کسان په دغه اډه کې وو.
د امریکا هوايي ځواکونو له رامشتاین اډې څخه امریکا ته د وروستۍ الوتنې عکسونه خپاره کړي دي.
په عکسونو کې لیدل کېږي افغانان یوازې یو یا دوه بکسونه لري او په داسې حال کې چې باران ورېږي طیارې ته پورته کېږي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې د اګسټ میاشتې له ۲۰مې کابو ۳۵ زره افغانانو د رامشتاین پوځي اډې له لارې سفر کړی او ډېری یې امریکا ته تللي دي.