د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۸

افغانستان

د بشر حقونو سازمان: سیمه ییز طالبان ولایتونو کې سخت قوانين پلي کوي

په ارزګان کې طالب وسله وال
په ارزګان کې طالب وسله وال

د بشر حقونو د څار سازمان یا 'Human Rights Watch' ویلي چې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په ولایتونو کې تر هغه سخت او قیدوونکي قوانين پلي کوي چې په کابل کې د دغې ډلې د چارواکو له خوا اعلان شوي دي.

دغه سازمان نن جمعه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تېرکال د امر بلمعروف او نهی عنی المنکر د کمېسیون د جوړېدو کړنلاره صادر کړې وه.

دغې ډلې د خپل کنټرول د سیمې تر پراخېدو وروسته یاده کړنلاره هم اصلاح کړه.

طالبانو په وروستیو اونیو کې د ښځو چارو وزارت پر امر بلمعروف او نهی عنی المنکر تبدیل کړ.

د بشر حقونو د څار اداره همدا راز وايي، سره له دې چې د طالبانو چارواکي د ماشوم سرتېرو له ګمارنې منع شوي، خو د ملګرو ملتونو سازمان سره ثبت شوي پېښې ښايي چې په وروستیو کلونو کې سلګونه ماشومان د طالبانو په لیکو کې ګمارل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د بشر حقونو د څار ادارې د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تردې پخوا یې ویلي چې د هغوی تر حاکمیت لاندې به د هېچا اساسي او شرعي حقونه نقض نه شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو له ملګرو ملتو وغوښتل چې د افغانستان دایمي استازولي دوی ته وسپاري

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتو وغوښتل چې د ملګرو څوکۍ د دوی حکومت ته وسپاري.

سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کول له څو پلوه طالبانو ته مهم دي؛ یو به نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، بل به د افغانستان کنګل شوي پیسې دوی ته وسپارل شي او نړیوالو مرستو ته به لاسرسۍ پیدا کړي.

له تیرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې چې طالبانو بیاځلي کابل نیولی دی، ورته غوښتنه له ملګرو ملتونو کوي، خو ملګري ملتونه له دوی څخه غواړي چې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي او یوه ټولشموله حکومت ته لار پرانیزي.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو د قربانیانو شمیر زیات شوی

ارشیف-په هلمند کې سیل
ارشیف-په هلمند کې سیل

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سیلونو له امله د قربانیانو شمیر اوولسو ته ورسید.

په قربانیانو کې د یوې کورنۍ هغه پنځه تنه هم شامل دي چې په هرات ولایت کې د خپلو کور د چت د نړیدو له امله یې د پنجشنبې په ورځ ساه ورکړه.

د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ د ورښتونو او سیلونو له امله دوه سوه څلور اویا کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نژدې یو زر پنځه سوه شپیته کورونه په جزیي ډول تخریب شوې دي.

په افغانستان کې د تیرو څلورو ورځو په ترڅ کې د ورښتونو له امله د شاوخوا دولس سوه څارویو د له منځه تللو خبرونه هم خپاره شوې دي.

د تیرو درې ورځو د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې مرګ ژوبله تر شلو واوښته

ارشیف
ارشیف

د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، په تیرو دریو ورځو کې په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ورښتونو له امله دا مرګ ژوبله په کاپیسا، پروان، دایکندي، رزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه کې اوښتې ده.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې نن په خپاره کړي بیان کې دا هم وویل چې د ورښتونو او سیلونو له امله دوه سوه څلور اویا کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نژدې یو زر پنځه سوه شپیته کورونه په جزیي ډول تخریب شوې دي.

په افغانستان کې د تیرو درې ورځو په ترڅ کې د ورښتونو له امله یوشمیر مالي زیانونه هم اوښتې دي او د شاوخوا دولس سوه څارویو د له منځه تللو خبرونه خپاره شوې دي.

د سالنګ لویه لار د وړو موټر پرمخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار-ارشیف
د سالنګ لویه لار-ارشیف

د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د حفظ او مراقبت د مسوولینو د هڅو په ترڅ کې یوه لیکه سړک پرانیستل شوی دی چې د سالنګ دواړو لوریو ته ولاړو مسافروړونکو موټرو ته اجازه ورکړل شوې ده چې حرکت وکړي.

حقشناس زیاته کړه چې د لارې د پاکیدو هڅې روانې دي چې سمه خلاصه شي او بیا ټولو موټرو ته د تیریدو امکانات برابر شي.

د ټولګټو چارو وزارت د ویاند په وینا که چیرته واوره او توفان ودریږي نو سبا به دا لویه لار په بشپړ ډول پرانیستل شي.

د سالنګ لویه لار د دوشنبې له ورځې راهیسې د درنې واورې او توفان له امله د ترافیک پرمخ بنده شوې وه.

قزاقستان وايي افغانستان ته یې ۲۶۰زره ټنه غنم صادر کړي

Khabieh
Khabieh

قزاقستان وايي، په وروستیو څه کم درو میاشتو کې یې افغانستان ته ۲۶۰ زره ټنه غنم صادر کړي دي.

قزاق چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له مياشتې څخه د ډسمبر تر ۱۹مې پورې یې افغانستان ته د غنمو صادرات ۳۶٫۸ سلنه زيات شوي، چې له ۱۹۰ زره ټنه څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د دوی په وينا، افغانستان لا هم د قزاقستان د غلې دانې د صادراتو لپاره يو مهم ترانزيتي لوری دی.

په ټوله کې، قزاقستان په همدې موده کې بېلابیلو هیوادونو ته ۳٫۹ ميليون ټنه غله صادره کړې، حال دا چې په ۲۰۲۴ کال کې دا اندازه ۳٫۴ ميليون ټنه وه.

دا مهال قزاقستان د نړۍ ۴۵ هېوادونو ته غله صادروي.

د قزاقستان د کرنې وزير، ايداربيک ساپاروف، ويلي چې د دغه هېواد د غلې دانې د صادراتو مجموعي ظرفيت شاوخوا ۱۳ ميليونه ټنه دی.

د واورو د اورېدو له کبله د هرات- تورغونډۍ لاره بنده شوه

د هرات–تورغونډۍ لویه لاره پرون (چهارشنبې) د واورې اورېدو او د سړک د ښویېدو له امله د باروړونکو او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

تورغونډۍ له ترکمنستان سره د افغانستان د راکړې ورکړې مهم سرحدي بندر دی.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه ويلي چې د دې لویې لارې په بقرچر سیمه کې سړک ښویېدلی دی.

طالبانو زياته کړې چې يوازې چټک مسافروړونکي موټر کولی شي د چاینونو په کارولو سره په دې لارې تګ راتګ وکړي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د باروړونکو او درنو موټرو له چلوونکو غوښتنه شوې چې تر بلې خبریتا پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسي د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې واورې او بارانونه اوري.

د ورښتونو له کبله په ځینو سیمو په تېره بیا فراه ولایت کې سېلونه هم جاري شوي چې د سرومال تاوانونه یې اړولي دي.

د سویس د همکارۍ سازمان استازي له طالب چارواکو سره د بندیانو د حقونو په اړه خبرې وکړې

د سویس بیرغ
د سویس بیرغ

په افغانستان کې د سویس د همکارۍ سازمان استازي، د طالبانو د محبسونو د چارو ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو له مرستیال سره په کتنه کې د بندیانو د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د رعایت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

یادې ادارې پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د محابسو د پالیسۍ مرستیال ادعا کړې چې زندانونه په «اصلاحي او تعلیمي» مرکزونو بدل شوي او بندیانو ته د دیني، عصري او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

په همدې حال کې، د طالبانو د محبسونو اداره وايي چې د سویس د همکارۍ سازمان څخه یې غوښتنه کړې چې د بندیانو د خوړو د ښه‌والي، د روغتیايي تجهیزاتو د برابرولو، د درملنې د مرکزونو د جوړولو، د متخصصو ډاکټرانو د ګمارلو، د ښځینه بندیانو لپاره د ورزشي اسانتیاوو د برابرولو او همدارنګه په زندانونو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سویس د همکارۍ سازمان استازي اریک مارکله، ژمنه کړې چې دا غوښتنې به وڅېړي.

تر اوسه د سویس د همکارۍ سازمان په رسمي ډول د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ارشیف
ارشیف

د روسیې او تاجیکستان ولسمشرانو د دوه‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو مسایلو او د افغانستان د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

کرملین ماڼۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر موضوعاتو او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت او اتحاد د لا پیاوړتیا لپاره پر متقابلې ژمنتیا هم ټینګار کړی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د خبرو جزییاتو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل کېږي چې د ټلیفوني تماس اصلي محور د افغانستان وضعیت او د سیمې لپاره د هغه امنیتي پایلې وې.

دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې تاجیکستان په دې وروستیو کې د افغانستان له خاورې د ناامنۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتو یوشمیر مرستې د پاکستان لورته په تورخم کې د لارې پرانیستو ته انتظار دي

تورخم
تورخم

د پاکستان د ګمرک چارواکي وایي، نن د خوړو نړیوالې ادارې له لورې شاوخوا نهه موټر تورخم ته رسیدلي دي او د اداري کارونو له خلاصیدو وروسته به اجازه ورکړي چې د افغانستان لور ته واوړي.

په دې موټرو کې خوراکي مواد بار دي.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي صدیق اکبر نن( د ډسمبر ۳۱ مه) د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې له لورې دوی ته ویل شوې دي چې تر هغو دا موټر مه پریږدئ چې د افغانستان د لورې اجازه یې نه وي ترلاسه کړې.

د افغان طالبانو له لورې تر اوسه د دې موټرو د ورپریښودو په اړه څه نه دې ویل شوي.

پاکستان په اکتوبر کې له افغانستان سره تر جګړې وروسته دا لارې بندې کړې، بیا افغان طالبانو وویل چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغو بندې وي چې اسلام اباد بشپړ تضمین نه وي ورکړی چې دا لارې به بیا د سیاسي شخړو له امله نه تړي.

د کرکټ نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ نن د نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې عبداله احمدزی او اسحاق رحیمي هغه څیرې دي چې په ملي لوبډله کې ډير کله نه دې لوبیدلي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام د فبرروي په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي او یوه میاشت دوام وکړي.

په دې جام کې د نړۍ شل لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبیږي، له افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا یوځای شوې دي.

نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې به افغان لوبډله د جنوري له شلمې وروسته له ویسټ اینډیز لوبډلې سره د شل اورونو درې لوبې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG