د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

نړۍ

د ازبکستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړني نتایج؛ شوکت میرضیایف بیا ګټونکی شو

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازبکستان د انتخاباتو لومړني نتایج ښيي چې شوکت میرضیایف یو ځل بیا د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی شو.

د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون رئیس ضیاالدین نظام خوجه یوف نن وویل چې میرضایف په سلو کې ۸۰،۱ رایې وګټلې او د یوې بلې ۵ کلنې دورې لپاره د ازبکستان ولسمشر شو.

د منځنۍ اسیا د دې لوی هېواد خلکو پرون د اکټوبر په ۲۴مه رایې ورکړې.

د میرضیایف په وړاندې څلور داسې کاندیدان ولاړ وو چې ډېر مشهوره نه‌وو او د حکومت پلویان هم بلل شوي.

له کله چې ازبکستان په ۱۹۹۱ کال کې خپلواکۍ ته ورسېد دا په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ شپږم دور انتخابات وو.

د ازبکستان د انتخاباتو کمېسیون پرون وویل چې د رأی ورکولو په شرایطو برابرو څه باندې ۸۰ فیصده خلکو رایې ورکړې دي.

په تېر ځل انتخاباتو کې دا فیصدي څه باندې ۸۷ وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فرانسه ویتنام کې د هغې جګړې یاد غونډې ته بلل شوې چې د استعماري ځواک د پای ته رسېدو سبب یې شو

د فرانسې مشهور نښان( ایفل برج)
د فرانسې مشهور نښان( ایفل برج)

فرانسه د لومړي ځل لپاره په ویتنام کې د هغې جګړې یاد غونډې ته بلل شوې چې په نتیجه کې یې په هندو چین سیمه کې د فرانسې استعماري ځواک پای ته ورسېد.

پاریس پرون خبر ورکړ چې دفاع وزیر سیباستیان لیسورنو به راروانه اوونۍ د دین بین پو Dien Bien Phu د جګړې د اویایمې کلیزې په یاد غونډه کې د فرانسې استازیتوب وکړي.

د فرانسې دفاع وزارت ویلي دا چې ویتنام د لومړي ځل لپاره فرانسه دې مراسمو ته بولي ښيي چې دا هېواد غواړي د راتلونکي لپاره له فرانسې سره ښه اړیکي وپالي.

دین بین پو په ۱۹۵۴م کال کې د ویتنام په شمال کې د ویتنام د کمونیست پوځ پرضد د هغې مشهورې جګړې ډګر و چې په هندوچین کې یې د فرانسې استعماري واکمني پای ته ورسوله.

حماس ډلې قاهرې ته د خپل یوه پلاوي د سفر خبر تایید کړ

اسماعیل مشعل - د حماس ډلې مشر
اسماعیل مشعل - د حماس ډلې مشر

حماس ډله وايي چې پلاوی یې نن قاهرې ته ځي څو په غزه کې د اوربند په اړه خبرې بیا پیل کړي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که اسراییل هسې چې ګواښ یې کړی دی پر رفح ښار پوځي عملیات وکړي نو د وینو ویالې به وبهېږي.

بهرني منځګړي منتظر دي چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د اسراییلي برمته وو د خوشې کېدو په بدل کې د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو او په غزه کې د ۴۰ ورځني اوربند لپاره د اسراییلو طرحې ته څه ځواب وايي.

د دواړو خواوو ترمنځ خبرې چې له څو میاشتو راهیسې پیل شوي په غزه کې د دایمي اوربند لپاره د حماس د غوښتنې او د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د هغې ژمنې له کبله بې نتیجې پاتې دي چې وايي، له رفح کې څخه به د حماس ډلې جرړې وباسي.

پاکستان یو تورن سخت دریځی ناروې ته سپارلی

د پاکستان بیرغ
د پاکستان بیرغ

پاکستان د ناروې په پلازمېنه کې په ډزو تورن، یو مشکوک سختدریځی د ناروې دولت ته سپارلی دی.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې ۴۶ کلن عرفان بتي چې په ناروې کې اوسېده او د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې په ناروې کې د ډزو د پېښې د پلان په تنظیمولو تورن دی له دې پېښې مخکې له ناروې څخه پاکستان ته تللی و.

بتي په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او مخکې یې هم ناروې ته د ده د سپارلو له پرېکړې سره مخالفت ښودلی و.

په اوسلو کې د ډزو د قضیې اصلي تورن ایرانی وګړی ۴۴ کلن زنیار متاپور دی چې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې یې د دوو بارونو مخې ته ډزې وکړې. په دې پېښه کې دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

متاپور خپل جرم نه دی منلی.

که څه هم ناروې او پاکستان د تورنو د استرداد موافقه نه ده کړې، خو بیاهم د بتي د سپارلو په مسئله کې اسلام آباد د اوسلو غوښتنه ومنله.

د اوکراین ولسمشر خپلو خلکو ته؛ د روسیې پر وړاندې یو موټي اوسئ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون پر خپل هېواد د روسیې د یرغل د ۸۰۰ اته سومې ورځې په مناسبت وویل چې ټول اوکراینیان او د اوکراین متحدان باید تر وسې وسې د کریملین د پلانونو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.

ولسمشر زیلینسکي د اوکراین سرحدي ځواکونو ته په وینا کې وویل چې اوکراین له یوه سخت پړاو څخه د تېرېدو په حال کې دی، خو د ده په وینا تردې هم یوبل سخت پړاو پاتې دی چې هغه په مناسبو شرایطو د جګړې پای ته رسول دي.

هغه زیاته کړه چې نن ورځ د اوکراین خلک او متحدان یې باید د روسیې د پلانونو د شنډولو لپاره تر وسې وسې هڅه وکړي.

ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې بېګا داسې مهال وکړې چې د اوکراین په دونېڅک سیمه کې د روسیې په توغندويي حملو کې لږترلږه درې کسان ووژل شول.

روسې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې دا اشغال لاهم روان دی.

د حماس یو پلاوی نن غزه کې د اوربند د خبرو لپاره قاهرې ته ځي

د حماس جنګیالي
د حماس جنګیالي

د حماس ډلې یو جګپوړي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دې ډلې یو پلاوی به نن د مې په ۴مه د مصر پلازمېنې قاهرې ته ولاړ شي.

حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنې یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، دا خبره په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو لپاره د اسراییلو طرحې ته د لیکلي ځواب په بڼه کړې ده.

د مصر د یوې امنیتي سرچینې او د قاهرې په هوايي ډګر کې د چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پرون د مې په دریمه نېټه قاهرې ته د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر ویلیم برنز له رسېدو وروسته د حماس دې چارواکي دا څرګندونې وکړې.

برنز د غزې د جګړې په اړه د بحث لپاره مصر ته رسېدلی دی.

د پاکستان بلوچستان کې چاودنه؛ د خبریال "مولانا محمد صدیق مینګل" په ګډون درې تنه وژل شوي

ارشیف: په بلوچستان کې یوې مخکینۍ بمي چاودنې وروسته د سیمې یو انځور
ارشیف: په بلوچستان کې یوې مخکینۍ بمي چاودنې وروسته د سیمې یو انځور

د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار کې په بمي چاودنه کې خبریال او د سیمې د پرېس کلب مشر مولانا محمد صدیق مینګل په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د خضدار پوليسو تاڼې مشر غلام مصطفی رند د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې مينګل نن د هغه پر ګاډي د مقناطيسي بم په چاوده کې ووژل شو.

رند زياته کړې چې په بمي چاودنه کې دوه موټر سايکل سپاره کسان هم ووژل شول او اووه نور ژوبل شول.

تر اوسه د هغه بريد پړه چا نه ده منلې.

پوليس وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او په بريد کې به لاس لرونکو کسانو خلاف اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان او په ځانګړې توګه بلوڅ مېشتو سیمو کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

پرون په دوکۍ سیمه کې د ځای پر ځای بمب په چاودنه کې یو کس وژل شوی او د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د يو سرتېري په ګډون ۲۰ کسان ژوبل شوي وو.

د کانګو جمهوریت د بېځایه شویو په یوه کمپ کې چاودنې لږه تر لږه ۹ کسان وژلي

په کانګو کې د بېځایه شویو خلکو د کمپ یوه څنډه
په کانګو کې د بېځایه شویو خلکو د کمپ یوه څنډه

د کانګو جمهوریت د ګوما ښار په څنډه کې د بېځایه شویو په یوه کمپ کې یوې چاودنې لږه تر لږه ۹ کسان ووژل.

د مرکزي افریقا په دغه جمهوریت کې عیني شاهدانو ویلي چې دغه چاودنه نن شوې ده.

د دغه هېواد په ختیځ کې د یاغیانو او دولتي ځواکونو ترمنځ شخړې روانې دي.

تر اته کلنې ډیموکراسۍ وروسته یاغیانو په ۲۰۲۱م کال کې وسله واخیسته او د شمالي کیوو ولایت زیاتې برخې یې ونیولې.

د امریکا ولسمشر له روسیې د ټولو بندي خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشیووا چې اوسمهال د طالبانو په بند کې ده.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشیووا چې اوسمهال د طالبانو په بند کې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له روسیې د ټولو بندي خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په دغو کسانو کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشیووا، د والسټریت ژورنال خبریال ایوان ګریشکوویچ شامل دی او دواړه د هغو تورونو له کبله نیول شوي چې د هغوی ادارې او ملاتړي یې ردوي او وايي سیاسي انګېزه لري.

بایډن نن د مې د درېیمې یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، د نړۍ په هېڅ برخه کې باید خبریالي جرم ونه ګڼل شي.

جو بایډن ویلي، امریکايي خبریالان ایوان ګریشکوویچ او السو کورماشیووا والسټریت ژورنال او د ازادې اروپا/ازادي راډیو لپاره د خپل کار په تړاو نیول شوي دي.

کورماشیووا چې د امریکا او روسیې تابعیت لري، د اکټوبر له اتلسمې د بهرنیو اجنټاتو له قانون د سرغړونې له کبله په بند کې ده.

منتقدین وايي، کرملین له دغه قانون د هر مخالف غږ د غلي کولو لپاره کار اخلي.

سژورني: پر اوکراین د یرغل پر مهال یونیم لک روسي سرتېري وژل شوي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سژورني
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سژورني

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال یونیم لک روسي سرتېري وژل شوي دي.

سټیفن سژورني دا څرګندونې په هغه مرکه کې کړي چې نن جمعه خپره شوه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له نوایا ګزیت یوروپ غیردولتي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي په دې جګړه کې چې درېیم کال ته داخله شوې، د فرانسې د اټکل له مخې ۵ لکه نور روسي سرتېري ټپیان شوي دي.

سټیفن سژورني ویلي اروپا او شریکان به یې د اړتیا تر وخته یو موټي او هوډمن پاتې وي او د روسیې د پوځ ناکامي څرګنده ده.

روسیې د اوکراین په جګړه کې خپلو پوځیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې خپرې کړې نه دي.

پاکستان شمال کې ژورې درې ته د بس موټر لوېدو پېښه؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي

ارشیف: په ګلګت بلتستان کې امبولانسونه د یوې پېښې ټپیان او مړه شوي کسان روغتون ته لېږدوي.
ارشیف: په ګلګت بلتستان کې امبولانسونه د یوې پېښې ټپیان او مړه شوي کسان روغتون ته لېږدوي.

د پاکستان د شمال په یوه غرنۍ سیمه کې، یوې ژورې درې ته د یوه بس موټر د لوېدو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې چلوونکې پر بس موټر بې کنټروله شو او په نتیجه کې بس د ګلګت بلتستان یوې ژورې درې ته ولوېد.

د پولیسو یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ملایانو د جوماتونو په لوډسپیکرونو کې دا اعلان کړی او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ژغورنې عملیات ختم شوي او په ۲۱ ټپیانو کې د پنځو هغو وضعیت خراب ښودل شوی دی.

دغه بس موټر له پلازمېنې اسلام اباد څخه د ګلګت بلتستان پر لوري روان شوی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG