د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۷

ریپبلېکن ورډ کام: "افغانستان وړه ګوله نه ده چې پاکستان دې تر ستوني تېر کړي"

د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر
د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د افغان ښځینه څارنوالانو او قاضیانو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په سر کې راغلي، هغه افغان ښځې چې مخکې یې د جرمونو او سرغړونو په اړه قضاوت کاوه اوس د خپل ژوند وېره لري.

د ورځپاڼې له مخې، افغان ښځینه څارنوالانې او قاضیانې بېره لري چې دوی یا د دوی د کورنۍ غړي به ونیول شي او په دې خاطر به ووژل شي چې ښځو ته یې عدالت غوښت.

دوی وايي چې هر څه یې له لاسه ورکړي، وظیفه، کورونه او د ژوند طریقه.

ورځپاڼې د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ټولنې پر اساس لیکلي، تر ۲۰۰ ډېرې افغان قاضیانې لاهم په افغانستان کې پاتې دي چې اکثره یې له تهدید سره مخامخ دي.

نیویارک ټایمز د امریکايي مدافع وکیلې کیمبرلي ماتلي په قول لیکلي چې افغانستان د هغو ښځو لپاره چې کلونه یې کار کړی دی، یو سرخلاصی زندان دی.

  • ریپبلیکن ورډ کام

ریپبلیکن ورډ کام کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر سفر د افغانستان د ولسمشر د پخواني مرستیال امرالله صالح غبرګون خپور کړی دی.

د خپرونې پر اساس صالح ویلي، افغانستان دومره وړه ګوله نه ده چې پاکستان دې یې په اسانه تر ستوني تېره کړي.

صالح په افغانستان کې د طالبانو نژدې دوه نیم میاشتنی حکومت د پاکستان له لوري د افغانستان اشغال بللی دی.

صالح په عین حال کې په ټولو برخو کې مقاومت د ده په وینا د افغانانو د عزت او د افغانستان د اشغال د پای ته رسېدو حللار بللې ده.

  • ډي ویک خپرونه

ډي ویک خپرونې د یوې افغان اشپزې په اړه لیکنه خپره کړې چې امریکا ته د تازه ورغلیو پناه غوښتونکو افغانانو ته وطني ډوډۍ پخوي.

لیلا میر چې په افغانستان کې زېږېدلې او لویه شوې وايي چې د امریکا په سان فرانسیسکو بې سیمه کې خپلو تازه ورغلیو افغانانو ته افغاني ډوډۍ پخوي.

دا په نهه کلنۍ کې امریکا ته تللې او د خپلې کورنۍ د نورو غړیو په مرسته یې پخلی زده کړی او افغاني خواړه انلاین پلوري.

د دې ډېری مشتریان مهاجر دي په تېره بیا هغوی چې د دې د استوګنې په شااوخوا سیمو کې اوسي.

په وروستیو څو اوونیو کې لیلا میر سلګونه خوراکه نوېو راغلیو کډوالو ته وړیا ورکړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG