د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۳

یورواېشیا رېویو: سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د پام وړ سیاسي قدرت ترلاسه کړی

ارشیف، د امریکا اېف‌بي‌ای له‌خوا سراج‌الدین حقاني ته منسوب شوي انځورونه
ارشیف، د امریکا اېف‌بي‌ای له‌خوا سراج‌الدین حقاني ته منسوب شوي انځورونه
  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې له طالبانو څخه د ملالې یوسفزۍ د هغې غوښتنې په اړه د فرانسې خبري اژانس هغه لیکنه خپره کړې چې ویلي یې دي نجونې باید ښوونځیو ته لاړې شي.

په دې مقاله کې راغلي د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې یو وخت خپله پاکستاني طالبانو ښوونځي ته د تګ پر مهال په ډزو ټپي کړې وه، اوس په افغانستان کې له طالبانو غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

ورځپاڼه زیاتوي چې پوره دوه میاشتې وشوې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو له هغه راهیسې د بلخ، سمنګان او کندز پرته د افغانستان په تقریباً نورو ټولو ولایتونو کې د نجونو پر مخ ښوونځي بند دي.

طالبانو ادعا کړې چې ښوونځیو ته د نجونو د بېرته ورتګ پر یوه طرزالعمل کار کوي.

ورځپاڼه همداراز وايي، د بشر حقونو ځینو مدافعانو او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د یکشنبې په ورځ په یوه سرخلاصي لیک کې له طالبانو غوښتي چې ښوونځیو او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو پر ورتګ وضع شوي ممنوعیتونه لیرې کړي.

ملالې د اسلامي هېوادونو پر مشرانو هم غږ کړی چې طالبان دې پوه کړي چې دین ښوونځیو ته د نجونو د تګ مانع نه‌دی.

  • یورواېشیا رېویو

یورواېشیا رېویو خپرونې، په افغانستان کې د حقاني ډلې د ۴۸ کلن مشر سراج‌الدین حقاني په سیاسي ځواک لیکنه کړې.

خپرونه لیکي په کابل کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د حقاني ډلې دغه مشر ډېر د پام وړ سیاسي قدرت ترلاسه کړی دی.

د یورواېشیا رېویو د دغه مطلب د لیکونکي په باور سراج‌الدین حقاني نه‌یوازې د کورنیو چارو د وزیر په توګه د پولیسو د څانګې د مشر نقش لوبوي، بلکې هغه پر قضایي بنسټونو، په ولایتونو کې پر والیانو او پر سیمه‌ییزو قوماندانانو هم نفوذ او اغېز لري.

خپرونه وړاندې زیاتوي علاوه پر دې چې په خپله سراج‌الدین حقاني د طالبانو د قدرت په دغه دور کې خپل ډېر سیاسي ځواک ترلاسه کړی، بلکې د هغه نږدې کورني خپلوان لکه د هغه تره خلیل‌الرحمان حقاني او د حقاني ډلې نور مشران لکه نجیب‌الله حقاني، عبدالحق وثیق او تاج میر جواد هم مختلفو وزارتونو ته معرفي شوي او پر مهمو موقفونو ګمارل شوي دي.

په مطلب کې ویل شوي لږ تر لږ د ۱۰ وزیرانو څخه چې نومونه‌یې تېر سپټمبر د کابینې د غړو په توګه اعلان شوي ۷ تنه‌یې له لویې پکتیا دي.

په لیکنه کې دا هم ویل شوي چې په تېرو دوه لسیزو کې سراج‌الدین حقاني له پاکستان سره ښې اړیکې درلودې او د پاکستان د استخباراتو یا ای.اېس.ای لپاره‌یې د یوه ځواکمن مټ رول لوباوه.

خپرونه دا پوښتنه مطرح کوي چې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني به لا هم د پاکستان استخباراتو ته وفاداره پاتې شي؟

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG