- مېل انلاین
د بریتانیا مېل انلاین انټرنټي خپرونې پرون په دې عنوان لیکنه خپره کړې چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتونو او اروپايي ټولنې ته پر افغانستان د بندیزونو د دوام په صورت کې د پناه غوښتونکو د بلې څپې خبرداری ورکړ.
د لیکنې په دوام راغلي، د طالبانو حکومت د امریکا او اروپايي ټولنې مشرانو ته خبرداری ورکړ، که پر دوی فشارونه دوام وکړي، امکان لري چې د افغانستان امنیت ورسره کمزوری شي او دغو هېوادونو ته د اقتصادي پناه غوښتونکو د بلې جوپې د ورماتېدو سبب شي.
د مېل انلاین په لیکنه کې راغلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې غربي ډیپلوماتانو ته ویلي، د افغانستان د حکومت کمزوري کول، د هېچا په ګټه نهدي چې دا کار د نړۍ پر امن هم مستقیم اغېز کولای شي او ورپسې به د اقتصادي کډوالۍ سبب شي.
امیر خان متقي په قطر کې یوه کنفرانس ته ویلي، د طالبانو حکومت له غربي نړۍ، د خلیج له هېوادونو او عربي نړۍ سره ځانګړې اړیکې غواړي.
د مېل انلاین د لیکنې په دوام راغلي، د طالبانو ډلې د افغانستان هغه حکومت چې امریکا یې ملاتړ کاوه تر دوو لسیزو وروسته په اګسټ میاشت کې ړنګ او خپل حکومت اعلان کړ.
نړیوالو بندیزونو د افغانستان چې د داعش ډلې د خراسان څانګې له حملو سره مخامخ دی د ثبات د ټینګښت د هڅو اغېز کمزوری کړی دی.
لوېدیځ هېوادونه وايي، طالبان باید د ښځو، نجونو او نورو اقلیتونو حقونو ته په درناوي سره یو لړ شرایط پوره کړي چې ورسره تعامل وکړای شي.
- نشنل انټرسټ
د امریکا خپرونې نشنل انټرسټ په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داعش ډلې په باب لیکنه خپره کړې ده چې خراسان څانګهیې په افغانستان کې کوچنی، خو فعال حضور لري.
د خپرونې په حواله دغې ډلې لومړی د طالبانو ترڅنګ د افغانستان د مخکېني حکومت پر خلاف حملې کولې چې د امریکا متحده ایالاتو او نورو ائتلافي ځواکونو لهخوا یې ملاتړ کېده، خو وروسته چې طالبانو په اګسټ میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د داعش ډلې خراسان څانګې یې پر خلاف ځینې حملې وکړې.
راپورونه وايي، د طالبانو ځینې تګلارې د دې سبب شوي چې د دوی ځینې پیاده جنګیالي پر ډلو ټپلو سره ووېشل شي، ځینې یې له طالبانو څخه جلا او د القاعده شبکې او د داعش د خراسان څانګې په څېر لا افراطي ډلو ته مخه کړي.
د نشنل انټرسټ د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، د طالبانو مشرتابه د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې د دوی قوماندانان د خپلو ټولو غړو سابقه وګوري او په دې ډول د نورو افراطي ډلو د هغو غړو مخه ونیسي چې د طالبانو په لیکو کې پټ دي.
طالبانو پرون چهارشنبه هم د خپلو لیکو د تصفیې په نوم د یوه کمېسیون د جوړولو اعلان وکړ چې په مرستهیې له خپلو لیکو هغه کسان وباسي چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي.
دا کمېسیون د طالبانو په مشرۍ حکومت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست له لوړپوړو چارواکو تشکیل شوی او د یوه کاري طرزالعمل له مخې به په ټولو ولایتونو کې خپل کار مخ ته وړي.