د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ لړم ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۴۰

افغانستان

امریکا: غواړو افغانانو ته ډپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ برابر کړو

ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحد ایالاتونه وايي، غواړي له نړیوالې ټولنې سره یوځای افغانانو ته ډپلوماتیک، بشري او اقتصادي ملاتړ برابر کړي.

سپینه ماڼۍ افغانستان وايي، ولسمشر جو بایډن د نړۍ د شلو اقتصادلرونکو هېوادونو یا جي شل انلاین غونډې ته دا خبره پرون وکړه.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې د غونډې برخه والو د ټرورېزم او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د خطر په وړاندې د مبارزې د دوام پر اهمیت هم بحث وکړ.

د اعلامیې له مخې برخه والو ومنله چې د ښځو، نجونو او نورو اقلیتونو د اساسي-بشري حقونو ملاتړ مهم دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نوې طرحه: امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی

ارشیف، د امریکا ویزه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه (د لړم ۳مه) یوه نوې طرحه څرګنده کړه چې پر اساس یې امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی او د امریکا په متحدو ایالاتونو کې مېشتولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې طرحې پر اساس به، چې( سپانسر سرکل پروګرام) نومېږي، لږ تر لږه ۵ تنه د افغانانو د مېشتولو او سپانسر کولو غوښتنه کولی شي.

دا پروګرام د کډوالو برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې یو لوی بدلون دی.

تر دې وړاندې د ولسمشر جو بایډن حکومت په پام کې لرل چې د خصوصي سپانسرشیپ پروګرام په ۲۰۲۲ کې پیل کړي.

خان له کري څخه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون دوشنبه(د لړم ۳مه نېټه) د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره په کتنه کې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د عمران خان په قول په ټویټر کې لیکلي، ده د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د 'زرغون منځني ختیځ طرحې' په نوم کنفرانس په څنګ کې وکتل.

عمران خان له افغانستان سره د مثبت تعامل د غوښتنې په ترڅ کې د افغانانو د سوکالۍ لپاره د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو ټینګار وکړ.

تراوسه پورې د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

لا معلومه نه ده چې د سپین بولدک-چمن لاره ولې بېرته بنده شوه؟

د سپین بولدک او چمن ترمنځ کرښه

یوه ورځ وروسته له دې چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ کرښه پرانېستل شوه، پرون دوشنبه (د لړم ۳مه نیټه) زرګونه کسان او موټرونه د دې لارې د بیا بندېدو له کبله منتظر پاتې شول.

دا لار د یکشنبې په ورځ پرانیستل شوه او ژمنه وشوه چې بیا به نه بندېږي.

په وروستیو کې پاکستان د تورخم او سپین بولدک – چمن لارې د مسافرو او باري موټرو پرمخ د څو اوونیو لپاره وتړلې، خو د تورخم دروازه یې تېره چهارشنبه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له سفر سره هم مهاله پرانیسته.

افغان سوداګر او باغداران وايي چې د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو له کبله یې د میلیونونو ډالرو تاوان کړی دی.

څرګنده نه ده چې د سپین بولدک لاره پرون ولې بېرته بنده شوه؟

ملګري ملتونه: سږ نژدې ۷۰۰ زره افغانان بې ځایه شوي

یو تن افغان کډوال

ملګري ملتونه وايي، سږ کال نژدې ۷۰۰ زره افغانان بې ځایه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي کونکې ادارې یا اوچا د راپور له مخې، دا شمېر کسان د جنورۍ او سېپټمبر د میاشتو ترمنځ بې ځایه شوي دي.

دې ادارې په خپل پروني (دوشنبه-د لړم ۳مه نېټه) راپور کې ویلي، ډېری کسان د سختې بې وزلۍ له کبله نه دي توانېدلي چې خپلو اصلي مېنو ته بېرته لاړ شي.

دا راپور په داسې ورځ خپور شو چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې په را روان ژمي کې به نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو د کموالي له جدي خطر سره مخامخ شي.

قطر کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره ګوري

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او ملا برادر

ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر نن سې شنبه(د لړم ۴مه) د طالبانو له پلاوي سره په قطر کې وویني.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینیین پرون دوشنبه وویل، هېواد به یې په سختو شرایطو کې له افغانستان او افغانانو سره ودرېږي: "د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم د مرستیال شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په بلنه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د اکتوبر په ۲۵مه او ۲۶ مه نېټه د دوه ورځني سفر لپاره په دوحه کې وي. د دې سفر په لړ کې به وانګ يي د طالبانو د سرپرست حکومت له یوه پلاوي سره هم وویني."

د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر په قطر کې دی او ښايي نوموړی د چین له بهرنیو چارو وزیر سره نن وویني.

د چاپ شویو برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د کابل په ټولو وېش څانګو کې بیا پیل شو

ارشیف، برېښنايي تذکره

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي اداره په کابل کې د چاپ شویو برېښنايي تذکرو د وېش د لړۍ د بیا پیل خبر ورکوي.

دې ادارې نن پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا لړۍ د پلازمېنې کابل د برېښنايي پېژندپاڼو په ټولو وېش څانګو کې پیل شوې.

په بیان کې هغو کسانو ته چې د روان کال د زمري/ اسد تر ۲۰مې یې د کابل د برېښنايي تذکرو په وېش څانګو کې د بایومټریک بهیر بشپړ کړی خبر ورکړل شوی چې د خپلو تذکرو د ترلاسه کولو لپاره اړوندو څانګو ته ورشي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له استازو سره په قطر کې ګوري

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

په پام کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د طالبانو له استازو سره په قطر کې وګوري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین په یو خبري غونډه کې وویل، په دې کتنو کې به چې نن او سبا سې شنبه په دوحه کې پلان شوې دي د دواړو لورو د ګډو اندېښنو په اړه بحثونه وشي.

د ښاغلي وانګ په وینا د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې یو اساسي بدلون راغلی او خلکو تاریخي فرصت ترلاسه کړی چې د خپل هېواد د برخلیک په اړه په ازادۍ سره پرېکړه وکړي، خو هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی او د بهرنیانو مرستې ته بېړنۍ اړتیا لري.

چین او د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو چین له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا په مقصد په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی دی.

طالبان: په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته نه‌یو بلل شوي

طالبان

د طالبانو حکومت وايي چې په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته دوی نه‌دي بلل شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه غونډه چې په ایران کې جوړېږي د افغانستان د ګاونډیانو غونډه ده. موږ ته‌یې تر دې دمه بلنه نه‌ده رالېږلې. موږ د جزئیاتو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه‌یې ځواب نه‌دی راکړی."

ایران هم تر اوسه نه‌دي ویلي چې طالبانو ته‌یې په دې غونډه کې د ګډون بلنه استولې کنه، خو ښاغلي مجاهد وویل، دا غونډه د افغانستان په ګټه ده.

د ایران فارس خبري اژانس پرون راپور ورکړ چې په تهران کې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

راپور زیاتوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به هم په انلاین ډول په غونډه کې حاضر وي، خو په غونډه کې د روسیې د ګډون په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.

ملګري ملتونه: د افغانستان نیم وګړي به د ژمي له پیل سره د خوړو کمښت سره مخ شي

له جګړې بې‌ځایه شوې يوه افغان کورنۍ

د ملګرو ملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي به د ژمي له پیل سره سم د غذايي موادو له کمښت سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ګډ بیان کې چې نن دوشنبې خپور شو د یو وروستي ګډ راپور په اساس وايي ۲۲،۸ ملیون افغانان به د راروانې لېندۍ میاشتې له پیل وروسته د خوړو له سختې بې‌امنیتۍ سره مخامخ شي.

دې ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان لا له مخکې د نړۍ له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیه رئیس ډېوېډ بیسلي ویلي دي چې په راروان ژمي کې که له افغانستان سره حیاتي مرستې ونه‌شي، نو ملیونونه افغانان به اړ شي چې د مهاجرت او لوږې ترمنځ یو خوښ کړي.

هغه زیاته کړه چې دا ناورین شېبه په شېبه نږدې کېږي او که پر وخت اقدام ونه‌شي، نو داسې یو ناوړه حالت به حتماً پېښ شي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خلکو ورځنی کاروبار او اقتصادي فعالیت په ټپه درېدلي دي.

هیومن رایټس واچ: پر افغان شیعه‌ګانو حملې د بشريت ضد جنایتونو سره انډول دي

په کندهار کې د شیعه مذهبو ډله‌ییز قبرونه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي په افغانستان کې پر شیعه‌ګانو د داعش ډلې د خراسان څانګې حملې د بشريت پر ضد له جنایتونو سره انډول دي.

هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې نن دوشنبه (د لړم په ۳مه) خپور شو ویلي چې دې ډلې په پرله‌پسې ډول داسې خونړۍ حملې کړې دي چې هدف‌یې د وېرې خورول او په خاص ډول د افغانستان هزاره قوم ته انتهايي زیان اړول دي.

په بیان کې راغلي دي چې پر هزاره قوم د داعش ډلې پرله‌پسې حملې د بشریت پر ضد له جنایتونو سره انډول دي او د دې حملو عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په تېره تلې میاشت کې په کندز او کندهار ولایتونو کې په خونړیو حملو کې چې د دواړو مسؤلیت د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه نږدې ۱۵۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

کابل د هوټل لرونکو ټولنه: کارونه مو له ۱۰۰ سلنې ۲۰ سلنې ته کم شوي

په کابل کې د واده یو هوټل

د کابل د هوټل لرونکو ټولنه وايي، کارونه‌یې کم شوي دي.

د دې ټولنې رئیس محمد نادر قرغه‌يي نن دوشنبه (د لړم په ۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی کارونه له ۱۰۰ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راکم شوي دي.

ښاغلی قرغه‌يي وايي، که څه هم طالبان د دې هوټلونو په فعالیتونو کې مداخله نه‌کوي، خو د پیسو د نشتوالي او د بانکي ستونزو له امله دا هوټلونه له اقتصادي اړخه ډېر زیانمن شوي دي.

د ښاغلي قرغه‌يي په وینا په تېر حکومت کې به شپه او ورځ په هوټلونو کې محفلونه وو، خو اوس په اوونۍ کې یو محفل هم نه‌کېږي.

هغه زیاته کړه، که په افغانستان کې د بانکونو ستونزه حل شي، ممکن د هوټلونو اقتصادي وضعیت هم ورسره ښه شي.

د کابل د هوټل لرونکو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ په کابل ۱۲۴ هوټلونه شته چې اوس‌یې ډېر غیر فعال او بې‌محفلونو دي.

د ایران په کوربه‌توب د افغانستان په اړه یوې سیمه‌ییزې غونډې ته چمتووالی

د ایران او افغانستان ترمنځ پوله

د افغانستان په اړه د ایران په کوربه‌توب سیمه‌ییزې غونډې ته چمتووالی روان دی.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي چې د افغانستان ګاونډیان وربلل شوي دي.

معلومه نه‌ده چې ایران طالبانو ته هم بلنه لېږلې او که نه، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون وویل چې د ایران غونډه کې ګډون نه‌کوي.

مجاهد بیا د ایران په کوربه‌توب دا غونډه د افغانستان لپاره ګټوره وبلله.

د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې دې غونډه کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر به په انلاین ډول دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د روسي استازي ګډون یا نه‌ګډون لا کره شوی نه‌دی.

تېره اوونۍ مسکو د ورته غونډې کوربه و چې د طالبانو د رئیس‌الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ورغلی و.

 طالبان وايي د کابل لوېدیځ کې له لوږې د مړه شویو ماشومانو په اړه څېړنه کوي

د کابل لویدېځ کې مړه شوي ماشومان

طالبان وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې ویل کېږي د کابل ښار لوېدیځ کې ۸ ماشومان له لوږې مړه شوي دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "په دې اړه څېړنه کوو، تر اوسه موږ داسې معلومات نه‌لرو چې اته ماشومان دې له لوږې مړه شوي وي، هغه هم په کابل ښار کې. په هر صورت دې برخه کې څېړنه کوو چې معلومه کړو رښتیا ده او که پروپاګند."

ازادي راډیو که څه هم هڅې وکړې چې د دغو ماشومانو په اړه معلومات ومومي، خو له زیاتو هڅو سره سره ونه‌توانېده.

پرون په دې اړه کابل کې ځایي رسنیو خبر خپور کړ او بیا سیاستوال او پخواني جهادي مشر محمد محقق هم پر خپل فېس‌بوک دا خبر ورکړ.

محقق ویلي چې دا ماشومان د کابل په ۱۳مه حوزه کې مړه شوي او جسدونه‌یې د جومات ملا امام او د سیمې خلکو خاورو ته سپارلي دي.

په خواله رسنیو د یو ملا امام وېډیو ښکته پورته کېږي چې وایي دغه ماشومان څلور خویندې او دوه وروڼه وو او مور او پلار یې له وړاندې وفات شوي، د جنازې تکفین او تدفین ته ورغلی دی.

دا ملا امام محمد علي بامیاني نومېږي او په دې مرکه کې یې ویلي چې درې اوونۍ مخکې هم د ورته پېښې شاهد و او د یوې کورنۍ اته غړي د لوږې له امله مړه شوي وو، خو اوس تازه‌یې د شپږو ماشومانو جنازې کړې دي.

محمد محقق بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د لوږې له امله د اتو ماشومانو د مړه کېدو په اړه‌یې د یو ملا امام له قوله داسې څه اورېدلي دي.

خپلواکو سرچینو لا تر اوسه د دې پېښې په اړه چې ویل کېږي درې اوونۍ مخکې شوې، څه نه‌دي ویلي.

ملګرو ملتونو وروستیو کې خبرداری ورکړ چې راتلونکی کال به د افغانستان ۹۷ فیصده خلک د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.

هرات کې درې تنه له طالبانو سره نښته کې ووژل شول

ارشیف، هرات کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

په هرات کې درې تنه له طالبانو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په خپل ټویټر باندې په یوه بیان کې وژل شوي کسان انسان تښتوونکي بللي دي.

هغه ویلي دا درې تنه د هرات د ۱۵مې حوزې په پل دوزان سیمه کې یوې ودانۍ ته ختلي وو چې د طالبانو له‌خوا محاصره او ووژل شول.

خوستي ویلي د طالبانو غړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

مخکې له دې ځینو سیمه‌ییزو سرچینو ویلي وو چې په نښته کې د طالبانو د ملا منان نیازي انشعابي ډلې وسله‌وال ښکېل وو.

د طالبانو لاس ته د هرات ښار تر لوېدو راوروسته دا په شااوخوا دوو میاشتو کې لومړنۍ وسله‌واله نښته بلل کېږي.

د طالبانو وسله‌والو تورخم کې 'دوه افغان خبریالان' وهلي

ارشیف، تورخم کې د طالبانو یو شمېر وسله‌وال

د طالبانو وسله‌والو په تورخم ښارګوټي کې دوه افغان خبریالان وهلي دي.

د راپورونو له مخې د طالبانو کسانو د طلوع‌نیوز پر خبریال صداقت غورځنګ او د جاج نیوز په نوم د یوې وېب‌پاڼې خبریال جاوېد رازمند باندې نن هغه وخت لاس پورته کړی چې دوی تورخم ته د افغان مسافرو په اړه د راپور جوړولو لپاره ورغلي وو.

د صداقت غورځنګ خبرې د طلوع پر فېس‌بوک خپرې شوي: "یو کتار و چې مسافر په‌کې درېدل. موږ چې کله ورورسېدو یو طالب راغی زما کمره او ترای پاټ‌یې واخیستل. په دې ترای پاټ (پایې) باندې یې په سر ووهلم. په قنداغونو یې هم ووهلم."

غورځنګ دا ادعا هم کړې چې طالبانو د ده کمره او وسایل مات کړي او سیند ته‌یې اچولي دي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې له خبریالانو غوښتي و چې د لاریونونو پوښښ ته دې نه‌ورځي.

له کله چې طالبان واکمن شوي ګڼ خبریالان په پلازمېنې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې وهل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG