د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ تله ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۲۷

ګارډین: عمران خان غوسه دی چې ولې بایډن ورسره ټیلیفوني اړیکه نه نیسي


ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان
  • ګارډین

د ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په تړاو د امریکا او پاکستان د اړیکو پر ترېنګلتیا لیکنه کړې.

ګارډین پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې ویندي شېرمن سفر ته په اشاره لیکي چې اغلې شېرمن پاکستان ته په ښکاره ویلي چې د امریکا او پاکستان اړیکې ترېنګلې شوي دي.

شېرمن هند ته د خپل سفر په درشل کې په ممبي کې د یوې عامه غونډې څخه په ګټې اخیستنې په ډاګه کړه چې امریکا د پاکستان سره د اړیکو پاللو ته لېوالتیا نه لري.

دې زیاته کړې چې پاکستان ته یې وروستی سفر د یوې مشخصې موضوع او هغه هم د افغانستان او طالبانو په اړه د خبرو په مقصد و.

ګارډین د شېرمن له قوله لیکي: "موږ دې ته چمتو نه یو چې له پاکستان سره پراخې او ژورې اړیکې ولرو."

پاکستان ته د شېرمن په سفر کې پلان شوې وه چې هغه به له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري، خو دا کتنه نه ده ترسره شوې.

ورځپاڼه د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي له خولې وايي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ترېنګلې دي او یوه کړکېچ ته د داخلېدو په حال کې دي.

دې چارواکي همدا راز زیاته کړې چې عمران خان دې ته هم په غوسه دی چې ولې یې تر اوسه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري ټیلیفوني اړیکه نه ده ترلاسه کړې.

په همدې حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري بیا ویلي چې په پاکستان کې د دغه هېواد د چارواکو او شېرمن ترمنځ خبرې ښې وې.

ګارډین وړاندې لیکي چې پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د دوه ګوني رول په لوبولو تورن دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې دغه هېواد له یوې خوا ځان د امریکايي پوځیانو متحد باله او له بل لوري یې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه.

  • مېل انلاین

مېل آنلاین انګلستاني ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش په وسیله د طالبانو د تضعیف کولو په اړه یوه لیکنه خپره کړې.

په دغه مطلب کې چې ورځپاڼې د فرانس پرېس خبري اژانس له قوله خپور کړی، راغلي په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په خاطر هڅه کوي، خو د داعش ډلې خونړیو حملو دوی له ننګونو سره مخ کړي دي.

مطلب کې په کندز ولایت کې د جمعې ورځې ځانمرګي حملې ته هم اشاره شوې چې په کې نږدې ۵۰ تنه ووژل شول او مسئولیت یې داعش ډلې منلی.

په لیکنه کې ویل شوي چې داعش ډلې له افغانستانه د بهرني پوځیانو په وتلو، خپل فعالیت هم پراخ کړی.

  • ګلوبل نیوز

کاناډايي ګلوبل نیوز نشریې په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو له لوري پر وضع شوېو محدودیتونو لیکنه کړې.

لیکنه په دې جمله پیلیږي چې دلته د زرګونه ښځو غږ دی، خو طالبان نه غواړي نړېوال یې واوري.

په مطلب کې د عایشې په مستعار نوم د یوې ۲۰ کلنې افغان نجلۍ خبرې راخیستل شوي چې وايي: "نړۍ موږ د طالبانو تر واک لاندې په یوه ناورین کې پرېښودو."

ورځپاڼه زیاتوي چې عایشه د یوې ورزشکارې او ځوانې مېرمنې په توګه چې غواړي پوهنتون ته ولاړه شي، د افغانستان واکمنان خپل دښمنان ګني.

ورځپاڼه وړاندې له افغانستانه د امریکایانو له وتلو وروسته دغه هېواد کې پر ښځو د طالبانو له خوا پر وضع شوېو بندیزونو تمرکز کوي.

مطلب کې د لیدا په نامه د یوې افغانې عکاسې له خولې ویل شوي چې د طالبانو له وېرې په کابل کې په یوه امن ځای کې پټه شوې.

هغې ویلي، په دې دلیل چې له یوې نړېوالې رسنۍ سره یې کار کاوه، اوس د طالبانو له لوري د ګواښ سره مخ ده.

XS
SM
MD
LG