د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

مېل انلاین: جلال‌اباد د طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ د رقابت او جګړې ډګر دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلاین

د مېل انلاین ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش وسله‌والو په زیاتېدونکي فعالیت باندې لینکه کړې ده.

ورځپاڼې په دغه لیکنه کې پر دې تبصره کړې چې داعش ډله په ۲۰۱۹ کال کې د امریکايي پوځیانو د وسله‌والو حملو په نتیجه کې ځپل شوې وه، خو بېرته دوهم ځل لپاره په ۲۰۲۰ میلادي کال په کونړ ولایت کې ورو ورو فعاله شوه.

ورځپاڼه وايي داعش ډله د هېواد په مختلفو سیمو کې د حملو مسؤلیت مني.

مېل انلاین د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله لیکي، د دوی کسانو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سې شنبې په شپه څلور داعشیان له وسلو او د هویت له اسنادو سره نیولي دي.

د اګسټ له ۱۵مې نېټې چې کابل د طالبانو لاس ته لوېدلی، داعش ډلې په افغانستان کې د څو خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی.

ورځپاڼه زیاتوي چې داعش ډلې د سې شنبې په شپه کونړ ولایت کې د طالبانو یو موتړ په نښه کړ چې یو شمېر طالبانو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

دغې ډلې په کابل کې د تېرې یکشنبې په ورځ د عیدګاه جومات مخې ته د برید مسؤلیت هم ومانه. په دغه برید کې پنځه ملکي کسان ووژل شول.

د مطلب لیکوال د کابل پر هوايي ډګر د اګسټ ۲۶مې نېټې انتحاري حملې ته هم اشاره کړې چې په‌کې د انلاین مېل د ورځپاڼې په وینا د ۱۳ امریکايي ځواکونو په ګډون ۱۶۹ کسان ووژل شول.

ورځپاڼه وايي چې جلال‌اباد د طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ د رقابت او جګړې ډګر دی.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې افغانستان ته د بریتانوي چارواکو په ورتګ لیکنه کړې.

د مطلب لیکوال پاتریک وینتور کاږلي چې بریتانوي چارواکي د طالبانو پر لاس د کابل له نیولو وروسته په لومړي ځل افغانستان ته ورغلي او په کابل کې یې د بشري بحران د ختمېدو او همداراز په خوندي توګه د بریتانوي اتباعو د بېرته راستنېدو په اړه خبرې کړې دي.

لیکوال وايي، دا د طالبانو او د غربي نړۍ د سیاستوالو ترمنځ د لومړیو سیاسي اړیکو ښکارندویي کوي.

بریتانیا په افغانستان کې رسمي مأموریت نه‌لري، خو د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفارت په قطر کې فعال دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا د لومړي وزیر خاص استازی سیمون ګاس او په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر یا د چارو مسؤل مرتین لاګندین تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی و.

د افغانستان په اړه د ګارډین په دغه مقاله کې راغلي چې دغه بریتانوي پلاوي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي، د رئیس‌الوزرا مرستیالانو ملا غني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي سره په افغانستان کې د احتمالي بشري ناورین د مخنیوي په اړه خبرې کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې دواړه لورو په دې هم سره غږېدلي چې افغانستان د بیا ځل لپاره د ترورېستانو ځاله نه‌شي او په څه ډول وشي کولای په مصون ډول بریتانوي اتباع له افغانستان نه انګلستان ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG