د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

نشنل نیوز: هغه جګړه‌ماران چې افغانستان‌یې دړې وړې کړی اوس جلاوطنۍ کې لاس او پښې وهي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نشنل نیوز

د نشنل نیوز انټرنټي خپرونې په یوه لیکنه کې د افغانستان روان وضعیت ته کتنه کړې او لیکي، هغه جګړه‌ماران چې افغانستان‌یې دړې وړې کړی او پر دې هېواد د امریکا د پوځي حملې تر شا یې د قدرت پیاوړي څلي جوړ کړي و، اوس په جلاوطنۍ کې لاس او پښې وهي.

نشنل نیوز لیکي، کله چې شپږ اوونۍ مخکې طالبانو کابل ونیو، دغو جګړه‌مارانو تر خپل نفوذ لاندې سیمې او ماڼۍ له لاسه ورکړې، خو دوی تر اوسه په خپلو پخوانیو لقبونو پورې نښتي دي.

دوی هغه والیان دي چې ولایتونه نه‌لري، هغه جنرالان دي چې پوځونه نه‌لري.

د خپرونې په لیکنه که څه هم ډېرې کمې نښې لیدل کېږي چې دوی دې په روان دوبي کې د افغانستان له چټک سقوط څخه کوم درس اخیستی وي، له لیرې د بل حرکت لپاره توطئې جوړوي. د دوی ترمنځ د ژورو اختلافاتو سره سره خپرونه د لږ تر لږه دوو مخالفو ډلو د یوځای کېدو خبره کوي.

د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور زوی خالد نور ویلي، دوی ته په‌کار ده چې د یوې متحدې جبهې د رامنځته کولو لپاره کار وکړي او مشري یې یو داسې څوک واخلي چې لسیزې په خپل هېواد کې پاتې شوی وي.

نشنل نیوز خپرونه وړاندې لیکي، د نور پلار له مارشال عبدالرشید دوستم سره چې دواړه په یوه ورځ له افغانستانه وتښتېدل، ګډ کار کوي.

په لیکنه کې وړاندې لولو، عطا محمد نور اوس په دوبۍ کې دی او دوستم هم بېرته ترکیې ته تللی، هغه هېواد ته چې نوموړي ورسره له اوږدې مودې راهیسې اړیکې پاللي.

د نشنل نیوز په لیکنه ښاغلي نور ویلي، خلک دې تمه نه‌کوي چې یوه معجزه به وشي او زیاتوي موږ نه‌شو کولای چې افغانستان بېرته په درېیو میاشتو کې ونیسو.

د نشنل خپرونې په لیکنه ښکاري چې بله ډله د افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر صلاح‌الدین رباني او احمد مسعود ترمنځ چې دواړه نږدې دوستان دي، جوړه شوې.

مسعود چې د افغانستان د پخواني نوموتي جهادي قوماندان احمد شاه مسعودی زوی دی، د طالبانو په وړاندې د دوهم مقاومت په نوم ډلې مشري کوي.

د نشنل نیوز په لیکنه ډېرې هڅې روانې دي چې مهمې څېرې سره راټولې شي او پر یوه مشرتابه او یوې ستراتېژۍ موافقه وشي، خو یوه ستونزه چې په دې برخه کې تر اوسه نه‌ده هواره شوې، د یوه کوربه موندل دي.

د خپرونې په لیکنه په اوس وخت کې د یوه فعال سیاسي مقاومت لپاره د کوربه په وړاندې احتمالي غبرګون ډېر لوري څنډې ته کړې دي.

وړاندې لولو په دې برخه کې یوه غونډه چې په پام کې وه تېره میاشت په ترکیه کې وشي، هغو اندېښنو ته په پام چې ښایي هغه طالبان په غصه کړي، لغوه شوه.

  • سټارز انډ سټرایپس

امریکایي سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې په یوه لیکنه کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه کړې او په یوه برخه کې یې لیکي، د پلازمېنې کابل په هره برخه کې لیدل کېږي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت په چټکۍ مخ په خرابېدو دی.

د دولتي ادارو له کارکوونکو نیولې چې تنخواوې یې نه‌دي اخیستي او د نغدو پیسو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ د بانکونو په مخ کې په کتارونو کې تېروي، د دې ښار په لوی پارک کې د جګړو له امله تر بې‌ځایه شویو کورنیو پورې، خلک ډېر پارېدلي دي.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، ۱۸ کلن امان نصیر چې د خرادي په یوه ورکشاپ کې یې کار کاوه او له امریکایي ځواکونو سره د یوه قرارداد له مخې یې هغوی ته فولادي سیفونه جوړول وایي، اوس چې امریکایي ځواکونه له دې هېواده تللي، ورکشاپ‌یې تړل شوی او دی د دې ورکشاپ له نورو ۱۵ کارګرانو سره بې‌کاره شوی دی.

نصیر وایي، په خوا کې یې شریفه علي چې د خیاطۍ دکان لري، په دې وروستیو کې مجبوره شوه چې د خپل پخلنځي عصري وسایل د کور د زړو وسایلو د خرڅلاو په بازار کې وپلوري ځکه له کله چې طالبان د اګسټ له نیمایي واک ته رسېدلي، ډېر مشتریان‌یې نور دکان ته نه‌ورځي.

د نوموړي په وینا، هغه اوس هیله کوي چې دې ته مجبوره نه‌شي چې د خیاطۍ ماشین هم وپلوري.

د سټارس انډ سټرایپس په لیکنه نصیر وایي، خلک اوس هغسې چې له طالبانو په لومړیو ورځو کې بېرېدل، نه‌بېرېږي، خو ستونزه اوس دا ده چې زموږ خېټې مړې نه‌دي.

XS
SM
MD
LG