د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۹

افغانستان

سویس کې افغان سفارت د امرالله صالح په مشرۍ خپل کار ته دوام ورکوي  

امرالله صالح
امرالله صالح

په سویس کې د افغانستان سفارت وايي، د امرالله صالح په مشرۍ به د افغانستان حکومت په تبعید کې خپل کار ته دوام ورکړي.

په سویس کې د افغانستان د سفارت له خبرپاڼې سره سم، ژر به د دولت درې ګونې قوې؛ اجراییه، قضاییه او مقننه په تبعید کې فعالې شي.

په دې بیان کې نه دي ویل شوي چې د ښاغلي صالح په مشرۍ حکومت به په کوم هېواد کې جوړ شي.

خو وروسته له دې چې د اګسټ په پنځلسمه طالبانو کابل ونیوه او د افغانستان ولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو ته لاړ، امرالله صالح په پنجشېر کې ځان د هېواد سرپرست ولسمشر اعلان کړ او اوس ویل کېږي چې نوموړی احتمالاً په تاجکستان کې دی.

په سویس کې د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د خلکو په رایو منتخب مشروع دولت بلل شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ له سانسور او محدودیت سره مخ افغان خبریالان او رسنۍ

افغان خبریالان او فوټو ژورنالیستان
افغان خبریالان او فوټو ژورنالیستان

نن، یکشنبه، د می ۳ مه، د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

د بې پولې خبریالانو د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ په ۱۷۵ ځای کې دی.

د راپورونو له مخې، اوس مهال څلور افغان خبریالان د طالبانو په توقیف کې دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول خبریالان بې له شرطه خوشې کړي.

هغه تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې طالبان باید ډاډ ورکړي د رسنیو کارکوونکي د غچ اخیستنې، ځورونې او نیول کیدو له ویرې پرته کار کولی شي.

ریچارډ بینیټ زیاته کړه چې په افغانستان کې د ازاد او خپلواک ژورنالیزم لپاره فضا تقریبا ورکه شوې ده او خبریالان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې د سانسور، ډار او توقیف له زیاتیدونکي بهیر سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې حکومت په ټولنه کې د رسنیو په اساسي رول باور لري.

هغه په یوه ویډیو پیغام کې چې نن خپور شو، وویل د طالبانو حکومت له رسنیو څخه وغوښتل چې "خپل فعالیتونه د افغانانو د اصولو، دیني او کلتوري ارزښتونو، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ، د هیواد د لوړو ګټو او د فردي محرمیت د ساتنې په چوکاټ کې تنظیم کړي."

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي.

د افغانستان یوولسو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سېلونو په اړه خبرداری ورکړل شوی

کابل کې یوه باراني ورځ
کابل کې یوه باراني ورځ

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې په یوولسو ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې وړاندوینه کړې چې بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشیر، نورستان، کونړ، ننګرهار او لوګر به یکشنبه د درنو بارانونو، تالندې برېښنا او سیلابونو شاهد وي.

تمه کیږي چې د باران اندازه به په مختلفو ځایونو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

د کونړ د برید په اړه د بریټانیا د ځانګړي استازي اندېښنې د پاکستان عکس العمل پارولی

د تېرې دوشنبې په ورځ کونړ باندې څو بریدونه وشول - دا یې یو ټپي دی
د تېرې دوشنبې په ورځ کونړ باندې څو بریدونه وشول - دا یې یو ټپي دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې چې د کونړ د برید په تړاو یې کړې وې یو اړخیزې او غیر متوازنې بللې دي.

د افغانستان لپاره د بريټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په کونړ باندې د بریدونو په اړه اندېښنه ښوولې وه او ټینګار یې کړی وو چې د ملکیانو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په خپل بیان کې ادعا کړې چې د دوی پوځیانو د افغان طالبانو پوستې او د دوی په ادعا د ترهګرو مراکز په نښه کړي.

د افغانستان لپاره د بريټانیا ځانګړي استازي ښاغلي لینډسي د یوناما د هغه بیان ملاتړ هم ښوولی وو چې په کونړ باندې په هوايي برید کې د لسګونو ملکیانو د مرګژوبلې د مستندولو په اړه ورکړی وو.

د کونړ ولسي خلکو په تېره د پوهنتون محصلینو ویلي چې د پاکستان ټول هوايي بریدونه په هستوګنو سیمو او د سیدجمال الدین افغاني په پوهنتون شوي.

ازادي راډیو ته له کونړه یوې باوري سرچینې تایید کړه چې د تېرې دوشنبې ورځې اپرېل ۲۷مې برید کې لږ تر لږه ۷ ملکیان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.

د مرګژوبلې لویه برخه ماشومانو او ښځو ته رسېدلې او په ټپیانو کې د کونړ د پوهنتون دېرش محصلین هم شامل دي.

فوزیه کوفي وايي طالبانو یې شخصي کور نیولی او یو شمېر خپلوان یې ورته بندیان کړي

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله - فوزیه کوفي
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله - فوزیه کوفي

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي چې طالبانو د هغې شخصي کور نیولی او یو شمیر خپلوان یې بندیان کړي دي.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

اغلې کوفي د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه په یوه بیان کې، چې په دریو میاشتو کې یې دوه وار په کورونو حملې شوي دي.

هغې لیکلي درې میاشتې مخکې د دې شخصي کور طالب ځواکونو نیولی او د کورنۍ غړي او یو شمېر خپلوان یې اړ شول بل ځای ته کډه وکړي.

اغلې کوفي ویلي تېره اوونۍ یو وار بیا د دې د کورنۍ په نوي استوګنځي هم طالب ځواکونو چاپه وهلې او یو شمېر کسان یې نیولي دي.

هغې د نیول شویو کسانو د هویت یا شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

په اسلام اباد کې د جرمني سفارت افغانانو ته د کار او زده کړو وېزې انلاین کړې

په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت اعلان کړی چې په پاکستان کې مېشت افغان وګړي کولای شي د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د زده‌کړې او کار د ویزې لپاره په آنلاین ډول غوښتنلیک وسپاري.

سفارت پرون (جمعه)، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زده‌کړې او کار ویزو ټول غوښتنلیکونه به یوازې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ د خدماتو د انلاین پورټل له لارې پروسس کېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که چا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د انتظارلېست له لارې وخت مخکې تر مخکې اخیستی نه وي، غوښتنلیک نه شي سپارلی.

په اسلام اباد کې د جرمني سفارت وايي، دا کار یې د اسنادو د وړاندې کولو او د پروسې د بشپړولو په چارو کې د اسانتیا لپاره کړی دی.

په بدخشان کې د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۵ کاګر مړه شوي

د بدخشان ولایت په شهرِ بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

د طالبانو د دفاع وزارت نن (شنبې) د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کان د «اویز» په سیمه کې د غر د ښویېدو له امله ونړېد او ګڼ شمېر کارګران یې تر خاورو لاندې کړل.

طالبانو ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي، او یو شمېر نور کارګران چې تر خاورو لاندې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې په باجوړ کې پر ملکیانو برید شوی

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نخښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د جمعې په ورځ ناوخته په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هغه په وینا، د پنجشنبې په ورځ د باجوړ په قبایلي ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري د «بې‌پروا او ړانده برید» له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړې چې د جمعې په ورځ هم درې ملکي وګړي، چې کرکټ یې کاوه، د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ټپیان شوي دي. نوموړي دا برید «ښکاره او بې‌شرمانه» بللی او پړه یې پر ټي ټي پي اچولې ده.

اسلام‌اباد پاکستاني طالبان (TTP) «فتنه الخوارج» بولي او ادعا کوي چې دا ډله د کابل له ملاتړه برخمنه ده.

تر اوسه کابل د اسلام‌اباد د دې تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا ادعاوې رد کړې وې.

له بلې خوا د همدې اوونۍ په پیل کې افغانستان ویلي وو چې د پاکستان له لوري د کونړ ولایت په ځینو سیمو د توغندويي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور، چې ۳۰ زده‌کوونکي هم پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.

کابل ویلي وو چې په دغو بریدونو کې د خلکو کورونه او د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون هم زیانمن شوي دي.

اتریش په ازبکستان کې د افغان کډوالو پر مساله څیړي

د ازبیکستان پلازمېنه، تاشکند
د ازبیکستان پلازمېنه، تاشکند

د اتریش د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران روانه اونۍ ازبکستان ته ځي او هلته به د افغان کډوالو په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړي.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ماینل رایزینګر او د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ازبیکستان ته ولاړ شي او له ازبیک چارواکو سره د هغو افغانانو په تړاو خبرې وکړي چې په اتریش کې یې د پناه اخیستو درخواست رد شوی دی. اتریش غواړي دغه افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.

د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.

په نورستان کې له زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې

د سره صلیب نښان
د سره صلیب نښان

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د نورستان په دوو ولسوالیو کې له هغو زرګونو افغانانو سره مرسته کړې ده چې د پاکستان او افغانستان د جګړو له امله اغیزمن شوې دي.

سره صلیب د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په کامدیش او برګ مټال ولسواليو کې یې له اوولس زره اغیزمنو شویو کورنیو سره د ووړو، غوړیو او یوشمیر نورو خوراکي موادو مرسته وکړه.

سره صلیب دا مرسته د ملګرو ملتو د خوړو له نړیوال پروګرام سره په ګډه کړې ده.

اوکراین یو ځل بیا د تور سمندر په غاړه د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو برید وکړ

د سپوژمکۍ یو تصویر کې لیدل کیږي چې د اوکراین له برید وروسته باشکولتایوو کې د روسیې د تیلو له تاسیساتو لوګی اوچتیږي.
د سپوژمکۍ یو تصویر کې لیدل کیږي چې د اوکراین له برید وروسته باشکولتایوو کې د روسیې د تیلو له تاسیساتو لوګی اوچتیږي.

اوکرایني ځواکونو یو ځل بیا د روسیې د تور سمندر په بندري ښار توآپسه کې د تېلو پر تصفیه ‌خونې د جمعې په ورځ برید وکړ.

یوه ورځ مخکې هم اوکراین له خپلو پولو شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره لرې د روسیې د تېلو په تاسیساتو د بې‌ پیلوټه الوتکو برید کړی و.

چې دا د کیف له لوري د روسيې د انرژۍ په تاسیساتو د اوږده واټن بریدونو د لړۍ تازه پېښه وه.

د کراسنودار سیمې چارواکو د جمعې په سهار په ټیلیګرام کې وویل: «په توآپسه کې د کیف د رژیم د ډرون برید په پایله کې د بندر د ټرمینل په ساحه کې اور ولګېد.»

چارواکو زیاته کړه چې بیړني ټیمونه د پیښې په ځای کې کار کوي، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ اور وژونکي او ۴۱ بیړني وسایط شامل دي.

د پنحشنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه، د روسیې او اوکراین ټیلیګرام چینلونو د ځایي اوسېدونکو له قوله راپور ورکړ چې د شپې له خوا پرم ښار ته نږدې د تېلو پایپ‌لاین تاسیساتو ته څېرمه چاودنې وشوې.

خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د ښار په فضا کې لوګي ولیدل شول.

د سیمې والي دیمیتري ماخونین وویل د ټپیانو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

بلخوا د اوکراین امنیتي چارواکو دبرید مسئولیت ومانه او وویل چې پرم ښار کې یې د تیلو اصلي تصفیه خونه په نښه کړې ده.

یوه ورځ مخکې هم اوکرایني ځواکونو په دغه ښار یو ورته برید کې د تیلو په نورو تاسیساتو برید کړی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG